په متحده ایالاتو کې استوګنځایونه

:تازه یا آپډېټ شوي2/2/2026
په متحده ایالاتو کې استوګنځایونه ډېري بېلابېلې بڼې لرل

ای شي کله چې تاسې په لومړي ځل متحده ایالاتو ته ورسېږئ، کېدای شي تاسو په یوه اپارتمان کې، په هوټل کې، او یا د خپلوانو سره چې دلته مخکې نه اوسیږي، پاتې شئ که تاسې یوازې ورسېږئ، کېدای شي وکولای شئ د هغو کسانو سره استوګنځای پیدا او شریک کړئ چې تازه را رسېدلي وي، تر څو د استوګنې د لومړني لګښت اندازه راکمه شي.

د استوګنې لپاره مرسته

په متحده ایالاتو کې د استوګنې مرسته محدوده وي او ډېری وخت د انتظار لستونه لري. دغه پروګرامونه معمولاً د ایالت یا سیمه ییزو دولتي ادارو لخوا اداره کېږي، لکه د عامه استوګنې ادارې، او کله ناکله د غیر انتفاعي سازمانونو لخوا هم پرمخ وړل کېږي. که تاسې مرستې ته اړتیا لرئ، کولای شئ له خپلې سیمه ییزې د عامه استوګنې ادارې سره اړیکه ونیسئ او یا له کوم ټولنیز سازمان سره چې د نوو راغلو سره مرسته کوي.

د استوګنې د مرستو پروګرامونو لپاره د شمولیت شرایط توپیر لري، او غوښتونکي باید د عاید ځانګړي معیارونه پوره کړي تر څو وړ وګرځېږي. که ستاسې عاید محدود وي، نو ستاسې لومړی کور په متحده ایالاتو کې ښایي ټولې ستاسې غوښتنې پوره نه کړي، لکه د کور اندازه د کورنۍ لپاره، د کار یا ټولنې نږدې موقعیت، او یا د ارزانه والي شرط. په وخت تېرېدو سره، لکه څنګه چې ستاسې حالت ښه کېږي، کېدای شي تاسی وکولای شئ داسې کور وټاکئ چې ستاسې اړتیاوې ښه پوره کړي.

Image
د یو اپارتمان دننه چې د ناستې ځای او د اشپزخانې یوه برخه پکې ښکاري.
Image
یو سړی او یوه ښځه د استوګنې بیلابیلو قیمتونو ته ګوري او پرې غور کوي.

د کور ضروري سامانونه

د کور د سامان برابرول ستونزمن کېدای شي، خو په متحده ایالاتو کې د نوو راتلونکو او راغلو لپاره بېلابېلې لارې او سرچینې شته. پدې کې د سامانونو بانکونه، ارزانه کارېدلې دوکانونه، انلاین بازارونه، او ټولنیز یا غیر انتفاعي سازمانونه شامل دي. دغه سازمانونه له ښاره تر ښار توپیر لري، نو د خپلې سیمې د امکاناتو لټون کول به د دې لګښت د راکمولو لپاره مهم وي. په یاد ولرئ چې ډېری ستاسو د کور لومړني توکي شاید مستعمل وي. کله چې ثابت عاید ولرئ، کولای شئ داسې توکي وټاکئ چې ستاسو د خوښې او بودیجې سره ښه برابر وي.

Image
یو دایروي ګراف چې د میاشتني ژوند لګښتونه ښيي، چې به هغې کې ۵۰٪ یې د استوګنې لپاره ځانګړي شوي دي.

د استوګنې لګښتونه

په متحده ایالاتو کې استوګنه ګرانه ده او د اوسېدو لپاره د ځای پیدا کول ستونزمن کېدای شي. ډېری وخت خلک کورونه یا اپارتمانونه په کرایه نیسي. د استوګنې لګښتونه د ایالت، ښار او ګاونډیتوب له مخې ډېر توپیر لري. هر چیرته چې اوسېږئ، د استوګنې لګښت به غالباً ستاسې تر ټولو لوی میاشتنی مصرف وي.

د استوګنې حقوق او مسؤلیتونه

Image
د پوست خونه یا دفتر ځای او د AR-11 یا د پتې د بدلون سند.

متحده ایالاتو کې هم کرایه دار او هم د کور څښتن حقوق او مسؤلیتونه لري. کله چې تاسې یو اپارتمان یا کور په کرایه نیسئ، نو باید یو تړون چې 'لېس' نومېږي، لاسلیک کړئ. په دغه لېس کې تاسې د کرایه دار په توګه یادېږئ، او منئ چې د ټاکلي مودې لپاره کور په کرایه واخلئ، کرایه او د کور خدمات په خپل وخت ورکړئ، او د کور ساتنه وکړئ.

په همدې وخت کې، تاسې د کرایه دار په توګه مهم حقوق لرئ. دا کېدای شي لاندې شامل وي:

  • په یو خوندي او د اوسېدلو وړ کور حق
  • د کرایې د لوړوالي یا د ایستلو څخه مخکې د لیکلي خبرتیا ترلاسه کولو حق
  • د خپل لېس تړون د لوستلو او درک کولو حق د لاسلیک کولو مخکې
  • د ناامنو یا د روغتیا لپاره زیانمنو حالاتو د ترمیم غوښتنې حق
  • د خپل د امنیت د زېرمې بېرته ترلاسه کولو حق، د هر قانوني کسر وروسته
  • د محکمې د عادلانه پروسې حق مخکې له دې چې له کوره وایستل شئ

که تاسې کومې پوښتنې یا اندېښنې ولرئ، نو کولای شئ له خپلې سیمه یزې د استوګنې ادارې، د قانوني مرستو له دفتر، یا له داسې ټولنیز سازمان سره اړیکه ونیسئ چې د کرایه دارانو ملاتړ کوي.

د کور د څښتن مسؤلیتونه

د استوګنې قوانین پر کور څښتنانو او کرایه دارانو دواړو پلي کېږي. کور څښتنان باید وګوري چې د دوی استوګنځایونه د کرایې لپاره د خوندیتوب او د حفظ الصحې ځانګړي معیارونه پوره کوي. د کور څښتن مکلف دی چې برېښنایي، د اوبو پایپونه او د تودوخې سیستمونه په ښه حالت کې وساتي. هغوی باید د لوګي خبر ورکوونکي برابر کړي او په دې مطمین اوسي چې موږکان یا حشرات شتون ونه لري. د استوګنې قوانین دا هم وایي چې د کور څښتنان نشي کولای د خلکو د نژاد، ملیت، مذهب، جنس، کورنۍ حالت، یا فزیکي او ذهني وضعیت له امله د کور په کرایه ورکولو کې مخالفت وکړي.

کډه کېدل

که تاسې د کډه کېدو پرېکړه وکړئ، نو اړ یاست چې د خپل لېس تړون له مخې خپل کور څښتن له مخکې خبر کړئ. د هغه لېس تړون ماتول چې تاسې لاسلیک کړی دی (یعنې د لېس د مودې تر ختمېدو مخکې له اپارتمان څخه وتل) کېدای شي د جریمې لامل شي او ستاسې د کریدت درجې ته منفي اغېزه ورسوي. کډه کېدل ګران تمامېږي، نو مطمین اوسئ چې د خپل لېس د ختمولو مخکې د هغې لګښت پرې کولی شئ.

کله چې تاسې نوي پتې ته کډه وکړئ، دا ډېره مهمه ده چې هم د متحده ایالاتو حکومت او هم د امریکا د پوستې خدمت یعنې USPS ته خبر ورکړئ. دا کار مرسته کوي چې تاسې خپل مهم لیکونه ترلاسه کوئ او ستاسې د کډوالۍ ریکارډونه تازه پاتې شي. که تاسې د عامه مرستو لکه SNAP یا Medicaid ترلاسه کوئ، نو د کډه کېدو پر وخت باید اړوند ایالتي ادارو ته هم تازه معلومات ورکړئ.

یو ښه ګاونډی کېدل

په متحده ایالاتو کې ښه ګاونډی هغه څوک دی چې د خپلو شاوخوا خلکو خیال ساتي. که تاسې په اپارتمان کې اوسېږئ، نو باید عامه ځایونه پاک وساتئ. که تاسې په کور کې اوسېږئ، نو باید خپل انګړ پاک وساتئ او کثافات یوازې د کثافاتو د راټولولو په ورځو کې بهر کېږدئ.

ښه ګاونډی کېدل دا معنا لري چې د شپې باید شور او غږونه تر ټولو لږ او ټیټ وساتئ، تر څو خپل ګاونډیانو ته مزاحم نه شئ. په نوې ټولنه کې د نوي کور جوړول اسانه نه دي او ښایي له هغه څه سره توپیر ولري چې تاسې ورته عادت یاست. د وخت، حوصلې او ملاتړ په مټ تاسې کولای شئ له خپل نوي چاپېریال سره عادت شئ او داسې کور جوړ کړئ چې پکې ځان خوندي او آرام احساس کړئ.

Image
Man holding moving boxes.
Image
یو دایروي ګراف چې د میاشتني ژوند لګښتونه ښيي، چې به هغې کې ۵۰٪ یې د استوګنې لپاره ځانګړي شوي دي.
Image
Settle In App
Image
App Icon

د سېټل اېن Settle In App ډاونلوډ کړئ

د خپل د زده کړې د پرمختګ تعقیبولو لپاره لنډو ویډیوګانو، تعاملي درسونو او نښونښانو ته لاسرسی ومومئ. سېټل اېن Settle In ستاسو د بیا میشتیدنې سفر په جریان کې ستاسو د لارې ملګری دی.

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
49
0