په متحده ایالاتو کی کار
د کار موندل
ټول بالغ کسان، که نارینه وي او که ښځې، چې د ۱۸ – ۶۴ کلونو ترمنځ عمر لري او د کار کولو توان لري، باید د کار موندل د ځان لپاره لومړیتوب وګرځوي. د حکومت مرسته هم په وخت کې محدوده ده او هم په اندازه کې، نو ځکه مهمه ده چې د متحده ایالاتو ته له رسېدو وروسته ژر تر ژره د کار موندلو هڅه وکړئ. حکومت د کار ضمانت نه کوي. کېدای شي د کار په موندلو کې څو اونۍ یا حتی میاشتې وخت ونیسي او کېدای شي څو مرکې درسره وشي.
تاسې باید د خپل د کار موندنې له متخصص سره کار وکړئ، تر څو کار پیدا کړئ او د مرکې عامې مشورې زده کړئ.
له تاسو به تمه کېږي چې هغه لومړی کار ومنئ چې تاسې ته وړاندیز کېږي، که څه هم ډېر معاش ونه لري او یا ستاسو د مسلک سره اړخ ونه لګوي، تر څو د کار سابقه جوړه کړئ او د خپلې کورنۍ ملاتړ پیل کړئ. که چېرې تاسې وړاندیز شوی کار ونه منئ، ښایي د حکومت مرسته له لاسه ورکړئ. اکثره وختونه ډېر خلک د یو شان کار لپاره غوښتنلیک ورکوي، نو مهمه ده چې تاسې د نوي مسلک په یوه لومړني کار راضي شئ. د ښه کاري سابقې د جوړولو لپاره، باید لږ تر لږه شپږ میاشتې په کار کې پاتې شئ.
په متحده ایالاتو کې د کار کلتور
متحده ایالات د هغو کسانو لپاره د فرصتونو هېواد بلل کېږي چې سخت کار کوي. د ښه او لوړ معاش لرونکي کار د ترلاسه کولو لپاره به اړ شئ چې په انګلیسي ژبه خبرې، لوستل او لیکل زده کړئ او کېدای شي نوي مهارتونه هم زده کړئ. که چېرې تاسې په خپل هېواد کې په یوه ځانګړي مسلک کې کار کړی وي، نو ښایي اړ شئ چې په دې برخه کې د کار کولو لپاره په متحده ایالاتو کې ټولګیو ته لاړ شئ او تصدیق ترلاسه کړئ.
په متحده ایالاتو کې هم ښځې او هم نارینه کار کوي. ښځې د کاري ځواک نیمایي برخه جوړوي، د نارینهوو په څېر په ټولو کچو کې ورته کارونه ترسره کوي او ډېر وخت نارینه کارکوونکي هم تر خپل څار لاندې راولي.
په متحده ایالاتو کې شاوخوا د ۱۴ کلونو او یا تر دې پورته عمر لرونکي ماشومان د نیمه وخت کار کولو اجازه لري، خو د هغوی د کار ساعتونه او د هغو کارونو ډولونه چې ترسره کولای یې شي، محدود وي.
په متحده ایالاتو کې ډېر ځوانان له ښوونځي وروسته، اونۍ په پای کې او د رخصتیو پر مهال نیمه وخت کارونه کوي. متحده ایالات د ځوانو کارکوونکو د ساتنې لپاره ځانګړي قوانین لري.
د کار حقونه او مسؤلیتونه
په متحده ایالاتو کې کارکوونکي د کار په ځای کې هم حقوق لري او هم دندې. تاسې د دې حق لرئ چې د خپل کار لپاره مزد ترلاسه کړئ، او د کار قوانین کارکوونکي له خطرناکو کاري شرایطو څخه ساتي.
هیڅ کار ورکوونکی نشي کولای چې د عمر، معیوبیت، واده شوي یا ناواده حالت، قومي یا ملي اصل، نژاد، مذهب یا جنسیت له امله له تاسو سره توپیر وکړي، د کار انکار او یا د ارتقا مخه ونیسي. خو ځینې کارونه، په ځانګړې توګه د حکومت په برخه کې، یوازې د متحده ایالاتو د اتباعو لپاره پرانیستي وي.
کارکوونکي دا حق لري چې په داسې چاپېریال کې کار وکړي چې له توپیر او ځورونې څخه پاک وي، چې شامل دي له:
- جنسي ځورونه (هغه ناخوښ چلند چې جنسي ماهیت ولري او یو څوک نارامه یا ناامنه کړي)
- نژادي یا مذهبي ځورونه
- ګواښ یا زورول
- د اندېښنو د راپور ورکولو یا د خپلو حقونو د غوښتنې له امله غچ اخیستل
د متحده ایالاتو د یو معاش لرونکي کارکوونکي په توګه، ستاسو مسوولیت دی چې هر کال د عایداتو مالیه ورکړئ، څو هغه پروګرامونه تمویل شي چې په متحده ایلاتو كى د ټولو اوسېدونکو لپاره خدمتونه برابروي لكه تعلیم، SNAP، میدیك اید او عامه سركونه. ستاسو مسوولیت دی چې هم د فدرالي حکومت او هم د هغه ایالت حکومت ته چې په کې اوسېږئ، مالیه ورکړئ. تاسې کولای شئ په سیمه کې هغه غیر انتفاعي موسسې ومومئ چې د داخلي عوایدو د خدمت له لوري د رضاکارانه عایداتو د مالیې د مرستې د ځای په توګه تصدیق شوي وي، او ښایي وکولای شي هر کال د مالیې په ثبتولو کې درسره مرسته وکړي.
په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې
سازمانونه کولای شي هر ځای چې تاسو مېشتېږئ د کارموندنې خدمتونه برابر کړي، خو د کار په موندلو او ساتلو کې به اصلي رول خپله تاسو لرئ.
زه به کوم ډول کار ولرم؟
ستاسو لومړی کار ښایي د هغه مسلک یا برخې سره چې په خپل هېواد کې مو کار کاوه، یو شان نه وي. کېدای شي دا یو لومړنی، غیر مسلکي کار وي او ښایي لنډمهاله یا نیمه وخت هم وي. د دې لپاره چې د ژوند لګښت په متحده ایالاتو کې لوړ دی، دا عادي خبره ده او ډېر وخت اړینه هم وي چې هم نارینه او هم ښځې د کور نه بهر کار وکړي.
د متحده ایالاتو په ډېرو ښارونو کې عامه ترانسپورت شته. ښایي تاسو اړ شئ چې د خپل لومړي کار لپاره په عامه ترانسپورت باندې تکیه وکړئ.