کله چې د کډوالۍ په اړه قانوني مشورې پسې ګرځئ نو له درغلچیانو ځانونه وژغوئ

:تازه یا آپډېټ شوي7/21/2025
د کډوالۍ د درغلچیانو لخوا له قرباني کېدو ځان وژغورئ. زده کړئ چې څنګه د باور وړ قانوني مرستې په موندلو سره خپل ځان خوندي کړئ.
Image
د یوه سړي انځور چې هوډي (جاکټ) یې اغوستی، او د بیا مېشتېدنې د ملاتړ مرکز څخه بهر یوې کورنۍ ته نږدې کېږي.

​​د کډوالۍ د درغلچیانو لخوا له قرباني کیدو ځان وژغورئ. که د کډوالۍ په اړه قانوني مشورې ته اړتیا لرئ نو ډاډ تر لاسه کړئ چي هغه کس چي تاسې ته قانوني مشوره درکوي دمشورې ورکولو قانوني اجازه ولري. تاسې باید یواځې له هغه خلکو قانوني مشوره واخلۍ چي هغه وکیل وي او یا د هغه بنسټونو څخه یی قانوني اجازه تر لاسه کړي وي چی د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت سره ثبت دي.  

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت دغه پاڼه درسره وګورئ تر څو د هغه وکیلانو او بنسټونو په اړه معلومات تر لاسه کړئ چي ستاسې په ښار یا ایالت کې خدمات وړاندی کوي او د عدلیې وزارت سره ثبت دي. ستاسې سیمییزه د بیا مېشتېدنې اداره کولای شي چې تاسې ته یو منل شوی وکیل پیدا کړي او هم مو د ژباړنې په برخه کې خنډ له منځه یوسي.

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0