د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنه: د نوو راغلو کسانو لپاره لارښود

:تازه یا آپډېټ شوي9/10/2026
Image
A person on a computer using AI

AI څه شی دی؟ 

AI د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) لنډ نوم دی. 

AI د ټکنالوژۍ یوه داسې برخه ده چې له خلکو سره د ځینو کارونو په ترسره کولو کې مرسته کولی شي. د بېلګې په توګه، دا کولی شي پوښتنو ته ځوابونه ورکړي، په انټرنېټ کې معلومات پیدا کړي او متن وژباړي. 

کېدای شي تاسو له دې څخه مخکې هم د AI له ټکنالوژۍ څخه پرته له دې چې پوه شئ، استفاده کړې وي؛ لکه په انټرنېټ کې د معلوماتو لټون کول، د ژباړې له اپلېکېشن څخه کار اخیستل، د لارې موندلو لپاره نقشه کارول، یا د پېرېدونکو د خدمتونو له مرستیال سره خبرې کول. 

ادارې او سوداګریز شرکتونه هم کولی شي د ژباړې، اړیکو، د پېرېدونکو د خدمتونو او د معلوماتو د تنظیم په څېر کارونو کې د AI له وسایلو څخه استفاده وکړي. 

د عادي لټون انجن (Search Engine) برعکس، ځینې AI وسایل یوازې موجودې وېبپاڼې یا معلومات نه ښيي، بلکې نوې ځوابونه هم جوړوي. 

په ورځني ژوند کې د AI بېلګې 

تاسو کولی شئ AI په ډېرو ځایونو کې ومومئ، لکه: 

• د ژباړې او ترجمانۍ وسایل 
• غږیز مرستیالان لکه Siri او Alexa 
• د پېرېدونکو د خدمتونو چټ‌بوټونه 
• د لارې موندلو او نقشې اپلېکېشنونه 
• د انلاین لټون وسایل 
• د لیکلو او زده کړې مرستیالان 
• د AI چټ‌بوټونه لکه ChatGPT، Gemini، Claude او Microsoft Copilot 
• د برېښنالیک پروګرامونه چې د ځوابونو وړاندیز کوي 

AI ډېری وخت په شالید کې کار کوي او له خلکو سره مرسته کوي چې خپلې چارې په چټکۍ او اسانتیا سره ترسره کړي. 

AI له نوو راغلو کسانو سره څنګه مرسته کولی شي؟ 

AI کولی شي له تاسو سره د متحده ایالاتو له ژوند سره د عادت کېدو پر مهال یوه ګټوره وسیله وي. 

د بېلګې په توګه، AI کولی شي له تاسو سره په لاندې برخو کې مرسته وکړي: 

• د انګلیسي ژبې تمرین کول 
• د معلوماتو ژباړل 
• د نااشنا کلمو په معنا پوهېدل 
• برېښنالیکونه یا پیغامونه لیکل 
• د رزومې (Resume) نمونې جوړول او د مسودو ښه کول 
• د دندې د مرکې لپاره چمتووالی 
• د نویو مهارتونو زده کول 
• د دندو او روزنیزو فرصتونو په اړه معلومات موندل 
• د معلوماتو او یادښتونو تنظیمول 

AI کولی شي له تاسو سره د پیل په برخه کې مرسته وکړي، خو باید ستاسو د خپل قضاوت، د باور وړ معلوماتي سرچینو یا مسلکي لارښوونې ځای ونه نیسي. 

د AI کارول 

که تاسو د AI له یوه وسیله څخه استفاده کوئ، کولی شئ د ساده پوښتنو له لارې پیل وکړئ. تاسو کولی شئ خپله پوښتنه ولیکئ یا په غږ سره یې ووایاست. 

د بېلګې په توګه: 

• ایا کولی شې دا کلمه په ساده انګلیسي تشریح کړې؟ 
• ایا کولی شې له ما سره د دندې د مرکې لپاره تمرین وکړې؟ 
• ایا کولی شې دا مقاله لنډه کړې؟ 
• ایا کولی شې دا جمله وژباړې؟ 
• ایا کولی شې له ما سره د اوونیز مهال‌وېش په جوړولو کې مرسته وکړې؟ 

AI څه نشي کولی؟ 

AI یوه ګټوره وسیله ده، خو محدودیتونه هم لري. 

AI کله ناکله: 

• تېروتنې کوي 
• زاړه یا پخواني معلومات وړاندې کوي 
• پوښتنې په سمه توګه نه درک کوي 
• مهم جزئیات له پامه غورځوي 
• داسې ځوابونه ورکوي چې سم ښکاري، خو په حقیقت کې ناسم یا نیمګړي وي 

AI همدارنګه ستاسو شخصي وضعیت په هغه ډول نه شي درک کولی لکه یو د باور وړ مسلکي کس، د خدمتونو وړاندې کوونکی، ښوونکی، ډاکټر یا وکیل یې درک کولی شي. 

که یو څه درته سم نه ښکاري، مخکې له دې چې د هغه معلوماتو پر بنسټ کوم اقدام وکړئ، له یوې د باور وړ سرچینې سره یې تایید کړئ. 

دا په ځانګړي ډول د لاندې موضوعاتو لپاره ډېر مهم دي: 

• حقوقي یا د کډوالۍ اړوند موضوعات 
• طبي پوښتنې 
• مالي پرېکړې 
• دولتي مرستې او خدمات 

د خپل محرمیت ساتنه 

د AI له کومې وسیلې څخه د کار اخیستلو مخکې، په دقت سره فکر وکړئ چې کوم معلومات ورسره شریکوئ. ځینې AI وسایل هغه معلومات ساتي یا پروسس کوي چې تاسو یې داخلوی، او بېلابېل وسایل ښايي له دې معلوماتو سره بېلابېل ډول چلند وکړي. 

حساس شخصي معلومات مه داخلوئ، لکه: 

• د ټولنیز امنیت شمېره (Social Security Number) 
• د کډوالۍ د دوسیې شمېره 
• د پاسپورټ شمېره 
• بانکي معلومات 
• د کریډیټ کارت شمېره 
• پاسورډونه 
• نور شخصي او محرم معلومات 

که تاسو ډاډه نه یاست چې یو AI وسیله ستاسو معلومات څنګه اداره کوي، د هغې د محرمیت تګلارې ولولئ او له حساسو معلوماتو له شریکولو څخه ډډه وکړئ. 

دا کار کولی شي ستاسو د شخصي معلوماتو په ساتنه کې مرسته وکړي او د هویت د غلا، درغلۍ او درغلیزو فعالیتونو خطر کم کړي. 

AI، د خدمتونو وړاندې کوونکي او ستاسو معلومات 

ځینې ادارې کولی شي د خدمتونو د ملاتړ لپاره د AI له وسایلو څخه استفاده وکړي. 

د بېلګې په توګه، AI کولی شي له کارکوونکو سره په لاندې برخو کې مرسته وکړي: 

• د غیرحساس لیکلي محتوا لومړنۍ ژباړه 
• د اسنادو یا یادښتونو لنډیز کول 
• د سرچینو او معلوماتو لټون 
• د عامو اړیکو لپاره د نمونو جوړول 

AI وسایل کولی شي له کارکوونکو سره مرسته وکړي، خو خلک لا هم د خدمتونو په وړاندې کولو او د معلوماتو د دقت په ارزولو کې مهم رول لري. 

که تاسو د دې په اړه پوښتنې لرئ چې یوه اداره څنګه له ټکنالوژۍ څخه استفاده کوي یا ستاسو معلومات څنګه ساتي، له یوه کارکوونکي څخه پوښتنه وکړئ. 

پوښتنې کول کولی شي له تاسو سره مرسته وکړي چې ښه پوه شئ ټکنالوژي څنګه کارول کېږي او ستاسو معلومات څنګه ساتل کېږي. 

هغه پوښتنې چې تاسو یې کولی شئ 

که یوه اداره د AI له وسایلو څخه استفاده کوي، پوښتنې کول بلکل سم دي. 

تاسو کولی شئ لاندې پوښتنې وکړئ: 

• زما معلومات څنګه ساتل کېږي؟ 
• ایا زه کولی شم له دې خدمت څخه استفاده ونه کړم؟ 
• ایا زما معلومات له نورو ادارو سره شریکېږي؟ 
• کارکوونکي څنګه د AI له خوا جوړ شوي معلومات ارزوي؟ 
• څوک کولی شي د محرمیت او معلوماتو د کارولو په اړه زما پوښتنو ته ځواب ووایي؟ 
• که زه فکر کوم چې معلومات ناسم دي، څه باید وکړم؟ 

ناسم معلومات او درغلۍ 

هر هغه څه چې د AI له خوا جوړېږي، لازماً سم نه وي. 

AI کولی شي داسې متنونه، انځورونه، ویډیوګانې او غږیز ثبتونه جوړ کړي چې ډېر واقعي ښکاري. 

کله ناکله د AI له خوا جوړ شوی محتوا داسې ښکاري یا غږېږي لکه رښتینی وي، په داسې حال کې چې ښايي رښتینی نه وي. 

درغلی کوونکي کسان کولی شي د AI له لارې قانع کوونکي پیغامونه، انځورونه یا غږیز ثبتونه جوړ کړي. 

که یو څوک: 

• له تاسو څخه د پیسو غوښتنه کوي 
• شخصي معلومات غواړي 
• ادعا کوي چې بیړنی حالت رامنځته شوی 
• پر تاسو فشار راوړي چې سمدستي اقدام وکړئ 

نو احتیاط وکړئ. 

مخکې له دې چې مهم معلومات باور یا له نورو سره شریک کړئ، د باور وړ سرچینو له لارې یې وګورئ او هر کله چې امکان ولري، معلومات تایید کړئ. 

د AI د مسؤلانه کارولو لپاره لارښوونې 

AI د زده کړې، څېړنې او ورځنیو کارونو لپاره یوه ګټوره وسیله کېدای شي. 

خو AI باید ستاسو د معلوماتو یوازینۍ سرچینه نه وي، ځکه چې AI کولی شي تېروتنې وکړي یا ناسم او زاړه معلومات وړاندې کړي. 

لاندې لارښوونې په پام کې ونیسئ: 

• خپلې پوښتنې روښانه مطرح کړئ او کافي جزئیات ورکړئ، څو AI وسیله په ښه توګه پوه شي چې تاسو څه غواړئ. 
• معلومات له څو بېلابېلو سرچینو سره پرتله کړئ. 
• مهم معلومات حتماً تایید کړئ. 
• د باور وړ وېبپاڼې او ادارې وکاروئ. 
• خپل شخصي معلومات وساتئ. 
• د AI له خوا جوړ شوی محتوا د کارولو یا شریکولو مخکې په دقت سره وڅېړئ. 
• که یو څه درته روښانه نه وي، پوښتنه وکړئ. 

Disclaimer: The content on this website is developed by Settle In, is in the public domain, and may be reproduced. This article provides general information about artificial intelligence (AI) for educational purposes only. It is not a substitute for legal, medical, financial, immigration, or other professional advice. 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0