د ټولنې خدمتونه

حکومتي مرسته
د حکومت د ټولنیز خدمت ادارې په ټولنه کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. هغوی د ځانګړي اړتیاو لرونکي خلکو سره مرسته کوي، لکه د ټیټ عاید لرونکي کورنۍ، بې کوره خلک، او معیوبیت لرونکي خلک. حکومتي پروګرامونه د ګډون لپاره د وخت سخت محدودیتونه او لارښوونې لري.
:دلته ځینې حکومتي پروګرامونه دي چې د نویو راغلو وګړو سره مرسته کوي:
د نغدي مرستې پروګرامونه
د هغه خلکو لپاره چې دنده موندلو کې مشکل لري، دوه پروګرامونه لنډمهاله مالي مرستې وړاندې کوي: د ماشومانو لرونکي والدین لپاره اړمنو کورنیو ته لنډمهاله مرسته (TANF) او د ماشومانو نلرونکي مجرد او متاهل مهاجرینو لپاره د مهاجرینو نغدي مرسته (RCA).
د تکمیلي تغذیه د مرستې پروګرام (SNAP)
دا فدرالي پروګرام د امریکا متحده آیالتونو کې د ټیټ عاید لرونکي خلکو ته مرسته برابروي چې خواړه وپيري. پدې پروګرام کې فرد ته یو ډیبیټ کارت ورکول کیږي چې کولی شي هره میاشت د ټاکلي مقدار خوړو پیرلو لپاره یې وکاروئ. نوي راغلي وګړي کولای شي د ځایی حکومت دفتر کې د خوړو مرستې لپاره غوښتنه وکړي. د مرستې مقدار په هر آیالت کې او د کورنۍ د شمېر او عاید پربنسټ توپیر لري.
د تکمیلي مصؤنیت عاید (SSI)
دا د هغه خلکو لپاره د فدرال نغدي مرستې پروګرام دی څوک چې معیوب دي یا عمر یې د 65 کلونو نه ډیر دی او لږ عاید لري یا هیڅ عاید نلري.
د ماشوم پاملرنې د مرستې پروګرامونه
ځینې ټولنې دټیټ عاید لرونکي خلکو لپاره وړیا یا د ټیټ لګښت ماشوم پاملرنه وړاندې کوي ترڅو هغوی وکولی شي کار وکړي یا په کار پسې وګرځي.
عامه خدمتونه
هره ټولنه په خپل ځان کې د هر چا لپاره موجود عامه خدمتونه لري.


عامه خدمتونه
هره ټولنه په خپل ځان کې د هر چا لپاره موجود عامه خدمتونه لري.
دلته د خورا عام خدمتونو څخه یې ځینې دي:
بیړني خدمتونه او 911
ټولې ټولنې د اطفایه څانګې او بیړني طبي خدمتونه لري. په بیړني حالت کې د مرستې لپاره، په تلیفون کې 911 ډایل کړئ او آپریټر ته ووایی چې تاسې څه ته اړتیا لرئ ("پولیس"، "اطفایه"، یا "امبولانس") او خپل موقعیت ورته ووایی. که تاسې مشکل په انګلسي ژبه کې نشئ تشریح کولی، فقط ووایی، "مرسته" یا "عاجل" او تلیفون مه قطع کوئ. د اړیکې په حال کې تلیفون لیکه به د آپریټر سره مرسته وکړي چې پوهه شي تاسې چیرته یې.
پولیس
پولیس افسران عامه خادمین دي چې د خلکو محافظت کوي او خلکو سره مرسته کوي. که چیرې یو پولیس افسر تاسې ته نږدې شي او درته ووایی چې ودریږئ، نو ودریږئ. تل د افسر غوښتنه په پام کې ونیسئ او آرام اوسئ او درناوی ولرئ. که تاسې د پولیس سره نشئ غږیدلی نو د ژباړونکي غوښتنه وکړئ او په زغم سره انتظار وکړئ.
کتابتونونه
عامه کتابتونونه کتابونه او نور مواد لکه سي.ډي او ډي.وي.ډي ګانې لري او اوسیدونکي کولی شي د کوم لګښت پرته یې په پور واخلي. تاسې باید د کتابتون کارت واخلئ چې وکولی شئ د کتابتون نه بهر مواد ویسئ. کتابتونونه اکثر د ماشومانو د لوست پروګرامونه او ټولګي وړاندې کوي لکه د انګلسي ژبې د محاورې تمرین، او ډیری یې د عامه استعمال لپاره کمپیوټرونه لري.
پارکونه او تفریح
ځایی پارکونه د خلکو لپاره د میلې یا تفریح ساحې، د لوبو ډګرونه او د سپورت ډګرونه لري. ډیری پارکونه پدې اړه مقررات لري چې لیدونکي څه کولی شي او څه نشي کولی. ډیری ځایی پارکونه وړیا دي، مګر ملي پارکونه ممکن یو څه فیس وغواړي.
غیر حکومتي مرسته
ځینې خدمتي سازمانونه د شخصي اتباع لخوا په خیرات او صدقو یا هم د صدقو او حکومتي تمویل دواړو په مرسته فعالیت کوي. هغوی د رییسانو هییت لري چې د هغو کار څاري او هغوی باید خپلو فعالیتونو په اړه کلنی عامه راپور وړاندې کړي، مګر دا د حکومت نه جلا وي.
دا سازمانونه عمومآ د لاندې درې کټګوریو څخه یوې کې راځي:
ملي غیر حکومتي سازمانونه (NGOs)
ملي غیر دولتي مؤسسې (NGOs) په ټول هېواد کې په بېلابېلو ځایونو کې خدمات وړاندې کوي، چې اکثره یې د یوې سترې ښاري دفتر یا مرکزي دفتر لخوا تنظیمېږي. ځینې یې ممکن نویو راغلو کسانو ته مرسته کوونکي خدمات وړاندې کړي. د دې خدماتو اندازه، لګښت، او ډول له یوه ځایه تر بله فرق لري، خو زیاتره یې لاندې خدمتونه وړاندې کوي:
په ټولنه کې موجود سازمانونه (CBOs)
دا سازمانونه په ځایی ټولنه کې فعالیت کوي او د ټولنې غړو ته تفریحي، ټولنیز او تعلیمي خدمتونه وړاندې کوي. د CBO یو ډول چې تاسې یې ممکن په خپله ټولنه کې پیدا کړئ د ملیت ټولنې کې موجود سازمان (ECBO) دی. ECBO د پخواني مهاجرینو او کډوالو لخوا جوړ شوي او په خپلو ټولنو کې د نوي راتلونکو خلکو سره مرسته کوي. ځینې د لویانو د تعلیم ټولګي وړاندې کوي، د ښځو ګروپونه تنظیم کوي، او کلتوري او تفریحي غونډې جوړوي.
د عقیدې پربنسټ سازمانونه (FBOs)
په FBOs کې کلیساګانې، مسجدونه، کنیسې او د عبادت نور ځایونه شامل کیدی شي چې ماموریت یې خپلې عقیدې او باور باندې عمل کول دي. په هرصورت، دلته ډیری داسې FBOs هم شتون لري چې د بیلابیل مذهبي سازمانونو لخوا تمویلیږي یا ورسره تړاو لري، مګر ماموریت یې د مذهبي تړاو په پام کې نیولو پرته اړمن افرادو او کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کول دي. ځینې د لویانو لپاره د انګلسي ژبې ټولګي لري او ځینې کارول شوي کالي او فرنیچر ورکوي.