د اور څخه د مخنیوي او خوندیتوب لارښوونې

د متحده ایالاتو اور وژنې سمیېزې څانګې هر کال د ملیونو پېښو مخنیوې کوي. په کور کی مو د اور څخه د مخنیوي او خوندیتوب لاندې لارښوونې تعقیب کړئ او خپل او د کورنۍ ژوند مو وژغورئ.
ډاډ تر لاسه کړئ چې د لوګي د موندلو اخطاریه یا الارمونه مود زیر زمیني په شمول د کور په هر منزل ګې باید نصب وي. په هر ایالت ګې د لوګي د الارم نصبولو په اړه سیمییز قوانین توپیر لري، اما عمومأ ټول ایالتي قوانین دا ښیئ چی الارمونه باید د کوټو څخه بهر په صالون، زینه، زیر زمینی او دالانونو کې نصب وي. ځینې سیمییز قوانین د خوب په هره کوټه ګې هم د لوګي موندلو آله نصبول حتمي ګڼي. که تاسې کور په کرایه کوئ، نو د کور مالک مو باید د لوګي موندلو آله د قوانینو مطابق نصب کړي. که تاسې په خپل ایالت ګې د داسې آلو په اړه پوښتنې لرئ نو موږ ته پیغام راولیږئ.
هره میاشت د لوګي د موندلو آله و ازموئ او د اړتیا په صورت ګې نوي بیټرۍ په کی واچوئ. که تاسې کور کرایه کړی وي، او پوه شئ چې د لوګي د موندلو آله کار نه کوي نو ژر د کور مالک سره اړیکه ونیسئ.
د خپلې کورنۍ سره کښینئ او د اور لګیدنې په صورت ګې د تیښتې پر پلان کار وکړئ. ډاډ تر لاسه کړئ چې د کور هر فرد د هرې خونې څخه لږ تر لږه دوه بی خنډه (د کړکیو په شمول) د وتلو په لارو چارو پوه وي. په همدی توګه باید په بهر کی د یو ځای کیدلو په اړه ځای هم معلوم کړئ. تاسی او کورنۍ مو په کال ګې دوه ځله د تیښتې پلار تمرین کړئ.
خپل پخلنځئ پاک وساتئ او د پخلي کولو پر مهال تل ځیرک اوسئ. د پخلي حادثي په متحده ایالاتو کې په کورونو ګې د اور لګیدنې لوی لامل دي.
د اور وژنې وسایل وپیرئ او پخلنځي ته یې نږدی وساتئ او د کوچنیانو د لاسرسي څخه یې لیرې وساتئ.
د سیګریټ څکلو په وخت ګې ډیر محتاط اوسئ او تل پری نظر ساتئ. په شمالي امریکا ګې د سیګریټ څکلو پر مهال احتیاط نه کول د اور لګیدنې لوی لامل دي.
کوچني منقلونه او نور د ګرمولو آلې د سوځیدونګې توکو څخه درې فټه لیرې وساتئ. مخکې له دې چې بستر ته ولاړ شئ یا هم کله چې تاسې په خونه ګې نه یاست نو منقلونه او د ګرمولو الی مو بندې کړئ. په متحده ایالاتو کې د کورونو د اور لګیدنې دوهم لامل د تودوخې الې یادې شوي.
د شمعې او خوشبو په لګولو ګې ډیر محتاط اوسئ او کله چې نږدې ورته نه یاست هیڅکله یې لګیدلې مه پرېږدئ.
که چیرې یوه برېښنایي توکه لوګي کوي یا غیر معمولي بوی لري، نو سمدستي یې خلاص کړئ او د بیا کارولو د مخه یې جوړه کړئ یا یې ایسته واچوئ. داسې وسیله مه کاروئ چې ماته شوی وي یا د برېښنا تارونه یې لوڅ وي. په هر برقي سویچ کی یواځې یوه برقي آله استعمال کړئ. د برق کیبلونه د قالینو لاندې مه تېروئ.
که تاسې د کالیو وچولو ماشین لرئ د هوا کش پایپ یې پاک وساتئ ځکه چې کیدای شي چې اور واخلي.
سوځیدونګې شیان په خوندي ځای ګې وساتئ او د هغو آلو څخه یې لیرې وساتئ چې ګرمیږي.
لایټر او اورلګیت له کوچنیانو څخه لیرې وساتئ.

د لوګیو الارم آزمایښت تر څو ډاډ ترلاسه شي چې سم کار کوي.