په ښوونځي کې ستاسو د ماشوم شاملولو ګټې

ستاسې د ماشومانو سمدستي په ښوونځي کې شاملول به د هغوی د زده کړو له مهالوېش سره د همغږۍ په برخه کې ډېره مرسته وکړي.
برسیره پر دی، د کوچنیانو په ښوونځۍ کې پر وخت شاملول د قانون له مخې اړین دي او هر ایالت په دې اړه ځانګړې قوانین لري خو عمومأ نوی ټولنې ته د رارسېدو سره سم په ۳۰ ورځو کې باید کوچنیان مو ښوونځۍ ته ولېږئ.
د کوچنیانو په ښوونځۍ کې پر وخت شاملول ستاسې کورنۍ او ستاسې کوچنیانو ته ډېری فایدې لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
ښوونځۍ د کوچنیانو له زده کړو، پرمختګ او هوساینې سره مرسته کوي.
په زده کړو کې فاصله کمول او د کوچنیانو لږه غیر حاضري د ماشوم سره د اکاډمیک له پلوه ډېره مرسته کوي.
په متحده ایاالاتو کې د مکتبونو سیستم وړیا خدمات وړاندې کوي، چې په هغې کې د غرمې وړیا ډوډۍ، او نورو اجتماعي خدمتونو ته لاسرسی شامل دي.
که چېری تاسې په لنډمهاله هستونګنځای کې یاست او کوچنیان مو ښوونځې کې شامل کړل، وروسته مو دایمی هستوګنځای ته کډه وکړه، ستاسې کوچنیان کولای شي چې په همغه ښوونځۍ کې پاتې شي او یا هم مو کور ته نږدی بلې ښوونځۍ ته ولاړ شي. د ښوونځۍ بس به یې انتقال پر غاړه لري.
کله مو چې کوچنیان په ښوونځۍ کې وي تاسې به هم وخت ولرئ چې کار پیدا کړئ، په ټولنه کې بلد شئ، او تاسې لپاره ځانګړي شوي خدماتو پسې وګرځئ.