د خپل ادرس د تغییر په اړه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) څنګه خبر کړم

:تازه یا آپډېټ شوي8/26/2025
که تاسې په متحده ایالاتو کې مېشت غیر امریکایي تبعه یاست، نو مکلف یاست چې هر ځل د کډه کېدو په صورت کې د ۱۰ ورځو دننه خپل د اوسېدو د ادرس بدلون د USCIS سره ثبت کړئ، حتی که دا بدلون موقتي وي. تاسې کولای شئ په اسانۍ سره خپله ادرس آنلاین د خپل USCIS اکاونټ له لارې یا د AR-11 فورم ډکولو په وسیله تازه کړئ، ترڅو مهم خبرتیاوې پر وخت ترلاسه کړئ.
Image
د USCIS ویب‌ پاڼې د ادرس د بدلون پاڼې اسکرین شاټ

د USCIS ویب‌ پاڼې د ادرس د بدلون پاڼې اسکرین شاټ

​​ټول غیر امریکایي اتباع (بهرني وګړي/aliens) مکلف دي چې هر ځل د کډه کېدو په صورت کې د ۱۰ ورځو دننه د خپلې ادرس بدلون د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) ته خبر ورکړي، حتی که موقتي ځای ته هم نقل مکان کوي. د خپلې فزیکي ادرس تازه کول لازمي دي.  

​اکثره خلک خپل ادرس په آنلاین بڼه په دوو طریقو بدلولای شي: 

​که چیری تاسی د USCIS آنلاین اکونټ لرئ 

  1. ​د USCIS online account ته داخل شئ او دخپل زوړ ادرس پر ځای خپل نوې ادرس ولیکئ. 

​که چیری د USCIS آنلاین اکونټ نه لرئ 

​که تاسې آنلاین اکاونټ نه لرئ، نو کولای شئ د AR-11 فورم، چې د بهرني وګړي د ادرس د بدلون کارت دی، د دې آنلاین پاڼې له لارې ډک او وسپارئ. 

​لومړی انتخاب 

​که چېری تاسې د کډوالۍ په ارتباط فورمه ډکه او لیږلي وي، او یا هم عریضه مو ورسره شتون ولري، او تر اوسه مو د هغوی د تصمیم په اړه کوم خط، کارت، یا سند نه وي تر لاسه کړی نو د YES  باکس انتخاب کړئ. په آنلاین بڼه د AR-11 فورمه به مو د ټولو عریضو، غوښتنلیکونو او اپلیکیشنونو په اړه ادرس تازه کړي.  

  1. ​د پول ډاون له مینیو څخه اپلیکشن، عریضه، یا هم د غوښتنلیک شمېره، د سب ټایپ فورمه، د رسید شمېره، او د زیپ کوډ هغه شمېره ولیکئ چې د اپلیکیشن ډکولو پر مهال مو استعمال کړی و.   

  2. ​خپل نوم او د زیږیدو نیټه مو ولیکئ. 

  3. ​پخوانی او نوی ادرس مو ولیکئ. 

  4. ​که چیری د بل چا په کور کې اوسئ، نو د C/O په باکس کې یې نوم ولیکئ. که چیری د خط لیږلو ادرس او نوی ادرس مو یو شي وي نو (Mailing address same as new address above) انتخاب کړئ او د CONFIRM بټن ووهئ. که چیری ادرس مو مؤقت وي نو (Enter Mailing Address When Different From New Address) درسره انتخاب کړئ. او ادرس مو پکی ولیکئ او CONFIRM تکمه ووهئ. په یاد ولرئ کې که چیری مو (Enter Mailing Address When Different From New Address) انتخاب کړي نو حتمأ  کله چې تاسې په خپل نوي ادرس کې بریښنالیک ترلاسه کولای شئ د ادرس د تغیر فورمه بیا  ډکه کړئ. کله چی دا ځل د ادرس تغیر فورمه ډکوئ نو د C/O په برخه کې هیڅ نوم مه لیکئ او (Mailing address same as new address above) درسره انتخاب کړئ.  

  5. ​ایمیل ادرس مو ولیکئ. 

  6. ​د هغه چا نوم په فورمه کې ولیکئ چې د فورمې په ډکولو کې یې درسره مرسته کړی.  

  7. ​د سیکیوریټي چک په برخه کې هغه توري ولیکئ چی تاسې یې ګورئ.  

  8. ​هغه بکس درسره انتخاب کړئ چې یې لیکلي وي: د دې الکترونیکي لاسلیک په منلو سره، غوښتونکی یا عریضه کوونکی، ولي یا سرپرست یې، یا قانوني استازی یې تصدیق کوي چې ټول ورکړل شوي معلومات ریښتیني او سم دي. 

  9. ​د سبمیټ یا Submit بټن درسره ووهئ. 

​دوهم انتخاب 

​که تاسې د مهاجرت اړوند کوم غوښتنلیک، عریضه یا د غوښتنې فورمې USCIS ته نه وي سپارلې، No بټن در سره ووهئ. پورتنی عین لارښوونه درسره تعقیب کړئ. خو له تاسې څخه به ستاسې د کیس د معلوماتو په اړه پوښتنه نه کیږي.  

​ضروري: مهم: د متحده ایالاتو له پوستي خدمت (USPS) سره د خپلې ادرس بدلول ستاسې ادرس د USCIS سره نه بدلوي. تاسې باید جلا توګه خپله ادرس د امریکا له پوستي خدمت سره هم بدله کړئ، څو مهم لیکونه د USPS له لارې ترلاسه کړئ. دا کار تاسو کولای شئ د USPS ویب‌ پاڼې له لارې آنلاین ترسره کړئ.​ 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0