د متحده ایالاتو د روغتیا پالنې په سیستم کې ستاسې حقونه او مسؤلیتونه

:تازه یا آپډېټ شوي8/26/2025
په متحده ایالاتو کې دا مهمه ده چې خپل د روغتیا پالنې حقونه وپېژنئ، لکه: د باخبره رضایت ورکول، د ژباړونکو شتون ته لاسرسی، او درناوی کوونکی چلند. همداراز ستاسې رول هم ډېر مهم دی، لکه: د ملاقاتونو پر وخت حاضرېدل، له خپل ډاکټر سره خلاص او رښتینی ارتباط ساتل، او د طبي سپارښتنو پیروي کول، تر څو تر ټولو غوره روغتیايي پایلې ترلاسه کړئ.
Image
یو ډاکټر چې له خپل ناروغ سره د خبرو پر مهال دی

​د ناروغ حقونه

​د ناروغ په حیث، تاسې کله چې طبي پاملرنې ترلاسه کوئ لاندې حقونه لرئ: 

​رضایت 

​په اکثرو حالتونو کې تاسې حق لرئ چې د تداوئ په اړه مو چې د ډاکټر له خوا درته مشوره درکول کیږي تر لاسه کولو سره یې موافق شئ او یا یې نفی کړئ. دبیلګي په ډول که ډاکټر مو درته د درملو مشوره درکړي او تاسې یې د ځینو بدو اغیزو له امله نشئ اخیستلای نو تاسې حق لرئ چې خپلې اندیښنې څرګندې کړئ او د خپلې ستونځې درملنې لپاره د بدیلو درملو او نورو میتودونه غوښتنه وکړئ. تاسې حق لرئ چې د خپل صحت په اړه اخر تصمیم په خپله ونیسئ. 

​طبي معلوماتو ته مو د لاسرسي حق 

​تاسې حق لرئ چې خپلو شخصي طبي معلوماتو ته لاسرسي ولرئ او بل هیڅوک ستاسې د اجازی پرته ستاسې طبي معلوماتو ته د لاسرسي حق نه لري چې په دې کې ستاسې خپلوان او حتی ډاکټران هم شامل دي. د ځینو استثناءاتو سره ستاسې معلومات تر هغه محرم پاتې کیږي تر څو چې تاسې یې د شریکولو اجازه ورنه کړئ.  

​د ژباړې حق 

​د ناروغ په حیث تاسې حق لرئ چې په  صحي مرکزونو کې په وړیا ډول د خپلې ژبې ژباړن راوغواړئ. ځینې داسې صحي مرکزونه شتون لري چی د فدرالي حکومت څخه فنډ تر لاسه کوي تر څو په وړیا ډول ژباړن وګوماري (د بیلګی په ډول، هر  هغه صحي مرکز چې د مډیکید Medicaid فنډ یا پیسې تر لاسه کوي). په هر لحاظ، په یاد ولرئ چې ځینې وخت د ځینو صحي مرکزونو د ترتیب له مخې داسې حق ته لاسرسي ستونځمن وي.  

​د صحت کلتور او د نوي ډاکټر په غوره کولو کې ستاسې حق ته درناوی 

​د متحده ایالاتو د روغتیا پاملرنې سیستم لوی دی او ټولو څانګو لپاره متخصصین لري. ځینې یې ممکن ستاسې له دودونو  سره بلد نه وي، که تاسې داسې احساس کوئ چې ستاسې ډاکټر دې ته درناوی نه لري چې تاسې څوک یاست، کوم ډول باور لرئ، او یا له کوم کلتور سره تړاو لرئ نو تاسې کولای شئ چې ډاکټر مو تغییر کړئ او بل داسې ډاکټر پیدا کړئ چې ستاسې روغتیايي بیمه مني.  

​د ناروغ مسؤلیتونه

​د متحده ایالاتو د روغتیا پالنې په سیستم کې د حقونو سره تاسې مسؤلیتونه هم لرئ.  

​د ډاکټر ملاقاتونو ته تلل او پروخت ور رسېدل 

​روغتیا پالونکي تل مصروف وي، نو مهمه ده چې ډاکټر ته مو د تقسیم اوقات مطابق پر وخت ورشئ او د نورو مریضانو ډاکټر سره د ملاقات پر تقسیم اوقات له اغېزې ځان وژغورئ. ډیری روغتیا پالونکي د تقسیم اوقات له مخې په نه ورتلو او یا هم ناوخته ورتلو جریمه اخلي. که تاسې پوهېږئ چې ډاکټر ته مو نشئ تلای یا پر وخت نشئ ورتلای نو ورته ژر تر ژره  زنګ ووهئ او د تغییر په اړه یی خبر کړئ. 

​رښتینولي او په ډاډه زړه هر څه تشریح کول 

​تاسې ته ستاسې د ډاکټر پاملرنه پدې پورې اړه لري چې تاسې څومره صادق یاست او څومره معلومات ورکوئ. کله چې ډاکټر مو د ناروغتیا د سابقې په اړه له تاسې پوښتنې کوي په ځانګړي ډول د ابتدايي  لیدنو په جریان کې ډاکټران کوښښ کوي چې ځان په ټولو اړخونو پوه کړي نو تاسې مو ټول مهم معلومات ولیکئ او بیا دا معلومات ډاکټر ته وړاندی کړئ او ورسره د خپلو معلوماتو او د ډاکټر د تشخیص او درملني میتود په اړه بحث وکړئ. ستاسې د ډاکټر سره صداقت ډاډ ورکوي چې تاسې به غوره ممکنه پاملرنه ترلاسه کړئ. 

​د لارښوونو تعقیبول 

​سره له دې چې ستاسې ټول حقونه خوندي دي او  د لارښوونو په اړه مو اندیښنې د ډاکټر سره شریکولای شئ، خو که تاسې د ډاکټر لارښوونې سره اختلاف نه لرئ نو تاسې مسؤل یاست چې د هغوی لارښوونې تعقیب کړئ. د لارښوونو نه تعقیبول شاید ستاسې د تدواۍ پروسه ورو کړي او بیا درملنه مو شاید ډیر وخت ونیسي.​ 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0