عامه کتابتونونه د لویانو او ماشومانو لپاره د سرچینې په توګه

آیا خبر یاست چي ستاسې په نوې ټولنه کې عامه کتابتونونه شتون لري چې ډیرو وړیا سرچینو ته لاسرسی لري چې تاسې یې استعمالولای شئ؟ لاندې د هغو سرچینو لیست دی چې ستاسې په سیمه کې یې کتابتون وړاندی کوي.
وړیا کتابونه: د مختلفو کتابونو لویه ټولګه لري، چې ډیر کله مختلفو ژبو ته ژباړل شوي هم وي او تاسې یې کولای شئ چې په پور کور ته یوسئ.
د مطالعې ساحه: دلته میزونه او ځایونه هم شته چې هر څوک یې کارولای شي او خاموشه هم دي.
انټرنیټ: کتابتونونه وایفای او کمپیوټرونه چې انټرنیټ سره وصل دي لري چې هر څوک یې په وړیا ډول کارولای شي.
ډي وي ډي، سي ډي، صوتي کتابونه او آنلاین رسنۍ: کتابتونونه د کتابونو تر څنګ نورې سرچینې هم لري چې په وړیا ډول یې په پور اخیستلای شئ.
ټولګي او لیکچرونه: ډېرۍ کتابتونونه د هر عمر لپاره وړیا ټولګي وړاندی کوي، چې په کې د انګلیسي ژبې ټولګی، انځورګري، او د لیکوالانو سره ناسته شامله ده.
پوهنیزو سرچینو: کتابتونونه کولای شي چې تاسې سره د نورو پوهنیزو سرچینو په موندلو کې هم مرسته وکړي.
ټولنیز فعالیتونه: تاسې کولای شئ چې د خپلې ټولنې غړو سره د لیدنو او غونډو لپاره هم د مخه ځایونه ونیسئ.