د قانوني دایمي اوسیدونکي حالت (ګرین کارټ) لپاره څه وخت او څنګه غوښتنه وکړئ

:تازه یا آپډېټ شوي8/28/2025
کله چې ستاسې اسایلم ومنل شي او یا هم د کډوال په توګه متحده ایالاتو ته داخل شئ، ورپسې ګام د قانوني دایمي هستوګنی یا ګرین کارت لپاره غوښتنه ده. دا مقاله تازه مهالویش، د وړتیا شرطونه، او د غوښتنلیک پروسې مهم ګامونه تشریح کوي، ترڅو تاسو په ډاډ سره د دايمي اقامت په لور خپل سفر ته ادامه ورکړئ.
Image
یو د دايمي اقامت کارت چې نومونه د محرمیت لپاره پټ شوي دي.

کله چې ستاسې اسایلم ومنل شي او یا هم د کډوال په توګه متحده ایالاتو ته داخل شئ، ورپسې ګام د قانوني دایمي هستوګنی یا ګرین کارت لپاره غوښتنه ده. تاسې کولای شئ چې دقانوني دایمي هستوګني د اپلیکشن پروسه سمدلاسه پیل کړئ. پخوا به اسایلم لرونکي یا کډوال د قانوني دایمي هستوګنی یا ګرین کارت اپلیکیشن پروسې پیل کولو لپاره یو کال انتظار کاوه. 

کله چې تاسې د قانوني دایمي هستوګنی لپاره اپلای کوئ نو یواځي په هغه صورت کې یې تر لاسه کولای شئ چې اسایلم د اخیستلو  یا د کډوال په توګه منل کیدو د نیټې څخه را پدیخوا په فزیکي ډول په متحده ایالاتو کې د یو کال لپاره و اوسیږئ. د ماشومانو په ګډون د کورنۍ هر فرد باید د قانوني دایمي هستوګنی لپاره غوښتنلیک ولیږئ. ځینې داسې حالتونه هم شته چې د قانوڼي دایمي هستوګنی کارت په اخیستلو کې شاید تاسې ته مانع شي، د بیلګې په ډول که په ځینو جرمونو محکوم یاست، یا هم متحده ایالاتو حکومت ته مو ناسم بیان ورکړی وي. له همدې امله موږ مو هڅوو چې مخکې له دې چې د کډوالۍ په اړه د وضعیت تغیر یا قانوني دایمي هستوګنی یا LPR ته اپلای وکړئ،  د یو وکیل یا هم د عدلیې وزارت لخوا منل شوي قانوني استاځي سره مشوره وکړئ. 

بلاخره،  که تاسې د کډوالۍ حالت لرئ، نو  تاسې څخه د USCIS لخوا د  ګرین کارت اپلیکیشن لپاره فیس نه اخیستل کېږي خو که تاسې اسایلم لرونکي یاست نو باید یو ایس سي آی ایس ته یا د اپلیکیشن فیس ورکړئ او یا هم د فیس د بښلو غوښتنه وکړئ. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو له ادارې سره د اپلیکېشن د فیس داخلولو یا بښلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د USCIS ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

د ګرین کارت اپلیکیشن لپاره باید تاسې د I-485 فورمه ډکه کړئ چې ورته د ګرین کارت لپاره راجسټر کېدل او هم ورته د حالت سمون وایي. د اسایلم له لارې ګرین کارت اخیستلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د USCIS دغه پاڼه درسره وګورئ. د کډوالۍ له لارې ګرین کارت اخیستلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د USCIS دغه پاڼه درسره وګورئ. 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0