ټرانسپورټیشن
کله چې تاسې خپلې نوې ټولنې ته ورسېږئ، نو باید زده کړئ چې څنګه له یوه ځایه بل ځای ته په اسانۍ لاړ شئ. ډېر خلک په متحده ایالتونوکې موټر چلوي، خو د موټر لرل ګران تمامېږي او کېدای شي په پیل کې ستاسې لپاره اسانه نه وي. ډېری ټولنې یو یا څو ډولونه عامه ترانسپورت لري چې کولی شي تاسې ته د کار ځای (کله چې مو وظیفه وموندله)، هټیو، بانکونو، او نورو ټولنیزو خدماتو ته د رسیدو اسانتیا برابره کړي. د عامه ترانسپورت کارول زده کول او د اړتیا وړ ځایونو ته په خوندي ډول تګ، ستاسې د نوې ټولنې سره د عادت کېدو یو مهم لومړی ګام دی.
عامه ترانسپورت
په متحده ایالاتو کې عامه ترانسپورت په یوی سیمه کی نظر بلی سیمی ته توپیر لري. په ځینو سیمو کې، دا کولی شي تاسو د خوښی هرځای یوسی. په نورو سیمو کې، کیدای شی دا اسانتیایوازې کله ناکله شتون ولری او یا هم چی هیڅکله شتون ونلري.
د عامه ترانسپورت درې لوی ډولونه شتون لري: بسونه، دځمکی لاندی ترانسپورت، او مسافر وړونکي اورګاډي. دغه ترانسپورتی وسیلی د مهال ویش په آساس فعالیت کوی او په ځانګړي په نښه شوي ځایونو کې دریږي ترڅو مسافر ته اجازه ورکړي چې ورڅخه ګټه واخلی. ډیری وخت، تاسو اړتیا لرئ مخکې له مخکې ټیکټ واخلئ یا د عامه ترانسپورت ته د پورته کیدلو پر مهال پیسی ورکړئ. ځینې وختونه، تاسو به ټاکل شوی کرایه یا د بریښنایی ترانزیت کارت ته اړتیا ولرئ ترڅو د کرایې پوښلو لپاره کافي کریډت ولري. ځینې وختونه ستاسو د کرایې لګښت ستاسو د سفر اوږدوالي په آساس ټاکل کیږي. ټرانزیټ کارتونه په سټیشنونو او نورو ځایونو کې شتون لري چیرې چې تاسو کولی شئ د نغدو پیسو یا کریډیټ او یا هم د ډیبټ کارت په کارولو خپل ټرانزیټ کارت بیرته ډک کړئ .
کله چی د خلګو شمیر زیات وي، د ګڼه ګونې په ساعتونو کې ، د عامه ترانسپورت قیمت کیدلای شی چی د ورځې د نورو وختونو پرتله لوړ وي ریل ګاډي او بسونه ممکن د ګړندي ساعت په درشل کې ډیر ډک وي، او په لویو ښارونو کې، کیدلای شی ستاسو منزل ته د رسیدو لپاره لا ډیر وخت ونیسي دا مهمه ده چې د ګړندي ساعت په درشل کې تاسی اضافي وخت په پام کی ولری که چیری ستاسو دنده د وخت حساس لری ترڅو په ټاکلی وخت سره کار ته ورسیږی .
ډیری عامه ترانسپورت د جګ عمر درلودنکو، معلولینو، او امیدواره میرمنو لپاره ښه په نښه شوي، خوندي دناستی ځایونه لري. تمه کیږي چې د وړ صحت لرونکي مسافران به د اړتیا په مهال کې دا څوکۍ تش کړي .
د عامه ټرانسپورټیشن ډولونه
د عامه ټرانسپورټیشن په مرسته خلک کولی شي د موټر پرته په ښار کې سفر وکړي. تاسې اړ یې پدې پوهه شئ چې څنګه په خوندي توګه هغه ډول ټرانسپورټیشن چې تاسې یې کاروئ ورته پورته شئ، سفر پکې وکړئ او بیرته ورنه ښکته شئ. د امریکا متحده آیالاتو کې د عامه ټرانسپورټیشن درې لوی ډولونه شتون لري: بسونه، سب ویز یا ښاري مترو او د تګ او راتګ ریل ګاډي. دا د ټاکلي مهالویش له مخې چلیږي او په ټاکلي موقعیتونو کې د دې لپاره تم کیږي چې مسافرین ښکته شي یا پورته شي. ډیری وختونه تاسې د عامه ټرانسپورټیشن کارولو لپاره د ټیکټ پیرلو ته اړتیا لرئ. ټیکسي او نور د شخصي موټر خدمتونه هم شتون لري، مګر دا عمومآ قیمت دي.
پلي ګرځیدل او بایک چلول
د ترافیکي نښو او اشارو سره ځان اشنا کړئ نو چې کله په خپله ټولنه کې تاسې ګرځئ چې خوندي اوسئ. د پلي تګ لپاره د اړخ پلي لارې او د سړکونو او کوڅو نه تیریدو لپاره ټاکلې لارې یا څنډې وکاروئ.
ډیری ښارونو کې د بایسکل لپاره ځانګړي لیکې شتون لري او په ځانګړي توګه د سایکل چلونکو لپاره ترافیکي او د خوندیتوب مقررات لري. بایک چلول د شاو خوا تګ لپاره عملي او ارزانه لاره ده، مګر ترافیکي مقرراتو باندې پوهیدل او تعقیبول یې مهم دي ترڅو په خوندیتوب سره یې وچلوئ.