د ذهني فشار په مقابل کې عام غبرګونونه

:تازه یا آپډېټ شوي8/26/2025
ذهني فشار هغه وخت رامنځته کېږي کله چې ستاسې بدن د ژوند د بوختیا، ستونزو، یا بدلونونو (لکه نوي هېواد ته کډه کېدل) په وړاندې غبرګون ښکاره کړي. د ذهني فشار عام نښې وپېژنئ او د ارام او متوازن پاتې کېدو لپاره ساده لارې ومومئ.
Image
یو کس چې خپه ښکاري، د صوفې پر سر ناست دی، دستمال په لاس کې نیولی، او له یوه سلاکار سره خبرې کوي چې په کلېپبورډ باندې یادښتونه اخلي.

ذهني فشار فزیکي او رواني فشار ته وایي چې قرباني یې د ګواښ یا تر فشار لاندې وي. کیدای شي چې تاسې ذهني فشار په خپل ژوند کې د ځینو پېښو له امله تجربه کړئ لکه واده، طلاق، راتلونکي ازموینه. همدارنګه کیدای شي چې ذهني فشار په ورځینې ژوند کې هم تجربه کړئ لکه د کوچنیانو پاملرنه او کار کول.    

ذهني فشار بد هم وي او ښه هم: 

  • ښه ذهني فشار موږ خوندي ساتي، هڅوي مو، یا موږ سره په تمرکز کې مرسته کوي. د بیلګې په ډول، ښه فشار کیدای شي چې موږ وهڅوي چې دازموینې لپاره سخته مطالعه وکړو یا په ځغاسته کې تېزه منډه ووهو.   

  • بد فشار هغه ډول فشار ته وایي چې زموږ لپاره کار کول ستونځمن کوي، ستړي کوي مو چې له امله به یې تل د ستړیا احساس کوو. د وخت په تېرېدو سره بد ذهني فشار کولای شي چې زموږ په روغتیا منفي اغېزه وکړي چې په هغې کې د وینې د فشار لوړېدل، د وزن زیاتوالی او دزړه ناروغي شامله ده.  

نوي هیوادته له راتګ وروسته خلک له ډول ډول فشارونو سره مخ کیږي. ممکن نوي فرصتونه، اړیکې او امکانات هم وویني. کیدای شي چې ډیری ننګونې هم له ځانه سره ولري لکه د عزیزانو په اړه اندېښنې، د بیلونو تادیات، او د ژبې زده کړه.  

ذهني فشار ممکن د ځینو ستونځو لامل شي لکه: خوب کولو کې ستونځې، سر دردې، د خېټې درد، خپګان، ستړیا، د تمرکز ستونځه، په یادېدلو کې ستونځه، وېره، او د ستړیا احساس کول. د فشار اداره کول روغتیا ته ګټه رسوي.  

د ذهني فشار کنټرول کولو لارې

له خبرونو وقفه واخلئ - په هیواد کې مو ناخوالې ممکن د ذهني فشار لامل شي نو له همدې امله غوره ګڼل کیږي چې په اړه یې له خبرونو وقفه واخلئ. هره ورځ د ټاکلي کم وخت لپاره خبرونه وګورئ یا یې ولولئ او ډاډ تر لاسه کړئ چې لږ تر لږه د خوب څخه دوه ساعته د مخه خبرونه مه ګورئ. هڅه وکړئ چې د تاوتریخوالي څخه ډک عکسونه یا ويډیوګانې ونه ګورئ.  
د بدن له فشار څخه ځان خلاص کړئ - تاسې کولای شئ چې د تمرین، اوږد یا ژور تنفس کولو له لارې ځان د ذهني فشار څخه خوندي کړئ. کله چې تمرین کوئ نو پخپله تمرین مو وجود ته خبر ورکوي چې تاسې د ګواښ څخه خوندي یاست. داسې تمرینونه ستاسې د بدن آرامښت ته په ستنېدو کې مرسته کوي.  

پوره خوب وکړئ - خوب کول یو له هغو مهمو شیانو دی چې ستاسی د وجود په بیا رغونه او ارامښت کې ونډه لري. کوښښ وکړئ چې هره ورځ په عین وخت ویده شئ او عین وخت له خوبه پاڅیږئ. دا به ستاسې د وجود سره مرسته وکړي تر څو د خوب کولو عادت جوړ کړي. کفئین، مرچ لرونکي خواړه ونه خورئ او برقي آلو څخه د ویده کیدو دوه ساعته دمخه ډډه وکړئ تر څو د شپې ښه خوب ولرئ.  
د ذهني فشار څخه د لیری کیدو یا ارامښت لپاره ځان ته وخت ورکړئ - د هغه چا سره وخت تېر کړئ چې درته ګران وي، فلم وګورئ، یو څه پاخه کړئ، سندرې ووایئ، یا هر هغه څه وکړئ چې ترې خوند اخلئ.  
د ملاتړ تر لاسه کولو وخت وپیژنئ -که چېرې په اونۍ کې ډیرې ورځې تر فشار لاندې یاست او د ذهني فشار له امله سم کار نشئ کولای، او یا ذهني فشار تاسې ته داسی احساس درکوي چې ګوندې ژوند کول بې ارزښت دی نو د مرستې غوښتنه وکړئ. که تاسی له داسې ستونځې څخه کړیږئ نو کولای شئ چې ډاکټر ته ورشئ، مذهبي مشر سره خبرې وکړئ، یا د بیا مېشتېدنې د قضیې کار کوونکي سره اړیکه ونیسئ. دوی کولای شي چې تاسې ته د شته حلونو په اړه معلومات درکړي. تاسی کولای شئ چې د نورو معلوماتو لپاره ۹۸۸ شمارې ته چی د کړکېچ سیمییزه کرښه ورته وایي زنګ ووهئ.  

د مرستې تر لاسه کولو په اړه د نورو معلوماتو لپاره زموږ دا مقاله درسره ولولئ: په سختو حالاتو کې د ملاتړ تر لاسه کول

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0