د هغو کوچنیانو سره مرسته کول چې د ډار، اندېښنې او فشار سره مخ وي

په ماشومانو کې د وېری، اندېښنې او فشار عامې نښې
کوچني ماشومان شاید داسې کلمې ونه لري چې خپل احساسات بیان کړي، او احساسات یې اکثرأ په چلند کې څرګندیږي. لاندې د ویرې، اندیښنې او فشار هغه نښې دي چې په کوچنیانو کې څرګندیږي:
په خوب کولو کې ستونځه لکه کوچني یواځې خوب نشي کولای، په مکرر ډول پاڅیدل، بد خوبونه لیدل یا بستر لندول.
هغه عادتونو ته ستنیدل چې له دې یې په لږ عمر کې کول.
د مور، پلار یا پالونکي څخه د بیلیدو ویره.
د نویو ویرو او اندیښنو را منځته کېدل او د خپګان وروسته د ځان د ارامولو توان نه لرل.
د بدن په اړه شکایتونه (لکه د معدې درد، سر درد او داسې نور.)
د کوچنیانو سره مو مرسته کول او فشار اداره کول
د مور او پلار یا پالونکي په حیث تاسې په غوره ډول کولای شئ چې د خپل کوچني سره د تیرو شویو پیښو په هیرولو او بیا رغونه کې مرسته وکړئ، اندیښنې اداره کړئ، او نوی چاپیریال سره یې برابر کړئ. لاندی ځینې هغې لارې چارې دي چې د ماشوم سره مو د فشار په اداره کولو کې مرسته وکړئ.
د کوچنیانو سره مو یو ځای پاتې کېدو ته وخت ورکړئ، ورسره وغږیږئ او ورته ووایاست چې تاسې د خوندي ساتلو لپاره ورسره یاست.
که تاسې باید چېرې ولاړ شئ دوی ته ووایاست چې چېرې ځئ او کله بیرته راځئ. دوی سره داسې توکې پریږدې چې پیژني یې او دوی ورسره د خوندیتوب احساس کوي.
له ویروونکو انځورونو او خبرو څخه یې لری وساتئ.
یو معمول جوړ کړئ چې پکې د ویښیدو، خوړلو او ویده کېدلو لپاره ټاکل شوي وختونه شامل وي.
له هغوی سره د هغوی د خوښې لوبې وکړئ لکه د خوښې سندرې ویل یا ځانګړی کیسې کول.
خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړئ چې خپلې خبرې وکړي، او په خپله ژبه ورسره ورپیښې شوی ستونځې په هکله ووایي او خپل احساسات بیان کړي.
که مو کوچني بد چلند کوي، احساس یې درک کړئ، او دوی ته د ځواب ویلو لپاره ښه او ډیره مثبته لاره استعمال کړئ.
کله چې ستاسې ماشوم ستونځمن چلند ولري، ارام اوسئ. دا به د دوی په ارامولو کې مرسته وکړي او دوی به پوه شي چې تاسې سره خوندي دي.
په کوچنیانو کې د چلند نښی: کله باید مرسته وغواړئ
ستاسې کوچني د رغیدو او سمون لپاره وخت ته اړتیا لري. په هر صورت، چلند یې وګورئ او د ملاتړ لپاره د خپل ماشوم ډاکټر، ښوونکي، د قضیې کار کوونکي او یا مشاور ته ورشئ:
که چېرې ستاسې د کوچني مزاج یا چلند نه ښه کېږي یا نور هم خرابیږي.
که چېرې ستاسې ماشوم د خپل جسم په اړه په مکرر ډول شکایتونه لري (لکه د سر درد، د معدې درد او داسې نور.)
که چېرې ستاسې ماشوم د هغه مهارت په بیرته تر لاسه کولو کې ستونځه لري چې مخکې یې درلود او یا هم د ودی په اړه یې انديښمن یاست.
که چېرې ستاسې ماشوم ځان یا نورو ته د زیان رسولو په اړه خبرېه کوی یا په زیان رسوونکي چلند کې ښکېل وي.