تاسې څنګه کولای شئ چې په طبي ملاقاتونو کې د ژباړې خدمات تر لاسه کړئ

:تازه یا آپډېټ شوي7/17/2025
د متحده ایالاتو د قانون له مخې هیڅوک نشي کولای چې هغه چاته چې په انګلیسي ژبه خبرې نه کوي د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څخه ډډه وکړي.
Image
​​د یوې ښځې ژباړونکي عکس چې هیډسیټ یې اغوستی او له لپټاپ سره کار کوي.

ښه طبي پاملرنه د ښو اړیکو پورې اړه لري. ډاکټران، نرسان، او نور طبي مسلکي خلک باید د دې وړتیا ولري چې د ناروغ د مرض نښې نښانې او اندیښنې درک کړي. ناروغان هم باید په دې پوه شي چې دوی ته د طبي خدماتو وړاندې کوونکي څه وایي. که تاسې په انګلیسي ژبه روانې خبرې نه کوئ نو باید تل د ژباړونکي غوښتنه وکړئ.    

په متحده ایالاتو کې قانون وایي هیڅوک نشي کولای چې هغه چاته چې په انګلیسي ژبه خبرې نشي کولای د طبي خدماتو وړاندی کولو څخه ډډه وکړي. همدارنګه هر هغه طبي مسلکي اداره چې د فدرالي حکومت څخه پیسې تر لاسه کوي لکه میډیکیډ یا میډیکیر باید په وړیا ډول هغو خلکو ته چې اړتیا ورته لري د ژباړې خدمات وړاندی کړي. دلته د طبي پاملرنی او ژباړې په اړه ځینې پوښتنې او ځوابونه یې ذکر کوو .  

زه څنګه د ژباړن غوښتنه وکړم؟ 

ځینې داسې لارې شته چې تاسې یې له مخې ژباړن تر لاسه کولای شئ. تاسې کولای شئ چې ووایې (.No English. I speak Pashto) که تاسې په اپواینټمینټ کې یاست، کولای شئ چې د (I speak) کارډ د طبي خدماتو وړاندې کوونکي ته وښایاست. تاسې کولای شئ چې دا کارت چاپ کړئ او په خپله بټوه کې یې وساتئ او یا هم یې خپل تیلیفون کې ډاونلوډ کړئ. تاسې کولای شئ چې د (I speak Pashto) یا (زه په پښتو خبرې کوم) کارت د ډونلوډ لپاره زموږ د مقاله په اخر کې لینک ته ورشئ.   

زه څنګه ډاډ تر لاسه کړم چې دوی زما د طبي ملاقاتونو پر مهال ما لپاره د ژباړې خدمات لري؟  

کله چې تاسې صحي مرکز ته د ملاقات لپاره ورشئ نو  دمرکز غړو ته ووایاست چې تاسې ژباړونکي ته اړتیا لرئ او خپله ژبه هم ورته ووایاست. کله چې تاسې د ملاقات لپاره زنګ وهئ نو خپلې خبرې داسې پیل کړئ (.No English. I speak Pashto). تاسې باید دا جمله څو ځلې تکرار کړئ او صحي مرکز باید تاسې ته ژباړن د تیلیفون په لیکه حاضر کړي. کله چې ژباړن په تیلیفون حاضر شي ډاډ تر لاسره کړئ چې ژباړن خبر کړئ تر څو راتلونکي اپواینټمڼتونه هم درته واخلي. په همدې توګه ورته ووایاست چې تاسې ته راتلونکو ملاقاتونو لپاره هم ژباړن درکړي.  

زما ماشوم په انګلیسي ژبه روانې خبرې کولای شي آیا دوی کولای شي چې زما ژباړه وکړي؟ 

هېڅکله مو ماشوم باندې ژباړه مه کوئ که څه هم ستاسې ماشوم په انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي ځکه چې دا ستاسې ماشوم په خورا ستونځمن حالت کې اچوي او دوی شاید غلط هم شي. طبي خدماتو وړاندې کوونکي اکثرأ په چټکۍ خبرې کوي او داسې کلمې کاروي چې مغشوشوونکي وي. که څوک حتی د یوې کلمې غلط تعبیر وکړي نو کیدای شي چې ستاسې روغتیا په خطر کې واچوي. طبي متخصصین هېڅکله باید ماشوم څخه د ژباړې غوښتنه ونه کړي. تاسې هم تل د مسلکي ژباړن غوښتنه وکړئ.   

زما د کورنۍ غړی لوی دي او په انګلیسي ژبه هم روانې خبرې کوي. آیا زه یې د ژباړن په توګه کارولای شم؟ 

ستاسې د کورنۍ غړې باید ستاسې لپاره ژباړه ونه کړي. دوی شاید د انګلیسي ژبې په طبي اصطلاحاتو خبر نه وي او ستاسې د طبي اړتیاو ژباړه کول ورته ستونځمن، فشار راوړونکي یا نا راحته کوونکي وي. طبي متخصصین باید هېڅکله د کورنۍ یا ملګرو څخه د ژباړې غوښتنه ونه کړي. تل د مسلکي ژباړونکي غوښتنه وکړئ.  

زه باید څه وکړم که چیرې زما د اپواینټمینټ پر مهال ژباړونکي چمتو نه وي یا که طبي خدماتو وړاندې کوونکي د ژباړونکي د راوستلو څخه انکار وکړي؟ 

تاسې باید څو ځلي د ژباړن غوښتنه وکړئ. که چیرې د څو ځلو غوښتنو وروسته بیا هم تاسې ته ژباړن در نه کړای شي نو تاسې یې د تصمیم په اړه ځینې اختیارونه لرئ.   

  • تاسې کولای شئ چې په اړه یې د منیجر سره خبرې وکړئ. 

  • تاسې کولای شئ چې په اړه یې شکایت درج کړئ چې تاسې ته ژباړن نه درکول کېږي. 

  • تاسې کولای شئ چې کیس ورکر ته مو زنګ ووهئ، که تاسې کیس ورکر لرئ نو هغه کولای شي چې ستاسې وکالت وکړي.   

که تاسې ته بیا هم ژباړن نه درکول کېږي نو تاسې پوره حق لرئ چې تصمیم ونیسئ چې آیا تاسې د دوی خدمات لاهم غواړئ. په یاد ولرئ چې د طبي او نورو مسلکي خلکو سره خبرې کول ستاسې د صحت لپاره ډیر اړین دي.  

تاسې هم کولای شئ چې:  

  • د ادارې سره رسمي شکایت درج کړئ. ټولې ادارې باید د شکایتونو څانګه ولري او دوی حق نه لري چې د ناروغانو شکایت وغورځوي. 

  • د کیس ورکر سره مو اړیکه ټینګه کړئ چې تاسې سره په ګډه ادارې ته یې زنګ ووهي تر څو تاسې ته په راتلونکي کې ترجمان درکړي.  

  • د مدني حقونو ادارې سره هم کولای شئ چې شکایت درج کړئ.  

لاندې د (I speak) کارت لپاره لینک دی. تاسې کولای شئ چې دا کارت په خپل تلیفون کې ډاونلوډ کړئ یا په خپل بټوه کې د ساتلو لپاره یې چاپ کړئ: 

Image
یوه چاپېدونکې کارت چې په کې لیکل شوي وي: سلام. زه [       ] ژبه خبرې کوم. مهرباني وکړئ، ما ته یو مسلکي ژباړن پیدا کړئ.
ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0