د کریډیټ کارت په اړه ځان پوهول

کریډیټ کارت یو مالي وسیله ده چې له لارې یې کولای شئ پور واخلۍ او ژر یې بیرته اداء کړئ. پور اخیستل او بیرته ژر سپارل تاسې سره د کریډیټ په سابقه جوړولو کې هم مرسته کوي او کله چې تاسې په راتلونکي کې پور غواړئ نو بانکونه ستاسې سابقه په پام کې نیسي. که چېری تاسې په یوه میاشت کې دننه د کریډیټ کارت پیسې بیرته ورکړئ نو تاسې فیس نه ورکوئ. که چېری تاسې په بشپړ ډول د کریډیټ کارت ټولې پیسې بیرته تادیه نه کړئ نو باید تاسې د هغه مقدار چې لا هم یې پوروړي یاست سود ورکړئ. کله چې ستاسې په پور یوه میاشت تیره شي نو بیا سود یې خورا لوړ وي او هغو پیسو ته ور اضافه کیږي چې تاسې یې په پور کې لرئ. که چېری تاسې په ټاکلی موده پور بیرته اداء نه کړئ نو د سود برسیره د تأخیر فیس به هم ورکوئ نو ځکه کریډیټ کارت یواځې باید د هغه توکو او خدماتو لپاره وکارول شي چې په یوه میاشت کې یې بیرته اداء کولای شئ. که څه هم کریډیټ کارت او ډیبیټ کارت ورته ښکاري خو په معنی کې یو له بله توپیر لري. ډیبیټ کارت ستاسې د بینک پیسې دي چې د مصرف په صورت کې سمدستي ستاسې د بانک څخه د مصرف په ډول خارجیږي.
زه څنګه کولای شم چې کریډیټ کارت تر لاسه کړم؟
کله چې بانکونه کریډیټ کارت درکوي نو ستاسې غوښتنلیک په کلکه ارزیابي کوي. بانکونه تل غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې هغه پیسې چې په پور درکوي، باید بیرته یې تر لاسه کړي. بانک یو بل بنسټ سره اړیکه نیسي چې د کریډیټ اتحادیه ورته وایي تر څو ستاسې د پور اخیستلو په اړه ستاسې سابقه وګوري چې پوه شي چې تاسې نور پورونه اخیستي او د بیرته مو پور پر وخت اداء کړی. د کریډیټ اتحادیه تل ستاسې سابقې او پور اخیستلو ته په کتو تاسې ته ستاسې کریډیټ سکور برابروي. بانک یواځې هغه چا ته کریډیټ کارت ورکوي چې د شخص کریډیټ سکور د هغوی د سټنډرد مطابق وي. کریډیټ سکور به سوشیل سیکیوریټي سره اړیکه لري او د کریډیټ ورکولو اکثره کمپنیانې د پور غوښتلو پر فورمه ستاسې د سوشیل سیکیوریټي نمره درڅخه اخلي. که تاسې غواړئ چې د خپل کریډیټ سابقه جوړه کړئ نو لومړئ باید سوشیل سیکیوریټي تر لاسه کړئ او بیا کریډیټ کارت لپاره غوښتنلیک ورکړئ.
که چیری زه د کریډیټ سابقه ونه لرم نو څه به وشي؟
د کریډیټ سابقې نه لرلو په صورت کې یوه لاره شتون لري چې تاسې د کریډیټ سابقه یا شمیرې یې جوړی کړئ. که چېری تاسې نقدي پیسې د پیشکي په صورت کې ورکړئ، نو ځینې بانکونه تاسې ته د پیل کوونکي په توګه کریډیټ کارت درکوي. تاسې نشئ کولای چې د پیشکي څخه زیاتې پیسې مصرف کړئ. که چېری تاسې پیسې بیرته په وخت ورکړئ نو وروسته به تاسې ته استاندارډ کریډیټ کارت ورکړل شي چې پیشکي ته هم اړتیا ونه لري. تاسو کولای شئ چې هره میاشت د خپل په کریډیټ کارت کې د تادیه شوې مقدار په ورکولو سره هم د کریډیټ سابقه جوړ کړئ.