د هوایي ډګرونو او الوتکو لپاره د الوتنی آداب

:تازه یا آپډېټ شوي7/22/2025
د هوايي سفر لپاره دا لارښوونې تعقیب کړئ ترڅو ستاسې سفر اسانه، خوښونکی، او ارام وي.
Image
د الوتکې د کابین دننه، مسافر په قطارونو کې ناست دي، او یو پرواز خدمتګار په لار کې ولاړ دی.

کله چې تاسی په الوتکه کې سفر کوئ، ډاډ تر لاسه کړئ چې تاسې خوندي یاست او د خپلو مسافرینو ملګرو درناوی کوئ. د هوایي سفر لاندې لارښوونې تعقیب کړئ تر څو سفر مو اسانه، خوندور او راحته وي. 
1. هوایي میدان ته پر وخت ولاړ شئ په ځینو هوایي ډګرونو کې د امنیت څخه تیریدل او درواځې ته رسېدو لپاره درې یا له دریو ساعتو هم ډېر وخت نیسي. 
2. خپل سیټ بیلټ تر هغه تړلی وساتۍ تر څو په الوتکه کې د سیټ بیلټ تړلو سیګنل بند شي. 
3. د نورو مسافرو ځای ته احترام ولرئ. 
4. هره الوتکه د خدمت لپاره کار کوونکي لري چې تاسې سره د چوکۍ په موندلو کې مرسته کوي، د اوږد سفر پر مهال اوبه او خواړه درته چمتو کوي، او د یخ پر مهال کمپلې درکوي. 
5. کله چې څوک غواړي چې د سيټ څخه ووځی نو ودریږئ او لاره ورکړئ. تاسې اجازه لرئ چې خپله څوکۍ پریږدئ او د سیټ بیلټ د سیګنل د بندېدو وروسته په الوتکه کې قدم ووهئ . 
6. په الوتکه کې تل تشنابونه شتون لري چې کولای شئ استعمال یې کړئ. پر تشنابونو نښې شتون لري چې ښایي اشغال شوي یا خالي يي پرې لیکلي وي. 
7. تاسې باید (په هوایی ډګر کې او د انتظار په ځایونو کې) خپلو ماشومانو سره هر وخت اوسئ. او الوتکې ته له ځانه سره کتابونه یا هم د ساعت تیرئ وړی لوبې راوړائ شئ. 
8. کله چې الوتکه کښیني نو کوښښ مه کوئ چې د سیټونو تر منځ لاره بنده کړئ. 
9. د الوتکې په نظافت کې مرسته وکړئ او کله چې د الوتکې کار کوونکي کثافات ټولوي نو کثافت مو ورکړئ.

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0