د ورک شوي عزیز په څېر د نه حل شوي غم سره مبارزه

:تازه یا آپډېټ شوي7/23/2025
د شخړې، کړکېچ، او بې‌ځایه کېدو پر مهال، خلک کولای شي له خپلو کورنیو یا خوږو کسانو سره تماس له لاسه ورکړي. دا مقاله تشریح کوي چې دا حالت څنګه ستاسې پر فزیکي او رواني روغتیا اغېز کولای شي.
Image
د یوه سړي انځور چې پر څوکۍ ناست دی او سمندر ته ګوري او تر څنګ یې یوه بله خالي څوکۍ ایښې ده.

د جګړو او ناورین پر مهال یا ترې وروسته، خلک ممکن د یو داسې شخص ورکیدل تجربه کړي چې ورته نږدې وي. داسې حالتونه د لاندې دلایلو له امله رامنځته کېږي: 

  • په سفر کې یو له بله جلا کېدل 

  • پټیدل 

  • نیول کېدل یا زندان ته وړل کېدل 

  • برمته کېدل 

  • د جګړې په سیمه کې اوسېدل او د خبرو توان نه لرل 

  • د نا معلوم علت له امله ورکېدل   

 ناڅرګند یا مبهم زیان هغه وخت پېښيږي، کله چې هغه کس چې تاسې ته نږدې وي ورک شي او برخلیک يې ناڅرګند وي. دا واقعه د مرګ په څېر نه وي، بلکه دا یوه نه حل شوې وضعیت وي چې رواني ستونځې زېږوي او د اوسني رواني ستونځو تدواي ستونځمنوي. داسې ستونځه ډېری وختونه د دوامداره اندېښنې، د یواځېتوب، او ملامتیا احساس راپاروي او د مخ پر وړاندې د تګ کولو توان ته صدمه رسوي.  

 ناڅرګند یا مبهم زیان دردناک وي او عام غبرګونونه یې په لاندې ډول دي:  

  • دوامداره تشویش: د یو شخص یا د هغې پیښې په اړه چې تر سره شوي وي یا واقع کېږي دوامداره تشویش لرل کیدای شي چې نور فعالیتونه ستونځمن کړي لکه دنده یا کورنۍ پاملرنه.   

  • د بې وسۍ شدید احساس: تاسې ممکن داسې احساس وکړئ چې باید یو څه وکړئ چې ويې مومئ یا یې په اړه مرسته تر لاسه کړئ خو یا نه پوهېږئ چې څه وکړئ او یا یې توان نه لرئ.    

  • د ګناه احساس کول او داسې احساس کول چې ولې ژوندي یا خوندي یاست: پدې کې کیدای شي د لاندې په اړه بد احساس کول شامل وي: د خوښۍ شیبې درلودل، هغه خواړه خوړل چې د هغه کس خوښ و، یا په هغو فعالیتونو کې ښکېلتیا چې هغه کس ترې خوند اخیسته. 

  • داسې احساس کول چې تاسې مخته نه شئ تلای: په داسې حالت کې چه ښايي روښانه وي چې یو شخص مړ دی خو مرګ یې تر اوسه تایید شوی نه وي او داسې احساس کوئ چې غم نشئ کوئ او نه هم مخته تلای شئ ځکه چې ډاډه نه یاست. 

کله چې خلک په نوي هیواد کې د مېشته کېدو هڅه کوي نو اضافي ذهني فشار د ځینو شیانو له امله رامنځته کېږي لکه د نوي چاپېریال سره د سمون هڅه کول، دنده تر لاسه کول، بېلونه ورکول، نوې ژبه زده کول او د ماشومانو ملاتړ کول. د ملاتړ سیستمونه او پېژندل شوې سرچينې چې معمولأ تاسې سره مرسته کوي ممکن ستاسې په نوي چاپېریال کې شتون ونه لري. ناڅرګند زیان چې ورسره ډېر ذهني فشار مل وي د لاندې ستونځو لامل کيږي: 

  •  د ناروغه کیدو پرته د سر درد او یا د خېټې درد 

  • په اشتها کې تغیر، د معمول څخه ډېر یا لږ خواړه خوړل 

  • په ویده کېدلو او مسلسل خوب کولو کې ستونځه یا ډېر خوب کول 

  • په اسانۍ سره پرېشانه کېدل 

  • ډېر ژړېدل 

  • د وېرې زیاتوالی 

  • په تمرکز کې ستونځه 

  • په یادولو کې ستونځه 

  • د خلکو څخه ځان لېرې کول 

  • له نورو سره ناسته کې نا راحاتي 

که تاسې د ناڅرګند زیان سره لاس او ګریوان یاست نو ممکن تاسې د خپل علاج لپاره اضافي ګامونو ته اړتیا ولرئ، لکه:  

  • له نورو سره اړیکه ټینګه کړئ: د باوري سرچينو لکه ملګري، د کورنۍ غري یا مذهبي مشرانو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړئ. د نورو سره اړیکه کولای شي د آرامش او تړاو احساس درکړي. 

  • یو معمول خپل کړئ: په خپل ورځني مهالوېش کې ثبات وساتئ، په شمول د منظم خوب او د خوړو وخت. یو جوړ شوی معمول د خوب کیفیت ته وده ورکوي او د خواړو عادتونو تنظیم کولو کې مرسته کوي. 

  • ځان مشغول وساتئ: د فشار کمولو او عمومي هوساینې ته وده ورکولو لپاره تمرین، لمونځ، یوګا، سندرې ویل، یا پخلي په څېر فعالیتونو کې بوخت اوسئ. د اندېښنو اداره کولو او خپل ذهن پاکولو لپاره مؤثره لارې ومومئ. 

  • په فزیکي فعالیت کې بوخت شئ: په خپل ورځني ژوند کې د فشار کمولو او آرامۍ ته وده ورکولو لپاره حرکتونه شامل کړئ. د ذهني فشار لېرې کولو، او د بدن آرامول لپاره تمرین وکړئ لکه نرمښت، ژوره ساه اخیستل، او آسانه تمرینونه کول لکه پلې تګ کول یا یوګا کول. 

  • ځان‌ ساتنې ته لومړیتوب ورکړئ: هغه فعالیتونو ته وخت ورکړئ چې تاسې ته آرام درکوي او ستاسې د رواني روغتیا ملاتړ کوي. که دا د ژور ساه اخیستلو تمرینونه وي، لمونځ، یا نور اراموونکي عادتونه وي. ځان‌ ساتنې ته لومړیتوب ورکړئ ترڅو خپلې رواني زغم زیات کړئ. 

  • د اړتیا په صورت کې نوره مرسته وغواړئ: که تاسې خراب وخت لرئ یا د خپګان احساس کوئ د مرستې غوښتنه مه هیروئ. تاسې کولای شئ ۸-۸-۹ شمارې ته زنګ ووهئ یا د هغه چا سره اړیکه ونیسئ چې تاسې یې باور لرئ، لکه یو مذهبي مشر یا ستاسې ډاکټر. که تاسې خپل ځان ته د زیان رسولو احساس کوئ یا امید له لاسه ورکوئ، سمدستي د رواني روغتیا مشاور ته زنګ وهلو یا ۸-۸-۹ ته زنګ وهلو سره مرسته ترلاسه کړئ. ستاسې هوساینه مهمه ده، او داسې خلک شتون لري چې تاسې سره په سختو وختونو کې مرسته کولای شي. 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0