د سوشیل سیکیوریټي (SSN) شمېره څه ده او څنګه یې تر لاسه کړم تر څو وکولای شم چې په متحده ایالاتو کې کار وکړم؟

:تازه یا آپډېټ شوي8/28/2025
په متحده ایالاتو کې د کار کولو، کریډیټ جوړولو، او ډیرو خدماتو ته د لاسرسي لپاره د سوشیل سیکوریټي شمېره (Social Security number) ډېره مهمه ده. زده کړئ چې څنګه ورته غوښتنلیک ورکړئ، کله به یې ترلاسه کړئ، او څنګه یې د هویت غلا څخه خوندي وساتئ.
Image
د سوشیل سیکوریتي کارت نمونه

د سوشیل سیکیوریټي شمېره یوه ځانګړی د نهه اعدادو شمېره ده چې د متحده ایالاتو لخوا صادریږي چې په عمومي ډول د دولت لخوا د افرادو د عایداتو او مالیاتو د تعقیبولو په موخه کارول کېږي. د متحده ایالاتو ټول اتباع، ګرین کارت لرونکي، او غیر اتباع چې په متحده ایالاتو کی کار کوي باید د سوشیل سیکیوریټي شمېره ولري. کله چې دنده پیل کوئ نو تاسې به د سوشیل سیکیوریټي شمیرې ته اړتیا ولرئ. په همدی ډول که غواړئ چي پور واخلئ، کریډیټ کارت ته غوښتنه وکړئ او یا مو د کریدت سابقه جوړه کړئ او یا هم کور په کرایه ونیسئ نو باید د سوشیل سیکیوریټي شمېره ولرئ.  

که چېری تاسې غواړئ چې د کارکولو اجازې سند ته د I-765 د فورمی په واسطه اپلای وکړئ، نو باید سوشیل سیکیوریټی ته هم اپلای وکړئ چې په همدی فورمه کی د دوهم پارټ (13a-17.b) برخې باید ډکی کړئ. کله چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو یا (USCIS) اداره مو اپلیکشن ومني، نو تاسې به دوه اسنادونه تر لاسه کړئ: یو به مو د کار د اجازی سند وي چې(EAD) او هم ورته “USCIS I-766 کارت” یا “د کار کولو اجازه” وایی تر لاسه کړئ.  یو بل پاکټ به هم تر لاسه کړئ چې په هغی کی به ستاسې سوشیل سیکیوریټي کارت وي چي ستاسې نوم او د سوشیل سیکیوریټي نمره به پری لیکل شوی وي.  

که چېری تاسې د I-485 فورمې له لارې ګرین کارت ته اپلای کوئ نو سر له ۲۰۲۱ کال اګست ۲۱ څخه د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره به ستاسې په اړه معلومات په اټومات ډول سوشیل سیکیوریټي دفترته ولېږدوي. کله چې سوشیل سیکیوریټي دفتر ستاسې په اړه معلومات تر لاسه کړي نو تاسې ته به د سوشیل سیکیوریټي نمره، یا هم بدیل کارت یې درکړي. د کډوالۍ د دفتر او د سوشیل سیکیوریتي دفتر تر منځ دا همکاري  به ستاسې د I-485 پر فیس اغیز نه لري.  

مهمه ده چې د سوشیل سیکیوریټي نمره مو خوندي وساتئ. که غله او درغلچیان ورته لاسرسی پیدا کړي نو کولای شي چې په غیر قانوني ډول ستاسې پر نوم ګټی او پورونو لپاره غوښتنه وکړي یا یی په نورو جرمونو کې استعمال کړي. یواځی په داسې صورت کې یی له ځانه سره واخلئ کله مو چې ورته اړتیا وه، کنه نو په کور کې یی خونډي وساتئ. تاسې باید هر هغه اسناد چي ستاسې سوشیل سیکیوریټي نمبر ولري خوندي وساتئ او هر هغه بریښنایی سندونه چي ستاسې سوشیل سیکیوریټي شمېره لري هم یی خونډي کړئ.  

که څه هم هر څوک کولای شي چې د سوشیل سیکیوریټی نمره مو درڅخه وغواړي، اما عمومأ تاسې یی یواځی د کار ګومارونکي، دولتي اداری یا بانک ته ورکړئ که چېری ستاسې د پور، نغدي حساب یا د سپما حساب یا هم د کارت اخیستلو لپاره یی درڅخه وغواړي. 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0