د بیړني بکسې چمتو کول

:تازه یا آپډېټ شوي7/17/2025
یو بیړنی بکسه به درسره مرسته وکړي چې چمتو اوسئ که چېرې ستاسې ټولنه له کومې طبیعي یا ناوریني پېښې اغېزمنه شي.
Image
د یوه کلیپبورډ انځور چې د بیړني توکو د چک‌لیست پاڼه پرې نښلول شوې ده.

د بیړنیو حالتونو پر مهال چې د بیلګې په ډول د طوفان یا زلزلې په څېر پېښو له امله را منځته کېږي، برېښنا، اوبه، خواړه، ترانسپورت او مخابراتي شبکې ممکن د څو ورځو یا حتی اونیو لپاره اغیزمن شي. بیړنۍ بکسه جوړه کړئ او داسې ځای کې یې وساتئ چې ورته سمدستي لاسرسي ولرئ  تر څو په خپل ټولنه کې د هر ډول بیړني حالت په صورت کې ترې ګټه پورته کړئ. لاندې ځینې هغه مواد دي چې تاسې یې په خوندي توګه په انتقالېدونکي پلاستیکي بکسه یا (بکسونو) کې ځای پر ځای کولای شئ: 

 

  •  فلش لایټ او اضافي بیترۍ 

  •  درې ورځو لپاره د نه خرابیدو وړ خواړلکه په قطیو کې یا وچ شوي خوراک (په یاد ولرئ چې خوراک او اوبه مو هرو شپږو  میاشتو کې تازه کړئ) 

  •  تاسې او څارویو ته مو د درېو ورځو لپاره د اوبو ذخیره (د هر شخص لپاره د ورځې یو ګیلن اوبه سپارښتنه شوی) 

  • که کوچنی لرئ، د درې ورځو لپاره د فارمولې یا چمتو شوي خواړه، ډایپر، پاکولو او د کوچني لپاره مو نورې اړینې توکې 

  • د تیلیفون او یا د چارج وړ بیټرۍ او چارجولو لپاره سولر چارجر یا بریښنایي کڅوړه 

  •  ګرځنده د بیټریو په واسطه چلیدونکی رادیو، او اضافي بیټرۍ 

  •  د لومړنیو مرستو بکسه او لارښود 

  •  د کورنۍ د غړو لپاره اړین درمل 

  •  د سرپوښ خلاصوونکي آله 

  •  نغدې پیسې (ماتې پیسې غوره ده) او کریدیټ کارتونه 

  •  قوي بوټان 

  •  ستاسې د مهمو شخصي اسنادونو کاپي 

  •  ویسل یا شپېلک 

  •  د جیب چاقو او د بیا کارونی وړ د خوړو لوښي 

  •  په یوه واټر پروف (پنروک) بسته کې ساتل شوي اورلګیټ 

  •  کمپلې 

  •  ګرمې جامې 

  •  پلاستیکي کالي یا خلطې تر څو د باران څخه خوندي اوسئ 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0