په متحده ایالاتو کې د کور کرایه کولو وړتیا

:تازه یا آپډېټ شوي8/28/2025
په متحده ایالاتو کې د مناسبې بیې هستوګنې په پیدا کولو کې ستونزه لرئ؟ دا مقاله تشریح کوي چې ولې د کورونو لګښتونه دومره لوړ دي، په ځانګړي ډول د نوي راغلو کسانو لپاره، او عملي مشورې او سرچینې وړاندې کوي ترڅو تاسې سره مرسته وکړي چې د کرایې بازار درک کړئ او داسې ځای ومومئ چې ستاسې وس ورسېږي.
Image
د دوو کسانو انځور چې بېلابېل ډول کورونه ګوري، چې هر یو یې د خپل ډول له مخې بیه ټاکل شوې ده. سړی خپل لاس اوږد کړی او د منځني کور په لور اشاره کوي.

که په متحده ایالاتو کې یاست او کور موندل درته ګران وي نو تاسې یواځې نه یاست. دم مهال د متحده ایالاتو په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د ارزانه کورونو موندلو بحران شتون لري چې نه یواځې نوي راغلي کډوال یې اغیزمن کړي بلکه د متحده ایالاتو اتباعو یې هم سرګردانه کړي. د ارزانه کور تعریف داسی دی چې تاسې د مالیې ورکولو وروسته د خپل عاید ۲۵ سلنې څخه ډیری پیسې د کور په کرایه کولو ورنه کړئ. له بده مرغه ډیری خلک، خصوصأ نوي راغلي کډوال د خپل سوچه عاید له ۴۰٪ تر ۵۰٪ د کور په کرایه ورکوي.   

د کورونو د کرایی په لوړوالي کې ځینې فکتورونه دخیل دي. تر ټولو لوی فکتور یې د خلکو لخوا د کورونو  ډیره تقاضا او دکورونو لږه عرضه ده. که چېری په مارکېټ کې د خلکو د کورونو لټون د کورونو د عرضې په تناسب زیات وي نو د کورونو کرایه لوړیږي.      

 ځینې سیمې او ښارونه په متحده ایالاتو کې نسبت پر ځینو نورو ځایو ته د کرایې په تناسب لوړ وي. که چېرې تاسې پلان لرئ چې له هغه ځای څخه چې په کې میشت یاست بل ځای ته کډه شئ نو تاسې باید د همغه سیمې د کور کرایه کولو په قیمت او د اوسیدلو په عمومي مصارفو پوه شئ. که غواړئ چې په عموم ډول د متحده ایالاتو په هر ایالت، میټرو ساحه، ښار، او یا هم کونټي کې پر مصارفو (چې د کور کرایې هم پکې شاملې دي) پوه شئ نو د ماساچوسیټس د تکنالوجۍ  انسټیټیوټ لخوا جوره شوی کالکیولیټر درسره وګورئ. 

ارزانه کور موندل اسانه نه دي خو موږ درته لاندې ځینې لارښوونې لرو چې کېدای شي په ارزانه کور موندلو کې درسره مرسته وکړي: 

  • که امکان یې وي تل خپل انتخابونه د اوسني اوسیدلو حالت لپاره د بدلیدو وړ وبولۍ تر څو چې تاسې د کرایی یو مناسب کور ومومئ. که تاسې کرایه پر وخت ورکړئ، او په قراردا کې لیکل شوي قوانینو څخه سرغړونه ونه کړئ او د کور مالک سره ښې اړیکې ولرئ نو تاسې به په اسانه د کور مالک سره د قرارد پای ته رسیدو په صورت کې نوي قرارداد لاسیک کړئ، خصوصأ کله چې تاسې بل ځای کې د خپل وس مطابق کور نشئ کرایه کولای. په همدې ډول به تاسې وکولای شئ چې د اوسني کور مالک مثبت الفاظ د بل کور په اپلیکېشن کې هم استعمال کړئ.  

  • د کریډیټ اسکور مو ښه وساتئ. 

  • د کور لټولو لپاره پلان ونیسئ او د ټولو سرچېنو استعمال ته وخت ورکړئ چې په هغې کې ستاسې د بیا میشتیدنې ادارې کېس ورکر، ستاسې سپانسر، د ټولنې ګروپونه چې تاسې سره د نوي راغلي کډوال په حیث مرسته کوي او دولتي ایجنسیانې شاملې دي. خلکو سره خبری کول تر ټولو غوره لاره ده چې تاسې یې د کور په لټون کې استعمالولای شئ. له همدې امله، د خپلو همکارانو، ګاونډیانو، ملګرو او د ملګرو ملګرو، خپلوانو د بیا میشتیدنې ادارې کېس ورکرانو سره تماس ونیسئ. حتی هر څوک چې پیژنۍ ترې وپوښتئ چې که چېرې دوی ته د کرایې لپاره د کوم کور په هکله معلومات وي، او هم په لاندې ویبپاڼو کې پرلپسې پلټنې وکړئ: Trulia, Zillow, Realtor.com, Rent.com, Apartments.com, Hotpads, Airbnb, 4Stay, RentCafe. 

  • د څیړنې پر مهال حقیقت ومنئ، د خپلې اړتیا مطابق تر ټولو لږو کوټو لرونکي کور لپاره کرایه وسنجوئ چې تاسې غواړئ تادیه یې کړئ، او بیا د برق، اوبو او غاز بیلونه هم درسره وسنجوئ. د کور خاوند یا د پراپرټۍ مینیجمینټ شرط ګڼي چې ستاسې سوچه عاید باید د کور کرایې څخه درې چنده لوړ وي. تاسې کولای شئ چې په خپله دغه اعداد محاسبه کړئ. که چېرې ستاسې د ټول کور سوچه عاید ۵۰۰۰ ډالر وي نو دغه عدد په ۰،۳۳ کې ضرب کړئ چې تاسې ته به ۱۶۵۰ عدد درکړي. په داسې حالت کې باید تاسې داسې د کرایی کور پسې وګرځئ چې د شاوخوا میاشتې ۱۶۵۰ ډالره کرایه ولري. 

  • د کرایي کورونو په بازار کې رقابت زیات دی. چمتو اوسئ تر څو د کور څښتن یا د کرایې د مینیجمینټ کمپنۍ ته لاندې ټول اسناد وړاندې کړئ: 

    • د کار ګومارونکي لخوا په کورنۍ کې د ټولو کار کوونکو وګړو لپاره د تیرو دوو یا دریو میاشتو د معاش ثبوت 

    • د بانک اوسنۍ سټیټمینټ کاپیانی چې (د اکونټ یواځې څلور اخری شمېرې په کې شتون ولري) 

    • د امکان په صورت کې د پخواني کور مالک، ګومارونکي او د خپلې بیا مېشتېدنې ادارې مسؤلینو رفرینس 

    • د اړتیا په صورت کې ټول د دولتي مرستې اسناد او د نغدي مرستې رسیدونه 

    • که د سوشیل سیکیوریټي شمېره نه لرئ نو I-94 د سفر اسناد 

اعلامیه: دا مقاله د کډوالو د کورونو د حل لارې Refuge Housing Solutions برنامې سره په شراکت چمتو شوی. Refuge Housing Solutions د کلیسا نړیوال خدمت یا Church World Service یو پروژه ده چې تمویل یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا کېږي.
ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0