کلتوري سازګاري

:تازه یا آپډېټ شوي10/24/2024
کلتوري سازګاري داسې یوه پروسه ده چې په اوږدمهال کې پیښیږي. دا پروسه د مختلف خلکو لپاره مختلف ده، مګر د دې پروسې ځینې مرحلې دي چې ډیری خلک یې تیروي کله چې یوه نوي کلتور کې ځان ته سمون ورکوي.

په متحده ایالاتو کې له کلتور سره عادت اخیستل

کله چې تاسې متحده ایالتونو ته کډه شئ، ممکن د خوښۍ او تشویش احساس ولرئ. پداسې حال کې چې په متحده ایالتونو کې خپل نوي ژوند ته مخه کوئ، تاسې به د عادت اخیستو بېلابېل پړاونه احساس کړئ.

له کلتور سره عادت اخیستل څلور پړاونه لري. د هر پړاو موده او شدت یی توپیر لري. کیدای شي تاسې یو پړاو څو ځلې تجربه کړئ یا هم یو پړاو هېڅ تجربه نکړئ.

د خوښۍ پړاو: تاسې په متحده ایالاتو کې د خپل ژوند په اړه د خوشحالۍ احساس کوئ.

د کلتوري ټکان پړاو: پداسې حال چې تاسې له یوې نوې او مختلفې ټولنې سره ځان بلدوئ، اندېښمن او مغشوش احساس کوئ.

د عادت اخیستو پړاو: تاسې په خپلی نوي ټولنه کې د ثبات احساس کوئ. تاسې په ورځني فعالیتونو کې راحت یاست.

د تسلط پړاو: تاسې له خپل نوي ژوند او دود سره د راحت احساس کوئ. کیدای شي له ستونځمنو حالتونو سره مخامخ واوسئ، خو د  تړاو لرلو یو احساس لرئ.

Image
Cultural Adjustment

په متحده ایالاتو کې له نوي ژوند سره د عادت اخیستو په لړ کې له دغو لارښوونو ګټه واخلئ تر څو در سره د کلتوري ټکان او فشار پر وخت په مقابله کې مرسته وکړي.

  •   انګلیسي زده کړئ چې په کار موندنه کې درسره مرسته وکړي، له نویو خلکو سره وګورئ او ملګري پیدا کړئ.

  •  داوطلب کارونه یا ورزشي لوبې وکړئ او په ټولنیزو پروګرامونو کې ونډه واخلئ له نورو سره اړیکې پیدا کړئ.

  •  خپل دود وپالئ او له نورو سره یې شریک کړئ. د بېلګې په توګه، خپل دودیز خواړه پخول، خپل دینی احکام عملي کول او موسیقي غږول.

  •  دا ومنئ چې د کورنۍ حالت ممکن بدلون ومومي. د بېلګې په توګه، ماشومان ممکن ژر ځان عیار کړي. حوصله ولرئ او د خپلې کورنۍ له غړو سره واضح او صادقانه وغږېږئ.

  • ځیني امریکایي ټولنیز اصول زده کړئ. د بېلګې په توګه، ایا پوهیږئ چې ډیری امریکایان په دې باور دي چې د کار موندنې په مرکه کې مخامخ کتل د احترام نښه ده؟

  •  زغم او احترام ولرئ. په متحده ایالتونو کې بېلابېل نژادونه، عقیدې، دودونه او جنسي تمایلونه موجود دي. مهمه ده چې نورو ته درناوۍ وکړئ، حتی که هغوی له تاسو څخه توپیر هم لري.

مهمه ده په یاد ولرئ چې له کلتور سره عادت اخیستل یو پړاو دی. په نوي ټولنه کې د ژوند عیارول وخت نیسي. که تاسې نوره مرسته غواړئ، د خپلی بیا میشتیدنې له ادارې څخه وپوښتئ.

Image
Self sufficiency and self advocacy
Image
Cultural Adjustment
Image
Screenshot of Settle In app
Image
App Icon

د سېټل اېن Settle In App ډاونلوډ کړئ

د خپل د زده کړې د پرمختګ تعقیبولو لپاره لنډو ویډیوګانو، تعاملي درسونو او نښونښانو ته لاسرسی ومومئ. سېټل اېن Settle In ستاسو د بیا میشتیدنې سفر په جریان کې ستاسو د لارې ملګری دی.

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
4
0