په متحده ایالاتو کې د خوراک د اخیستلو لارښود

:تازه یا آپډېټ شوي7/23/2025
په متحده ایالاتو کې بېلابېل ځایونه شته چې تاسې کولای شئ له هغو څخه خوراکي توکي وپیرئ. بیه، کیفیت، او انتخاب به دا پورې اړه ولري چې له کوم ځایه پېرود کوئ.
Image
د خلکو انځور چې په یوه سوپرمارکېټ کې د خوراکي توکو پېرودلو بوخت دي.

په متحده ایالاتو کې د خوراکي توکو د پیرودلو ځایونه کېدای شي یو له بله توپیر ولري. د دی لپاره چې په ارزانه بیه خوراکي توکی وپیرئ ممکن وخت بهتره وي چې هغه هټیو ته ورشئ چېری چې خوراکي توکی هم ارزانه وي او هم ښه کیفت ولري اګر که لیری هم وي.  ځینی وخت داسی هم کېدای شي چې تاسې ډیرو پلورنځیو ته ورشئ تر څو هغه توکی ومومۍ چې تاسې ورته اړتیا لرئ. که تاسې ځیرک تیلیفون لرئ یا هم کمپیوټر ته لاسرسی لرئ نو کولای شئ چې د  ګوکل په څیر د نقشی اپلیکیشن وکاروئ تر څو هغه ځایونه ومومئ چې خواړه پکې پلورل کېږي.   

لاندې هغه عام ځایونه دي چې په متحده ایالاتو کې خلک ترې خوراکي توکي پېري: 

  • سوپر مارکېټونه معمولا په ارزانه توګه د هر قسم خوراکي توکو لپاره غوره انتخاب دی. اونیز ارزانه توکی، کوپانونه د سوپر مارکېټونو پر ویبپاڼو، د تیلیفون پر ایپونو او د سوپر مارکېټونو په خبرپاڼو او فلایرو کې موندلای شئ. دا پلورنځای اکثرا تاخچې لري چې نړیوالی توکي په کې شتون لري چې ممکن د خپل هیواد دودیز خواړه هم پکې ومومئ. 

  • د بکس پلورنځایونه خورا لوي پلورنځي دي چې خواړه پلوري او تقریبا هر څه چې تاسې ورته اړتیا لرئ په داسې دوکانونو کې شتون لري لکه د کور سامان، او کالي. تقریبا هر وخت داسې دوکانونو ته د عامه ګټو بسونه نه ځي چې شاید ستاسې تګ ورته هم ستونځمن وي. اما قیمتونه یې شاید تر ټول غوره وي. والمارټ او ټارګیټ د بکس د پلورنځیو یو له هغو مثالونه څخه دي چې خوراکي توکی پلوري. 

  • د کونج پلورنځئ او کوچني دوکانونه په ګاونډ کې هغه ځنځیري دوکانونه دي چې د اړتیا مواد پلوري مګر عموما نرخونه یې پورته وي ځکه چې دوی ته رسیدل اسانه وي او کله کله ۲۴ ساعته یې دروازي د مشتریانو پر مخ خلاصی وي. د کونج دوکانونه شاید په هغه صورت کې ګټور وي کله چې تاسې یو څو توکو ته اړتیا لرئ او یا هم د پخلي لپاره مرچ او مسالی ته اړتیا لرئ اما تاسې داسی دوکانونه باید د ورځنۍ خریدارئ لپاره استعمال نه کړئ.  

  • ځانګړي پلورنځي خواړه پلوري چې ډیری وختونه د ځانګړو هیوادونو، کلتورونو او خاصو خوړو پوری تړلی وي. تاسې شاید داسی خاص دوکانونه خپلی سیمی ته نږدی ومومۍ چې داسی توکی پلوري چې پیدا کول یې ګران وي او کیدای شي چې داسی ریسیپیانی هم پکې ومومۍ چې ستاسې د هیواد له مشهور خواړو څخه وي. ځینی نور خاص دوکانونه خاص خوراکي مواد خرڅوي لکه پنیر، مساله جات، ماهي، غوښه، او خواږه.  

  • د کروندګرو مارکېټونه په ښارونو یا ښارګوټو کې ټاکل شوي ساحي لري چېری چې کروندګر تازه میوی او سبزیجات پلوري. دا بازارونه په هغه فصلونو کې چې ترکاري وده کوي عموما د اونۍ په دوران کې په خاصو ورځو کې خلاص وي. په ځینو ګرمو اقلیمونو کې د بزګرانو بازارونه د کال په اوږدو کې خلاص وي. که څه هم ځینی وختونه لږ ګران هم وي، داسی مارکېټونو د صحي ، تازه سیمیزو خوراکي توکو لپاره خورا مهم دي. تاسې کولای شئ چې انلاین یا هم د ګاونډ له غړو د بزګرانو د مارکېټ په اړه وپوښتۍ چې کېدای شي ستاسې په ګاونډ کې فعالیت ولري.  

په یاد ولرئ: دا تل ښه ده چې په ټولنه کې مو د خوراکي توکو د پیرود لپاره د فرصتونو څخه خبر اوسئ. دا زده کړه تاسې ته ستاسې پیسی سپمولی شي او هم کولای شئ چې په لوړ کیفیت خواړه واخلئ. 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0