د پلور مالیه څه ته وایي؟

د پلور مالیه هغې مالیې ته وایي چې د ایالتونو لخوا په ځینو هغو توکو لږول کېږي چې تاسې یې پیرئ. ځینې ایالتونه ښارونو او ښارګوټو ته اجازه ورکوي چې د توکو د خرڅلاو پر مهال د ایالت د مالیې سربېره خپل د ښار مالیه هم وراضافه کړي. که ستاسې ایالت، ښار یا یا ښارګوټی د پلور مالیه اخلي نو تاسې به یې پر رسید د مالیې اندازه وګورئ چې ستاسې د توکو پر قیمت وراضافه شوی وي.
په ۲۰۲۲ کال کې ۴۵ ایالتونو او د کولمبیا ولسوالۍ (ډي سي) د پلور مالیه راټوله کړه او پینځو ایالتونو د پلور مالیه نه وه راغونډه کړی. ځینو نورو ایالتونو پر ځینو محدودو توکو لکه خوراکي مواد، کالي (تر یوه اندازه) او ځینو نورو توکو مالیه نه واردوي. که چیرې تاسې په آنلاین بڼه یو څه پېرئ چې د بل ایالت څخه راوړل کېږي نو تاسې به د خپل ایالت لخوا لګول شوی مالیه پرې ورکوئ. د خپل ایالت ویب سایټ ته ورشئ تر څو پر دې پوه شئ چې ستاسې ایالت پر توکو څومره مالیه لګوي.
ځینې ایالتونه د کال په جریان کې د پلور مالیې رخصتي هم لري یعنې په ځینو توکو د رخصتۍ پر مهال ممکن مالیه نه وي وضع شوي. اکثره داسې ایالتونه د مالیاتو رخصتي په اوړي کې لمانځي تر څو میندې او پلرونه وکولای شي چي د تعلیمی کال په مناسبت خپلو کوچنیانو ته د مکتب لپاره مواد، کمپیوټرونه او کالي د مالیاتو ورکولو څخه بغیر وپیري. ځینې نور ایالتونه خلک هڅوي چې هغه توکې وپیري چې انرژی سپما کوي یا هم د طوفانونو د مخنیوي توکو باندې هم د مالیاتو د رخصتۍ له امله مالیات نه وضع کوي. په ماسچوسیټ کي تاسې کولای شئ چي هر هغه توکې چې قیمت یې له ۲۵۰۰ ډالرو کم وي د مالیاتو ورکولو پرته وپیرئ. د نردوالېټ/Nerdwallet دا مقاله درسره ولولئ تر څو په خپل ایالت کې د مالیاتو رخصتۍ وختونه وپیژنئ.