د کور څخه ویستل یا (Eviction) څه ته وایي؟

:تازه یا آپډېټ شوي7/22/2025
که چېری تاسې د کرایي کور په قرارداد کې لیکل شوي مقررات مات کړئ، یا کرایه نه ورکوئ نو ستاسې د کور خاوند کولای شي چې ستاسې پر وړاندې قانوني اقدام وکړي او تاسې له کوره وباسي. ستاسې له کوره ویستل ستاسې قرارداد هم پای ته رسوي چې ورته (Eviction) وایي.
Image
په میز باندې د یوې خلاصې پاکت انځور چې دکوره ویستلو خبرتیا (ایویکشن نوټیس) پکې ده.

د کور څخه ویستل یوه قانوني پروسه ده چې د مالک له لوري پلي کیږي چې پګې تاسې ته د کور د پریښودلو ویل کیږي او د اجارې/کرایي قرارداد پای ته رسولو ته لار هواروي. د کور څخه د ویستلو خط شاید تاسې د پوستې له لارې تر لاسه کړئ او یا هم شاید تاسې ته د خط په توګه یو ګمارل شوي کس راوړي. که چیری تاسې له کور څخه وویستل شئ نو په راتلونکي کې ستاسې د کور په کرایه کولو تاثیر غورځوي.  

کوم د لایل د کور څخه د ویستل کیدلو سبب کیږي او باید څنګه ورڅخه ځان وژغورو:   

  • د کرایې نه ورکول د شړلو تر ټولو عام لامل دی. په ډیری ایالتونو کې که تاسې پر وخت کرایه ورنه کړئ نو د قانون له مخې ستاسې د کور مالک باید تاسې ته په لیکلي ډول خبر درکړي چې تاسې مشخصې ورځې لرئ تر څو کرایه ورکړئ او یا هم له کوره ووځئ. که تاسې په دې اړه تصمیم ونه نیسئ نو د کور خاوند تاسې د قانون له مخې ویستلای شي. په ځینو نورو ایالتونو کې د کور څخه د ویستلو لپاره لیکلی خط ته اړتیا نشته او د کور کرایې نه ورکولو په صورت کي د کور مالک تاسې له کور څخه د قرارداد مطابق ویستلای شي. په همدی لحاظ، په هر ایالت ګې چې میشت یاست، د کور د قرارد مطابق باید پر وخت کرایه ورکړئ او هم مهمه ده چې د کور مالک سره تل په اړیکه ګې یاست او د هر څه یې خبر ساتئ. که چیری تاسې کرایه ګې تاخیر کوئ نو د کور مالک مو سمدستي خبر کړئ چې تاسې کرایه لږ وروسته تادیه کوئ. ستاسې د کور مالک مجبور نه دی چې ستاسې خبره ومني خو ممکن تاسې سره په دې اړه جوړجاړی وکړي. په یاد ولرئ که چیری تاسې خپله کرایه دوه یا ډیر ځلی وروسته ورکړئ نو ځان د کور څخه د ویستل کیدو په خطر ګې اچوئ.   

  • مهمه ده چی په قرارداد ګې لیکل شوي مقررات په بشپړ ډول ولولئ او ځان پرې پوه کړئ. که تاسې مقررات مات کړئ یا هم په قرارداد ګې لیکل شوي ځینې مقررات له پامه وغورځوئ نو تاسې به د کور څخه د شړلو له خطر سره مخ شئ. د بیلګی په توګه، که چیری قرارداد ګې د څارویو د نه ساتلو ویل شوي وي نو مه یې ساتئ. یا هم د کرایې په قرارداد ګې د لیکل شوو افرادو څخه اضافه کسان په کور ګې مه ساتئ. که چیری تاسې د کور مالک څخه لفظي یا لیکل شوی خبرداری تر لاسه کړ چې پګې تاسې د مقرراتو په ماتولو تورن یاست، نو د حل لپاره یې سمدستي اقدام وکړئ.   

  • که چیری تاسې په غیر قانوني فعالیتونو ګې لاس لرئ نو شاید له کوره وویستل شئ. که چیری تاسې د کوم کار په مشروعیت مطمين نه یاست لکه د پیسو ګټل، نو د خپلط ټولنیزو خدمتونو له ادارط سره اړیکه ونیسئ او خپله پوښتنه مو مطرح کړئ. 

که چېری زه د کور څخه د ویستل کېدو په اړه خط تر لاسه کړم نو باید څه وکړم؟  

له پامه یې مه غورځوئ! سمدستي لاس په کار شئ او لاندې لارښوونې عملي کړئ:  

  •   د خپل د کور مالک سره مخامخ خبری وکړئ او د کور څخه د نه وتلو لارو چارو په اړه ورسره د نظر تبادله وکړئ.  

  •  که د کور مالک سره مو په اړه یې د حل لاره نشئ موندلای نو سمدستي قانوني مرسته وغواړئ. که تاسې د بیا مېشتېدنې ادارې سره په اړیکه کې یاست نو هغوی کولای شي چې تاسې سیمیزو ارګانونو ته معرفي کړي تر څو ارزانه یا په وړیا ډول تاسې ته قانوني مرسته برابره کړي.   

که تاسې د بیا مېشتېدنې ادارې سره په اړیکه کې نه یاست نو دا سرچینې کیدای شي چې تاسې سره په ارزانه یا وړیا ډول قانوني مرستې په موندلو کې مرسته وکړي.   

  •  په State Side Legal مؤسسې لیست کي تاسې کولای شئ چی د ایالت په کچه د قانوني خدماتو چمتو کوونکی ومومئ که چېری د مالي پلوه ورته وړ یاست. همدارنګه تاسې کولای شئ چې دا نقشه استعماله کړئ تر څو په سیمه کې نږدې شرکت ومومئ.   

  •  Legal Services Corporation (LSC) یوه غیر انتفاعي اداره ده چې د متحده ایالاتو د دولت لخوا منځ ته راوړل شوی او په متحده ایالاتو کې مېشتو لږ عاید لرونکو وګړو ته قانوني مرستې برابروي. د دې ادارې پر ویبپاڼه خپل ادرس ولیکئ تر څو د دغې ادارې څانګه خپل میشت ځای ته نږدی ومومئ.   

په یاد ولرئ چې د یو مسؤلیت لرونکي کرایه دار په توګه تاسې حقوق هم لرئ. تاسې هیڅوک له کوره نشي شړلای که تاسې د قرارداد د اصولو مطابق کرایه ورکوئ. او د کور مالک تاسې له کوره په دې خاطر نشي ویستلی چې هغوی بې ځایه شکایت ولري او یا تاسې ورته ډیر شکایتونه کوئ، او یا پر تاسې په ناحقه د قانون د ماتولو یا په دروغو د کور د نه حفاظت پړه اچوي. که تاسې داسې فکر کوئ چې تاسې بغیر له کوم دلیل څخه له کوره شړل شوي یاست نو د وکیل څخه قانوني مرسته وغواړئ تر څو د کور مالک سره دعوی وکړي او تاسې د کور د قرارد تر پوره کېدو په کور کې پاتې شئ. 

د مسؤلیت ردولو بیانیه: دا مقاله د کډوالو د هستوګنې د حل لارې یا Refugee Housing Solutions سره په ملګرتیا جوړه شوی. د کډوالو د هستوګنې د حل لارې د کلیسا د نړیوال خدمات یا CWS یوه پروژه ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت لخوا یې مالي ملاتړ شوی.
ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0