د پیسو مدیریت

:تازه یا آپډېټ شوي10/30/2024
د امریکا متحده آیالاتو کې د ژوندانه لګښت ډیر لوړ کیدی شي. تاسې اړ یې د خپلو پیسو سره احتیاط وکړئ، ترڅو د هغه څه نه ډیرې پیسې مصرف نکړئ څومره مو چې وس کیږي.
Image
Money Management

بانکداري

ډیری امریکایان خپلې پیسې په بانک کې ساتي ځکه چې د امریکا متحده آیالاتو حکومت لخوا تضمین شوي دي. دا پدې معني دی چې که چیرې پیسې ورکې شي یا د بانک څخه غلا شي، نو د امریکا متحده آیالاتو حکومت به یې بیرته تادیه کوي. تاسې اړ یې د بریښنایی بانکدارۍ، کریډیټ، ډیبیټ، بودیجې، او د مالیاتو تادیه کولو په اړه زده کړه وکړئ.

بانکونه بیلابیل خدمتونه وړاندې کوي پشمول د حسابونو چې تاسې پکې خپلې پیسې ساتئ. د جاري حساب له لارې تاسې کولی شئ د چیک، ډیبیټ کارت یا د بیل بریښنایی تادیه په کارولو سره خپل لګښتونه تادیه کړئ. د ډیری امریکایانو له آنده د نغدو پیسو ګرځولو پرتله دا خوندي او ډیر راحت دی، مګر تاسې باید د هغه پیسو نه ډیرې مصرف نکړئ څومره چې په خپل حساب کې لرئ. که تاسې ډیرې مصرف کړئ نو باید فیس یې ورکړئ.

د سپما حساب د اوږد مهاله موخې لپاره د پیسو سپمولو لاره ده. تاسې بیاهم کولی شئ هرکله خپلې پیسې وباسئ، مګر د دې کار لپاره تاسې باید بانک ته لاړ شئ یا په ATM (د صرافۍ اتومات ماشین) کې ډیبیټ کارت وکاروئ. دا حسابونه ممکن پدې اړه ځینې ځانګړي مقررات هم ولري چې په حساب کې باید څومره پیسې پاتې شي او څومره ځله او څومره مقدار پیسې ایستلی شئ.

Image
Money Management
Image
Money Management

کریډیټ او ډیبیټ

د امریکا متحده آیالاتو کې د پیسو پور کولو لپاره ډیری لارې شتون لري. ترټولو مناسب لاره یې د کریډیټ کارت کارول دي، مګر پدې اړه ممکن ټاکلی محدودیت وي چې د کریډیټ کارت په کارولو سره تاسې څومره پیسې پور کولی شئ، او تاسې لنډ وخت لرئ چې د ټکټانې تادیه کولو پرته یې بیرته تادیه کړئ. د لوی پورونو لپاره، لکه د یوه نوي موټر پیرلو لپاره، امریکایان مستقیم د بانک څخه د پور لپاره غوښتنه کوي.

د پیسو پور کولو پرمهال مهم موارد دي چې باید په پام کې ونیول شي. که تاسې کوچنی مقدار پیسې پور کړئ او خپل پور بیرته ژر ورکړئ، نو تاسې به د ښه کریډیټ تاریخچه جوړه کړئ. د دې کار کولو ترټولو اسانه لاره د کریډیټ کارت کارول دي. پور ورکونکي د کریډیټ تاریخچه کاروي چې وارزوي د دې احتمال څومره دی چې تاسې به خپل پورونه بیرته تادیه کړئ. که ستاسې د کریډیټ تاریخچه ښه وي، نو ستاسې لپاره به آسانه وي چې د موټر په څیر کوم شي لپاره پور واخلئ.

په هرصورت، که تاسې په وخت د خپل پور تادیه کولو کې مشکل ولرئ، ممکن د حقوقي پایلو سره مخ شئ. علاوه لدې، تاسې باید په ډیری پورونو باندې سود ورکړئ کوم چې د هغه پیسو مقدار ډیروي کومې چې تاسې باید تادیه کړئ.

سود یا ټکټانه څه شی دی؟

سود د پور اخیستل شوي مقدار پیسو سلنه ده کوم چې پور ورکونکي ته د هغوی د پیسو کارولو د امتیاز په توګه ورکول کیږي. د سود نرخونه سره توپیر لري. کله چې تاسې پیسې پور کوئ (د کریډیټ کارت په کارولو سره یا د بانک څخه د پور اخیستلو سره)، تاسې به سود تادیه کوئ. لنډمهاله پورونه او کریډیټ کارتونه عمومآ د بانک څخه د اوږدمهاله پورونو پرتله د سود لوړ نرخ لري. په پور د سود محاسبه کول د پور د بیرته تادیه کولو پلانونو جوړولو مهمه برخه ده او تل باید په پام کې ونیول شي کله چې پور اخلئ.

کله چې تاسې ځینې د سپما حسابونو کې پیسې اچوئ، تاسې ممکن سود وګټئ ځکه چې بانک ستاسې پیسې نورو ته د پور ورکولو لپاره کاروي. د سپما حسابونو باندې د سود لوړ نرخونه عمومآ پدې اړه د محدویتونو سره مل وي چې څومره او کله تاسې خپلې پیسې ایستلی شئ.

کریډیټ او ډیبیټ کارتونه

ډیبیټ کارتونه او کریډیټ کارتونه نږدې یو شان سره ښکاري، مګر یو مهم توپیر لري. دواړه مخامخ یا په انټرنیټ کې د شیانو او توکو اخیستلو لپاره کارول کیدی شي، مګر ډیبیټ کارت ستاسې د سپما یا جاري حساب نه مستقیم پیسې وباسي. کریډیټ کارت د پیرود لپاره تاسې ته پیسې پور کوي او که تاسې هره میاشت ستاسې د کریډیټ کارت اظهارلیک کې پاتې بیلانس تادیه نکړئ، نو تاسې اړ یې سود یې تادیه کړئ.

ستاسې سفري پور

مهاجرین د امریکا متحده آیالاتو ته د خپل سفر لګښت تادیه کولو لپاره د سود پرته پور ترلاسه کولو مستحق دي. د دې پور لپاره، تاسې نه غوښتل کیږي چې د ژمنتیا یاددښت لاسلیک کړئ په کوم کې چې تاسې موافقت کوئ چې په 46 میاشتو کې خپل پور بیرته تادیه کوئ. تاسې به لومړی بیل د امریکا متحده آیالاتو ته ستاسې د راتګ په شپږ میاشتو کې ترلاسه کړئ. د سمدلاسه میاشتني تادیاتو له لارې خپل د سفر پور بیرته تادیه کول ستاسې لپاره لومړی فرصت دی چې د امریکا متحده آیالاتو کې د ښه کریډیټ تاریخچه جوړه کړئ. که تاسې تادیه کولو کې کوم مشکل لرئ، سمدلاسه یې خپل د بیا میشتیدنې دفتر ته ووایی.

د بودیجې جوړول

تاسې د خپلو شخصي مالي چارو د مدیریت کولو مسؤلیت پخپله په غاړه لرئ، مګر ستاسې د بیا میشتیدنې اداره کې کارمندان تاسې سره بودیجې جوړولو کې مرسته کولی شي. بودیجه به تاسې سره مرسته وکړي پوهه شئ چې تاسې څومره پیسې لرئ، څومره تاسې مصرفولی شئ، او څومره تاسې سپمولی شئ.

تاسې هره میاشت اړ یې د خپل لومړني ژوندانه لګښتونو او نورو مصرفونو لپاره تادیه وکړئ. که تاسې اوږدمهاله اهداف لرئ لکه د کور پیرل، هرکله چې تاسې د خپلو لومړني مصرفونو د پوښلو لپاره کافي پیسې ولرئ، تاسې ممکن وغواړئ چې هره میاشت یو څه مقدار پیسې د سپما حساب کې واچوئ.

Image
Money Management ATM

د مالیاتو تادیه کول

د امریکا متحده آیالاتو کې مالیات د مهاجرینو پشمول، د ټولو اوسیدونکو لخوا کارول کیدونکي ډیری خدمتونو لپاره تادیه کوي. مالیات د عامه تعلیم؛ د سړکونو او لویو لارو ترمیم؛ د پولیسو، اطفایه، او بیړني خدمتونو؛ او د ټولنیز خدمت پروګرامونو لپاره تادیه کوي.

د امریکا متحده آیالاتو کې میشت خلک درې ډوله مالیات تادیه کوي:

د عایداتو مالیات. هرڅوک چې کار کوي د فدرال عایداتو مالیه ورکوي، او د ځینې آیالتونو اوسیدونکي د آیالت عایداتو مالیه ورکوي. دا مالیات ستاسې د کارګومارونکي لخوا ستاسې د معاش څخه ګرځول کیږي.

د شخصي ملکیت مالیات. ځایی حکومتونه ستاسې د ملکیت لاندې کورونو، ځمکې، او ودانیو په سر مالیات ټولوي. ستاسې د کور مالک دا مالیات د هغه ملکیت په سر ورکوي چې تاسې کرایه کړی. ځینې ځایی حکومتونه په موټرو هم د ملکیت مالیات اخلي.

د پلور یا خرڅلاو مالیات. په ډیری آیالتونو کې، خلک په هغه توکو او شیانو د پلور مالیات ورکوي چې پیري یې. د پلور مالیه د توکي د قیمت سربیره وي. په ځینې آیالتونو کې د توکو ځینې کټګوریو باندې د پلور مالیه نشته، لکه خوراکي توکي او درمل. د نورو توکو او موادو لکه سګرټ او الکول لپاره، مالیه لوړه کیدی شي.

Image
Screenshot of Settle In app
Image
App Icon

د سېټل اېن Settle In App ډاونلوډ کړئ

د خپل د زده کړې د پرمختګ تعقیبولو لپاره لنډو ویډیوګانو، تعاملي درسونو او نښونښانو ته لاسرسی ومومئ. سېټل اېن Settle In ستاسو د بیا میشتیدنې سفر په جریان کې ستاسو د لارې ملګری دی.

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
21
0