په متحده ایالاتو کی روغتیایی پاملرنه

:تازه یا آپډېټ شوي7/7/2026
د متحده ایالاتو روغتیايي سیستم پېچلی دی او کېدای شي په لومړیو کې د پوهېدو لپاره ستونزمن ښکاره شي.
په یاد ولرئ چې ستاسو د ملاتړ شبکه کولی شي ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایي او تاسو ته لا زیات معلومات درکړي

په متحده ایالاتو کې د روغتیا په پوښښ پوهېدل

په متحده ایالاتو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ډېری وخت د روغتیايي بيمې لرلو پورې تړلی وي، کومه چې د طبي لګښتونو په ورکولو کې مرسته کوي. د روغتیا د پوښښ څو ډولونه شتون لري:

مېډيکېډ (Medicaid): یو دولتي پروګرام دی چې د كم عايد لرونکو خلکو لپاره وړیا يا د كم لګښت روغتیا بيمه برابروي، چې ځینې کډوال او نوي راتلونکي هم پکې شامل دي. د وړ كيدو شرطونه له ایالت څخه ایالت ته توپير لري.

د کار له لارې بيمه: ډېری دندې د روغتیا بيمه د کاري امتیاز په توګه وړاندې کوي. کېدای شي تاسې اړ شئ چې د هغې یوه برخه د خپل معاش له لارې ورکړئ.

بازار موندل شوې بيمه: که تاسې د مېډيکېډ لپاره وړ نه یاست او نه هم د کار له لارې بيمه لرئ، نو کولای شئ د روغتیا بيمې بازار څخه بيمه واخلئ. د عاید په کچه پورې تړلې مالي مرسته هم کېدای شي درسره موجوده وي

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکي

په متحده ایالاتو کې د روغتیايي خدمتونو بېلابېل وړاندې کوونکي شته. دلته ځینې عام وړاندې کوونکي ذکر شوي دي

عامه روغتیايي څانګې: د ناروغیو پر ضد د واکسین خدمتونه برابروي او نور د مخنیوي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، لکه د نري رنځ (تـي‌بي) معاينه او درملنه. د مخنیوي روغتیايي خدمتونه هغه خدمتونه دي چې د ناروغیو د رامنځته کېدو څخه مخکې یې مخه نيسي. اکثره وخت د وخت اخیستل (اپاینټمنټ) اړینه وي.

ټولنیز کلینیکونه او روغتیايي مرکزونه: بنسټیز روغتیايي خدمتونه او د ذهني روغتیا مشورې برابروي. ځینې یې د غاښونو درملنه او د سترګو معاينه هم کوي. په ښارونو کې ځینې کلینیکونه ځانګړو ناروغانو ته درملنه کوي، لکه حامله ښځې یا هغه کسان چې د HIV/AIDS ناروغۍ لري

کلینیکونه د شخصي بيمې او مېډيکېډ (د كم عاید لرونکو کسانو لپاره دولتي بيمه) قبلوي، او ډېر یې د ناروغ د توان او مالي حالت له مخې فیس اخلي

خصوصي ډاکټران يا خو عمومي ډاکټران وي او يا هم متخصصین. عمومي ډاکټران د عمومي روغتیا پاملرنه کوي، لکه کلنۍ د بدن د عمومي وضعیت څارنه.

متخصصین یوازې په یو ځانګړي طبي برخه کې کار کوي. ځینې متخصصین د ځانګړو ډلو خلکو درملنه کوي، لکه ښځې يا ماشومان. نور بیا د بدن په یوه برخه یا سیستم کې تخصص لري، لکه زړه، سترګې یا پښې

د خصوصي ډاکټر لیدلو لپاره تاسو ته حتمي د وخت اخیستل (اپاینټمنټ) پکار دی. مخکې له دې چې ډاکټر ته ولاړ شئ، اکثره وخت باید وښایئ چې د درملنې د لګښت توان لرئ یا بيمه لرئ.

که بيمه ولرئ، کېدای شي بیا هم د ملاقات پر وخت یو وړوکی فیس يا کو-پي ورکړئ، لکه $20 – $50 ډالر.

که بيمه ونه لرئ، د خصوصي ډاکټر لیدل ډېر ګران تمامېږي، او کله ناکله د یوې لیدنې بیه په سلګونو ډالرو وي. په داسې حالت کې، تاسو کولای شئ د ټولنیزو روغتیايي کلینیکونو یا د عاید پر بنسټ د فیس ټاکلو کلینیکونو ته ورشئ، چې د لږو پیسو په بدل کې خدمتونه وړاندې کوي

روغتونونه د هغو ناروغانو لپاره دي چې ځانګړې ستونزې لري او ځانګړي ټېسټونه، درملنې یا عملیاتو (جراحي) ته اړتیا لري. عموماً ستاسې ډاکټر به تاسې روغتون ته راجع کړي، یا به د بیړنۍ خونې (Emergency Room) له لیدنې وروسته داخل شئ.

په روغتون کې درملنه ډېره ګرانه وي، او کېدای شي له تاسو وغوښتل شي چې وښایئ د درملنې د لګښت توان لرئ یا بيمه لرئ، مخکې له دې چې داخل شئ. خو د روغتون بیړنۍ خونې نشي کولای ناروغ یوازې د دې لپاره بېرته واستوي چې هغه د درملنې توان نه لري

بیړني پاملرنې کلینیکونه په ځینو ټولنو کې شتون لري. دا کلینیکونه د هغو حالاتو لپاره دي چې تاسو ناروغي یا ټپ لرئ چې سمدستي درملنې ته اړتیا لري، خو دومره جدي نه وي چې د بیړنۍ خونې ته ولاړ شئ. د دې کلینیکونو لپاره د وخت اخیستل (اپاینټمنټ) ته اړتیا نه وي

په بیړنیو پاملرنې کلینیکونو کې د درملنې وړ حالتونه:

  • کوچني پرې کېدل يا سوځېدنې
  • د بندونو مړاوې کېدل یا د عضلو کش کېدل
  • تبه یا د زکام نښې
  • د غوږ ميكروبي ناروغي
  • د ستوني درد یا ټوخی
  • د ادرار د لارې انتانونه يا ميكروبي ناروغي

بیړنۍ خونې د ناڅاپي او جدي روغتیايي ستونزو لپاره دي چې فوري طبي پاملرنې ته اړتیا لري. د بیلګې په توګه:

  • د سینې درد یا د ساه اخیستلو ستونزه
  • سختې وینې بهېدنې یا د پېښې (حادثې) جدي ټپونه
  • د فالج نښې، لکه ناڅاپي بې‌حسي، ګډوډ فکر، یا د خبرو ستونزه
  • د ماشوم یا د کوچني ماشوم لوړه تبه
  • د سخت الرجۍ غبرګونونه
  • مات شوې هډوکي یا ژور ټپونه

تاسو ته د بیړنۍ خونې ته د تلو لپاره د وخت اخیستلو (اپاینټمنټ) اړتیا نه وي، خو بیړنۍ خونې ډېرې بوختې وي او که ستاسې ستونزه جدي نه وي، کېدای شي ډېر وخت انتظار وباسئ. د بیړنۍ خونې درملنه ډېره قيمته وي. که ستاسې ستونزه بیړنۍ نه وي، نو غوره ده چې په

Image
Healthcare
Image
Healthcare

Healthcare Providers

There are several different types of healthcare providers in the United States. Here are some common healthcare providers:

Public Health Departments provide immunizations against diseases and offer other preventive health services, including testing and treatment for tuberculosis. Preventive health services are services that prevent diseases before they happen. For refugees, these services are generally free or very inexpensive. An appointment is usually necessary.

Community Clinics and Health Centers provide basic health services and health counseling. Some also provide dental care and eye examinations. Some clinics in cities treat specific types of patients, such as pregnant women or people with HIV/AIDS. Clinics accept private insurance and Medicaid (government insurance for people with low-income), and many charge fees based on the patient’s ability to pay.

Private Doctors are either general practitioners or specialists. General practitioners provide general healthcare, including annual checkups. Specialists work in one area of medicine. Some specialists treat certain groups, such as women or children. Others specialize in one part or system of the body, such as the heart, the eyes, or the feet. You need an appointment to see a private doctor. Before you see a private doctor, you usually have to show that you can pay for the service or that you have insurance.

Hospitals are for patients with special problems who need tests and surgery. Normally your doctor will refer you to a hospital or you will be admitted after an emergency room visit. Hospital care is expensive, and you may be asked to show that you can pay for the service or that you have insurance before being admitted. However, emergency rooms at hospitals cannot turn you away for inability to pay.

Emergency Rooms are for sudden and serious health problems. You do not need an appointment to go to the emergency room, but they are busy places and you may have to wait a long time if your problem is not serious. Emergency room care is very expensive. If your problem is not an emergency, you should make an appointment at a clinic or doctor’s office.

Urgent Care Clinics are available in some communities. These clinics are for situations where you have an illness or injury that needs immediate care, but is not serious enough for a visit to the emergency room. You do not need an appointment.

ستاسو روغتیايي حقونه

په متحده ایالاتو کې تاسو دوه مهم روغتیايي حقونه لرئ: د ژباړونکي خدمت ته د لاسرسي حق، او د رازدارئ حق.

کله چې د وخت اخیستلو (اپاینټمنټ) لپاره اړیکه نیسئ یا بیړني خدمت ته ورسېږئ، روغتون یا کلینیک ته ووایاست چې تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ

هر څه چې ستاسو او ستاسو د روغتیايي خدمت وړاندې کوونکي ترمنځ ترسره کېږي، د قانون له مخې محرمانه وي. ستاسو د روغتیايي حالت په اړه ستاسو د کورنۍ غړو، ملګرو یا د کار ورکونکي يعني مالك ته د معلوماتو ورکولو اجازه پرته له ستاسې د اجازې نه لري.

Image
Healthcare

د امریکایانو د روغتیا نظرونه

ډېری امریکایان په کال کې یو ځل د ډاکټر سره د عمومي معاینې (Check-up) لپاره ځي، تر څو د روغتیايي ستونزو په اړه مخکې له دې چې جدي شي خبر شي

امریکایان د غاښونو د پاکوالي لپاره په کال کې دوه ځله د غاښونو ډاکټر ته ځي، تر څو د غاښونو له جدي ستونزو څخه مخنیوی وکړي

امریکایان باور لري چې ډېری ناروغۍ د پاکوالي، مناسبه تغذیه، فزیکي تمرین او کافي خوب په وسیله مخنیوی کېدای شي

پاکوالی او شخصي حفظ الصحه

ډېری امریکایان هره ورځ غسل یا شاور اخلي، دوه ځله په ورځ كي غاښونه برش کوي، خپل ویښتان اكثره په شامپو مینځي، ورځ كي يو ځل د خولې د بوی ضد استعمالوي، او جامې په دوامداره توګه مینځي.

په پلورنځیو کې داسې ډېری ډوله محصولات خرصول کېږي چې خلکو سره مرسته کوي له ککړتیا او د خولې یا خولې بوی څخه ځان وساتي. شخصي حفظ الصحه په ځانګړي ډول د کار د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره ډېره مهمه ده

مناسبه تغذیه

مناسبه تغذیه معنا دا ده چې سم او سالم خواړه وخوړل شي تر څو بدن صحتمنده پاتې شي.

دا معنا هم لري چې هغه خواړه محدود شي چې د ډېر خوړلو په صورت کې روغتیايي ستونزې او جدي ناروغۍ پیدا کولی شي. د دې خوړو په ډله کې هغه شامل دي چې بوره، مالګه او غوړ پكي ډېر وي (لکه غوړو کې پخ شوې خواړه، خواږه توکي او سوډا).

ذهني روغتیايي پاملرنه

امریکایان باور لري چې ذهني روغتیا د بدني روغتیا په څېر مهمه ده. ذهني روغتیا د دې څرګندونه کوي چې تاسو څنګه احساس کوئ، څنګه فکر کوئ او څنګه چلند کوئ کله چې له ژوند سره مقابله کوئ. دا د دې څرګندونه هم کوي چې تاسو فشار څرنګه کنټرول کوئ.

ښه روغتیايي پاملرنه پدې کې ده چې کله اړتیا وي، د ذهني روغتیا له متخصص څخه درملنه واخیستل شي. که کله داسې احساس وکړئ چې ژوند درته ډېر سخت دی او د ورځنیو چارو مقابله نشئ کولی، تاسو باید د ذهني روغتیايي خدمتونو ته مراجعه وکړئ.

د متحده ایالاتو قوانین د معلولیت لرونکو کسانو ملاتړ او ساتنه کوي. د معلولینو لپاره روغتیايي بيمه او نغدي مرسته شته، او نوي کډوال کېدای شي له راتګ وروسته د دې مرستو لپاره غوښتنه وکړي

په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې:

ځینې نویو راغلو کسانو ته چې متحده ایالاتو ته منل شوي وي، د حکومت له خوا د روغتیا بیمه ورکول کېږي. دا بیمه کېدای شي د بیړنیو روغتیايي اړتیاوو لګښتونه ترپوښښ لاندې ونیسي، خو کېدای شي د غاښونو یا سترګو درملنه پکې شامله نه وي. تاسو ته سپارښتنه کېږي چې له راتګ وروسته ژر تر ژره کار پیدا کړئ، ترڅو د کار له لارې تادیه کېدونکې خصوصي روغتیايي بیمې ته لاسرسی ومومئ. که تاسو کوم معلولیت لرئ یا د ۶۵ کلنۍ څخه لوړ عمر لرئ، نو امکان لري چې د امریکا حکومت درته وړیا روغتیايي بیمه برابره کړي.

 

د متحده ایالتونو قوانین د معلولیت لرونکو خلکو ساتنه او هغوی ته مرسته وړاندی کوي.  معلولیت لرونکو وګړو لپاره د روغتیا بیمه او نغدي مالی مرسته شتون لري او نوي راغلي وګړي کولای شي د رسېدو سره سم د دې ګټو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي. 

Image
Settle In App
Image
App Icon

د سېټل اېن Settle In App ډاونلوډ کړئ

د خپل د زده کړې د پرمختګ تعقیبولو لپاره لنډو ویډیوګانو، تعاملي درسونو او نښونښانو ته لاسرسی ومومئ. سېټل اېن Settle In ستاسو د بیا میشتیدنې سفر په جریان کې ستاسو د لارې ملګری دی.

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
64
-1