مرحله 6: راتګ

مرحله 6: راتګ
ستاسې د بیا میشتیدنې اداره د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې د لومړیو 30-90 ورځو لپاره تاسې سره د لومړني خدمتونو په برخه کې د مرسته کولو مسؤلیت په غاړه لري. د بیا میشتیدنې ادارې کارمندان به ډاډ وړاندې کوي چې تاسې د امریکا متحده آیالاتو کې د خپلې لومړۍ میاشت په جریان کې استوګنه ولرئ، او هغوی به داسې کور لټوي چې پاک، مناسب، او په خوندي ګاونډ کې وي. تاسې د امریکا متحده آیالاتو کې د کار کولو قانوني حق او مسؤلیت لرئ او د بیا میشتیدنې اداره به تاسې د استخدام خدمتونو سره وصل کړي. که تاسې د ښوونځي د عمر ماشومان لرئ، هغوی کولی شي وړیا، عامه ښوونځیو ته لاړ شي.
کله چې تاسې د امریکا متحده آیالاتو ته راورسیږئ، تاسې به دلته میشت د نورو خلکو سره یوشان حقونه ولرئ، پشمول د بیان آزادي، د مذهب آزادي، د راټولیدو آزادي، او د خوځښت آزاداي. تاسې د نظر څرګندولو، خپلو مذهبي چارو کې برخه اخیستلو، یا د ملګرو سره لیدلو لپاره نشئ نیول کیدی یا حبس کیدی. د لومړي کال نه وروسته، تاسې باید خپل د مهاجرت دریځ د دایمي قانوني اوسیدونکي ته واړوئ، او د پنځه کلونو نه وروسته کولی شئ د امریکا متحده آیالاتو د تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ. کله چې تاسې تابعیت ترلاسه کړئ، تاسې به ځایی او ملي ټاکنو کې د رایه ورکولو اجازه ولرئ.