4 ګام: کلتوري لارښود

:تازه یا آپډېټ شوي10/9/2025
د امریکا متحده آیالاتو ته ستاسې د ورتګ نه مخکې یو وخت کې، د بیا میشتیدنې ملاتړ مرکز ستاسې لپاره د کلتوري لارښود ټولګی مهالویش کوي چې ګډون پکې وکړئ چې پدغه کې تاسې د امریکا متحده آیالاتو ته د خپل سفر په اړه او چې کله ورسیږئ نو څه شي تمه وکړئ په اړه ارزښت لرونکي معلومات ترلاسه کوئ. لاندې د کولتوري بلدتیا په اړه ځان زیات پوه کړئ.
Image
Cultural Orientation

مرحله 4: کلتوري لارښود

کلتوري لارښود تاسې ته د امریکا متحده آیالاتو د کلتور او قوانینو په اړه د عملي معلوماتو درکولو له لارې د بیا میشتیدنې لپاره تاسې چمتو کوي. کلتوري لارښود تاسې سره مرسته کوي چې ریالستیک او واقعیی توقعات ولرئ او په خپل نوي چاپیریال کې د بریالیتوب لپاره اړین مهارتونه او کړنې زده کړئ. USRAP د لسیزو تجربو پربنسټ د کلتوري لارښود نصاب جوړ کړی دی. د کلتوري لارښود ټولګیو ته د څو ژبي، څو ملتیي کارمندانو لخوا ښوونه او تدریس کیږي چې هغوی تاسې سره مرسته کوي د ادغام ننګونې اټکل کړئ او ډیری هغه پوښتنې ځواب کوي چې تاسې یې ممکن د امریکا متحده آیالاتو کې د میشت کیدو په اړه ولرئ.

مکرر پوښتل کیدونکې پوښتنې