په میډیکېډ او CHIP کې بدلونونه: د نوو راغلو کسانو لپاره لارښودنې

:تازه یا آپډېټ شوي10/1/2026
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه، د "میډیکېډ" (Medicaid) او د ماشومانو د روغتیايي بیمې پروګرام (CHIP) لپاره د فدرالي بودیجې مقررات بدل شول. دا بدلونونه ښايي په متحده ایالاتو کې پر ځینو نویو راغلو کسانو اغېز وکړي. د دې بدلونونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره دا مقاله ولولئ.
Image
a stethoscope on a desk with a government building in the background

د 2026 کال، د اکتوبر په 1 نېټه، د میډیکېډ او د ماشومانو د روغتیايي بیمې د پروګرام (CHIP) لپاره د فدرالي بودیجې مقررات بدل شول. دا بدلونونه په متحده ایالاتو کې پر ځینو نوو راغلو کسانو اغېزه لرلې شي. تاسو یو رسمي خبرتیا ترلاسه کولې شي چې پکې به ویل شوي وي ستاسو د روغتیايي پاملرنې پوښښ بدلېږي یا پای ته راسېږي.  

تاسو لا هم د روغتیایی پوښښ یا کم لګښت لرونکې درملنې لپاره اختیارونه لرلې شي. خو ستاسو انتخابونه ستاسو د کډوالۍ حالت، عاید، عمر، امیندوارۍ، د کورنۍ د غړو شمېر، او هغه ایالت چېرته چې اوسېږئ، پورې اړه لري. د Settle In دا لارښودنې تشریح کوي چې څه بدلون راغلی، کوم بل روغتیايي پوښښ یا د لږ لګښت پاملرنه شتون لرلې شي، او تاسو اوس څه کولی شئ.  

مهم: د دې لیکنې له امله د روغتیایی پاملرنې خپل اوسنۍ پوښښ مه لغوه کوئ. د خپل ایالت د میډیکید یا CHIP پروګرام څخه له رسمي خبرتیا ترلاسه کولو لپاره انتظار وکړئ. که تاسو په خبرتیا نه پوهیږئ، له یوه د باور وړ روغتیایی بیمې له لارښودنه کوونکې یا د بیا میشتیدنې له خدمت وړاندې کوونکي څخه وغواړئ چې له دې تاسو سره بیا کتنه وکړئ. قواعد د ایالت او انفرادي حالاتونو له مخې توپیر لري.  

میډیکېډ او CHIP څه دي؟  

  • میډیکېډ یو دولتي پروګرام دي چې کم عاید لرونکو وړ اشخاصو لپاره وړیا یا کم لګښت روغتیایی پوښښ چمتو کوي    

  • CHIP یو دولتي پروګرام دي چې وړ ماشومانو او په ځینو ایالتونو کې امیندواره مېرمنو ته وړیا یا کم لګښت روغتیا پوښښ چمتو کوي  

څه بدلیږي؟  

د 2026 کال، د اکتوبر له 1 نیټې راهیسې، د میډیکېډ او CHIP د بشپړ پوښښ لپاره فدرالي بودیجه یوازې د کډوالۍ په لږو کټګوریو پورې محدوده ده. دا بدلون د نورو ترڅنګ پر ځینو کډوالو، د پناه غوښتونکو، د انساني ترهګرۍ او په هغو کسانو اغېزه لرلې شي چې د بشري دلایلو پر بنسټ د لنډمهاله استوګنې اجازه لري.  

  

 

د وړتیا عمومي کتنه  

د کډوالۍ کټګوري  

د 2026 کال د اکتوبر له 1 نیټې، وروسته د فدرالي بودیجې په میډیکېډ یا CHIP پوښښ کې څه پیښ کېدای شي  

قانوني دایمي اوسېدونکي (د ګرین کارډ لرونکي)، که چیرې دوې د پروګرام نور قواعد پوره کوي  

وړ پاتې کیدای شي  

هغه کسان چې له کیوبا او هایټي څخه راځي، که چیرې دوې د پروګرام نور قواعد پوره کوي  

وړ پاتې کیدای شي  

عراقي او افغان ځانګړي کډوال، که چیرې دوې د پروګرام نور قواعد پوره کوي  

د قانوني دایمي اوسیدونکو په توګه یا د بل وړتیا لرونکي کټګورۍ له لارې وړ پاتې کېدای شي  

کډوال، پناه غوښتونکي، د انساني ترهګرۍ ځینې ژغورل شوي کسان، د بشري دلایلو پر بنسټ د لنډمهاله استوګنې اجازه لرونکي، او ځینې نور نوي راغلي کسان چې بل کوم وړ حالت نه لري  

ممکنه نور د فدرالي بودجې د بشپړ میډیکېډ یا CHIP پوښښ لپاره وړتیا ونه لري  

  

دا جدول یوازې یو عمومي لارښودنې لري. هغه ماشومان او امیندواره میرمنې چې په هغو ایالتونو کې اوسیږي چې د ماشومانو د روغتیا بیمې پروګرام د بیا تصویب قانون (چې CHIPRA 214 په نوم پېژندل کېږي) د 214 برخې لاندې یو ځانګړي اختیار کاروئ، ممکنه لاهم د دې پروګرام د ګټو ترلاسه کولو وړ وګڼل شي. ځینې ​​ایالتونه د خپلو روغتیایی پروګرامونو لګښت هم پخپله تادیه کوي. ستاسو د ایالت د میډیکېډ یا CHIP اداره باید ستاسو د پوښښ له بدلولو مخکې ستاسو د قضیې بیاکتنه وکړي.  

که تاسو وروسته قانوني دایمي اوسیدونکي شئ، له یوه د ګټو له متخصص څخه وغواړئ چې ستاسو وړتیا حالت بیا وګورې. ځینې ​​کډوال د بشپړ میډیکېډ یا CHIP پوښښ لپاره له معمول پنځه کلن انتظار له مودې څخه مستثنی پاتې کېدای شي که چیرې دوې وروسته دایمي قانوني اوسېدونکي شي. نورې ډلې هم د استثنا لپاره وړ کېدای شي.  

زه باید اوس څه وکړم؟  

  1. د میډیکېډ، CHIP یا ستاسو د روغتیایی بیمې د پروګرام څخه راغلی هر لیک خلاص کړئ. د ټاکلې وروستۍ نېټې یا د اسنادو د غوښتنې لپاره وګورې.  

  2. ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو د ایالت د میډیکېډ یا CHIP اداره ستاسو اوسنۍ پته، د ټلېفون شمېره او بریښنالیک لري.  که مو خپل استوګنځی بدل کړی وي، نو سمدستي خپل معلومات تازه کوئ.  

  3. غوښتل شوي اسناد تر ټاکلې وروستۍ نېټې پورې استوئ. د هر هغه سند یوه کاپي له ځان سره ساتئ چې تاسو یې سپارئ.  

  4. د وړیا مرستې غوښتنه کوئ. د لارښوونې ترلاسه کولو لپاره د بیا میشتیدنې له چمتوکوونکو، د قضیې کارکوونکو، د ایالت د میډیکېډ یا CHIP له دفتر، او یا هم د روغتیایی بیمې له لارښودنه کوونکې سره اړیکه نیسئ.  

  5. د پوښښ د پای ته رسېدو خبرتیا له پامه مه غورځوئ. د خپل ایالت د میډیکېډ یا CHIP ادارې سره اړیکه نیسئ ترڅو پوه شئ چې ولې ستاسو د پوښښ موده پای ته رسیږي، کله به پای ته رسیږي، او ایا تاسو د دې پرېکړې پر وړاندې د بیاکتنې غوښتنه کولې شي.  

  6. د درملو او دوامداره پاملرنې لپاره پلان جوړ کړئ. که تاسو په منظم ډول درمل کاروئ یا دوامداره پاملرنې ته اړتیا لرئ، مخکې له دې چې ستاسو د بیمې په پوښښ کې بدلون راشي له خپل روغتیایی خدمت وړاندې کوونکي سره د هغو اړینو خدماتو په اړه خبرې وکړئ چې ممکنه ورته اړتیا لرئ؛ همدارنګه وپوښتئ چې ایا تاسو د 90 ورځو لپاره خپل درمل ترلاسه کولی شئ او له بدلون وروسته به څنګه خپلې روغتیایی پاملرنې ته دوام ورکړئ.  

  7. د وړیا یا کم لګښت لرونکې پاملرنې لپاره وګورې. د HRSA د روغتیایی مرکز موندلو وسیلې په کارولو سره نږدې د ټولنې روغتیایی مرکز او یا یو د وړیا او خیریه کلینیکونو ملي ټولنې د کلینیک موندلو وسیلې په کارولو سره کوم وړیا یا خیریه کلینیک لټون وکړئ. 

  8. مخکې له دې چې ستاسو د روغتیايي بیمې اوسنی پوښښ پای ته ورسېږي، د روغتیايي بیمې د بل پلان لپاره غوښتنه وکړئ. د میډیکېډ یا CHIP د پوښښ له لاسه ورکول ممکنه تاسو ته اجازه درکړي چې د عادي نوم‌لیکنې له مودې څخه بهر د روغتیايي بیمې آنلاین بازار (شخصي روغتیا بیمه چې د HealthCare.gov له لارې شتون لري یا ستاسو د ایالت د روغتیايي بیمې آنلاین بازار ویب پاڼې) په یوه پلان کې نوم لیکنه وکړئ. خپل روغتیايي پوښښ ته د دوام ورکولو لپاره ژر تر ژره غوښتنه وکړئ.  

  9. د کډوالۍ د هر ډول ځنډېدلو غوښتنلیکونو حالت لپاره وګورئ. که تاسو د ګرین کارډ لپاره غوښتنلیک سپارلی وي، یا د غوښتنلیک ورکولو لپاره وړ کېدای شي، نو د خپل روغتیایی پوښښ د پای ته رسیدو په اړه د خبرو کولو لپاره له خپل وکیل یا د حقوقي خدماتو له چمتوکوونکي سره اړیکه ونیسئ. 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0