د بیا مېشتېدنې ګټې او کډه کول: د کډوالو (Refugees) او د مهاجرت ځانګړې وېزو (SIV) لرونکو لپاره د پام وړ معلومات

آیا تاسې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ځانګړې وېزه درلودونکي په توګه راغلي یاست یا کډوال (Refugee) یاست او غواړئ چې بل ایالت ته کډه شئ؟ په یاد ولرئ که تاسې بل ایالت ته کډه شئ نو تاسې خپله قضیه د بیا مېشتېدنې ادارې ته نشئ وړائ او د بیا مېشته کېدو ګټو وړتیا به هم له لاسه ورکړئ.
د بیا مېشتېدنې اداره چې تاسې ته ګمارل شوې د دې ډاډ تر لاسه کولو کې مرسته کوي تر څو په متحده ایالاتو کې بریالی ژوند پیل کړئ. دوی تاسې سره په مناسب کور موندلو کې مرسته کوي او هم درسره مالي او خوراکي مرستې کوي. په همدې توګه تاسې سره مرسته کوي تر څو عامه ګټو ته لاسرسی ومومئ، وړیا طبي بیمې او روغتیايي خدماتو کې نوم لیکنه وکړئ، ماشومان مو په ښوونځي کې شامل کړئ او د کار موندنې خدماتو ته لاسرسی پیدا کړئ.
مخکې له دې چې تاسې کډه وکړئ تاسې لپاره ګومارل شوې بیا مېشتېدنې ادارې سره مو اړیکه ټینګه کړئ تر څو ستاسې د ګټو اخیستلو اختیارونه درته وپلټي او واضح يې کړي. د نورو معلوماتو لپاره موږ ته پیغام ولېږئ. تاسې کولای شئ چې د بیا مېشتېدنې مجازي لیکې سره هم اړیکه ونیسئ دوی له دوشنبې تر جمعې د سهار له ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو ستاسې په خدمت کې دي. تیلیفون شمېره: 3010-551 (212) 1+ د ایمېل ادرس: VRL@rescue.org.
مخکې له دې چې تاسې د کډه کولو پریکړه وکړئ، لاندې موارد هم باید په پام کې ونیسئ:
عامه ګټو ته د لاسرسي په اړه ځان پوه کړئ
عامه ګټې د یو ایالت څخه بل ایالت ته توپیر لري او شونې ده چې ستاسې اوسنې ګټې بل ایالت ته انتقال نه شي دا ځکه چې ډېری يې د همغه ایالت پورې اړه لري او کله چې بل ایالت ته کډه شئ نو باید له سره ورته اپلای وکړئ. په دې کې د روغتیایي بیمه، نغده مرسته، او خوراکي توکو مرسته چې (Food Stamp یا SNAP) څخه تر لاسه کیږي شامل دي. ستاسې د نوي ایالت د مرستو وړاندې کوونکي ممکن د پخواني ایالت د مرستو ادارې څخه د دوسیې د تړلو لیک وغواړي، نو مخکې له کډه کېدو خپل مرستې وتړئ او اړوند اسناد ترلاسه کړئ.
د دندې موندلو لپاره پلان ولرئ
پرته له دندې تر لاسه کولو کډه کول خطرناک دي ځکه چې دنده موندل وخت نیسي او تاسې به داسې عاید ونه لرئ چې اتکاء پرې وکړئ. همدارنګه تاسې به نشئ کولای چې د عاید لرلو د ثبوت پرته د کرايي کور ومومئ.
تاسې کولای شئ چې د د ندې موندلو لپاره دا ویبپاڼې وګورئ: Indeed، LinkedIn او GlassDoor. تاسې هم کولای شئ چې په سیمه کې مو د American Job Center ته مراجعه وکړئ. CareerOneStop ته په مراجعه کولو سره په خپله سیمه کې تر ټولو نږدې مرکز پیدا کړئ.
د اوسني کور څخه د وتلو پر ستراتیجي ځان پوه کړئ
که تاسې د کور کرایه کولو تړون لرئ او کرایې کور څخه د تړون له پوره کېدو د مخه وځئ نو کېدای شي چې د اضافي میاشتو کرایه هم ورکړئ او هم کېدای شي چې د تضمین پېشکي له لاسه ورکړئ. که تاسې تړون مات کړئ او هغه پیسې چې تاسې په قانوني ډول دکور مالک پور وړي یاست ورنه کړئ نو ستاسې د کرېډېټ په سکور منفي اغېزه کوي. همدارنګه دا هم مهمه ده په یاد ولرئ چې په بل ایالت کې به تاسې ځینې سفارشونو ته اړتیا ولرئ نو مهمه ده چې د اوسني کور مالک سره ښې اړیکې ولرئ.
د کرېډېټ په اړه د نورو معلوماتو لپاره دا ویډیو درسره وګورئ:

په خپل نوي ایالت کې ځان ته کور کرایه کړئ
دم مهال په متحده ایالاتو ارزانه کور موندل یوه ننګونه ده. په ډېرو ښارونو او ښارګوټو کې د کورونو کمښت ته حتې د بحران کلمه استعمالېږي. نو له همدې امله اړینه ده چې په محتاط ډول د هغه کورو د شتون په اړه خپلې څېړنې وکړئ چې ارزانه وي او ستاسې په وس پوره وي، او هم اړینه ده په هغه سیمه کې چې تاسې ورته کډه کوئ د اوسېدلو په اړه یې خپل مصارف وسنجوئ. دا هم ممکنه ده چې تاسې څخه به د نوي کور خاوند ستاسې د کار کولو ثبوت وغواړي تر څو کور درته د اوسېدلو لپاره تضمین کړي. برسېره پر دې دا هم په یاد ولرئ چې په نوي ایالت کې داسې کور موندل چې ستاسې لپاره مناسب وي ممکن ډېر وخت ونیسي او کېدای شي چې ننګونې هم ولري. د دې لپاره چې د بې کوره کېدو څخه ځان وساتئ، د مخه ځان ته کور پیدا کړئ او وروسته ورکډه شئ.
د خپل آدرس د بدلولو په اړه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ اداره (USCIS) خبر کړئ
په یاد ولرئ چې د قانون له مخې باید په ۱۰ ورځو کې دننه نوي ځای ته په کډه کولو باید USCIS خبر کړئ. د متحده ایالاتو دولت به په دې ادرس تاسې ته د کډوالۍ د حیثیت په اړه مهم معلومات او اسناد درلېږي. د AR-11 فورمې کارولو سره په آنلاین بڼه د خپل ادرس بدلون په اړه ګام په ګام معلوماتو لپاره د Settle In دغه مقاله درسره ولولئ: د خپل ادرس د تغیر په اړه د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره (USCIS) څنګه خبر کړم.