ستاسې په ایالت کې د موټر چلولو جواز تر لاسه کول

:تازه یا آپډېټ شوي8/28/2025
په متحده ایالاتو کې د موټر چلولو جواز ترلاسه کول کولای شي تاسې ته د کار زیات فرصتونه او زیاته خپلواکي ورکړي، خو دا بهیر او شرطونه یې له ایالت څخه ایالت ته توپیر لري. دا مقاله عمومي ګامونه لکه د زده کوونکي اجازه لیک لپاره غوښتنلیک ورکول، د موټر چلولو ازموینې ورکول، او اسناد سپارل تشریح کوي، او نوي راغلو کسانو ته ګټورې مشورې او سرچینې وړاندې کوي.
Image
یو کس د موټر چلولو پر مهال.

د REAL ID په اړه مهمه یادونه: د ۲۰۲۵ کال د مې له ۷ نېټې څخه، تاسې نشئ کولای عادي د موټر چلولو جواز د متحده ایالاتو دننه د الوتکې سفر یا ځینو فدرالي ودانیو ته د ننوتلو لپاره وکاروئ. تاسې به یوه ځانګړې پېژندپاڼه چې REAL ID نومېږي، ته اړتیا ولرئ. که REAL ID ونه لرئ، نو بله منل شوې پېژندپاڼه لکه پاسپورټ کارولای شئ. د REAL ID اخیستلو په اړه د خپل ایالت د جواز دفتر سره اړیکه ونیسئ.   

د موټر چلولو جواز په متحده ایالاتو کې د موټر چلولو لپاره یو مهم سند دی. دا د پېژندپاڼې په توګه هم کارول کېدی شي او د کار فرصتونه زیاتوي. 

هر ایالت نوي راغلي کسانو ته د موټر چلولو جواز صادرولو لپاره خپل مقررات او غوښتنې لري. د ځینو ایالتونو د موټر چلولو جواز ډیپارتمنتونه د ژباړونکي او په مختلفو ژبو کې د امتحان اخیستلو خدمات هم وړاندی کوي. په ځینو نورو ایالتونو کې ممکن دا خدمات محدود وي، یا ممکن ستاسې په ژبه کې شتون ونه لري. که چېری ستاسې په ایالت کې د ژباړې خدمتونه شتون ونه لري او انګلیسي ژبه مو نه وي زده، نو اړینه ده چې د جواز غوښتنلیک سپارلو د مخه د انګلیسي ژبې ټولګي کې شامل شئ ځکه چې تاسې باید د سړک غاړی په نښو پوه شئ او د نورو موټر چلوونکو سره خبرې وکړای شئ. 

په غوښتنلیک کې لومړی ګام به د دولتي ادارې څخه معلومات تر لاسه کول وي، چې ستاسې په ایالت کې د موټر چلولو جوازونه صادروي. هر ایالت د موټر دیپارتمنت لپاره خپل نوم لري چې د موټر چلولو جواز صادروي. په ځینو ایالتونو کې ورته د موټرو چلولو دیپارتمنت یا (DMV) وایي. په نورو ایالتونو کې ورته د موټرو وسایطو څانګه (DMV) وایي. په میساچوسټ کې د موټرو د راجستر کولو څانګه یا (RMV)  ورته وایي.  په ټیکساس کې ورته د عامه خوندیتوب څانګه وایي. ځینې ایالتونه نور ډول نومونه ورته لري. هاوایي یواځینې ایالت دی چې د موټرو چلولو جواز یې د ایالت پر ځای کاونټیانې ورکوي. 

ستاسې په ایالت کې د موټرو د جواز توزیع کولو څانګې عمومأ ویبپاڼې لری چې د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې یې هملته شتون لري. که تاسې په انګلیسي لوستلو کې ستونځه لرئ نو یو څوک ومومۍ چې تاسې ته قدم په قدم د موټر چلولو د جواز غوښتنلیک تشریح کړي. که تاسې لا هم د بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه لرئ نو اړیکه ورسره ونیسئ تر څو درته په دې اړه سرچېنې په ګوته کړي.   

د موټر چلولو د جواز مرحلې په ایالتي کچه توپیر لري. په متحده ایالاتو کې ډیری نوي راغلی کډوال باید د موټر چلولو جواز تر لاسه کولو لپاره لاندې اکثره نقاط تطبیق کړي: 

  • د زده کوونکي یا محدود جواز لپاره غوښتنه وکړئ 

  • د موټر چلولو د روزنې په ټولګیو کې شامل شئ یا د جواز لرونکو موټر چلوونکو سره تمرین وکړئ 

  • د موټر چلولو ازموینې واخلئ (د پوهې ازموینه، پر سړک په مهارت سره د موټر چلولو ازموینه، د سترګو د لید ازموینه) 

  • غوښتنلیک وسپارئ، د پیژندنې اسناد مو وښایاست، او فیس مو ورکړئ 

مثال: په ویرجینیا کې د موټر چلولو جواز ته غوښتنلیک سپارل

راځئ چې په ویرجینیا کې د موټر چلولو جواز لپاره د غوښتنلیک استولو مثال وکاروو. په ویرجینیا کې که تاسې ۱۸ کلن یا زیات عمر لرونکي یاست او تاسې د متحده ایالاتو د بل ایالت، د متحده ایالاتو د خاوری، کناډا، فرانسې، جرمني، ساوت کوریا، ټایوان یا جاپان موټر چلولو جواز ونه لرئ نو تاسې باید لومړی د زده کوونکي جواز یاlearner's permit تر لاسه کړئ. د زده کوونکي جواز تاسې ته اجازه درکوي چې د بل جواز لرونکي موټر چلوونکي سره کښینئ او موټر چلول تمرین کړئ. جواز لرونکي موټر چلوونکي باید لږ تر لږه ۲۱ کلن وي یا هم باید ۱۸ کلن وي که چېری دوی ستاسې قانونی سرپرست وي یا مو ورور یا خور وي.  

تر ۲۰۲۳ پوری په ویرجینیا کې د زده کوونکي جواز تر لاسه کولو لپاره باید تاسې دوه مرحلې بشپړی کړئ: 

لومړی ګام: 

د ویرجینیا DMV  دمشتریانو خدماتو چمتو کوونکو ته ورشئ او لاندې اړین معلومات ورته وسپارئ: 

  • د ویرجینیا د موټر چلولو لایسنس لپاره بشپړ شوی غوښتنلیک چې په آنلاین بڼه یې ډکولای شئ او هم کاغذ ډکولای شئ 

  • د ۳ ډالرو فیس چې د جواز لپاره اخیستل او ورسره د موټر چلولو لایسنس فیس 

  • د هویت ثبوت 

  • په متحده ایالاتو کې د قانوني هستوګنې ثبوت 

  • په ویرجینیا کې د هستوګنی دوه ثبوتونه 

  • ستاسې د سوشیل سیکوریټي شمیره (SSN). که تاسې یې په یاد کې ولرئ نو DMV ته په شفاهي ډول ووایاست او هغوی به یې په سیستم کی وګوري او تایید به یې کړي. 

د هغو اسنادو په اړه د معلوماتو لپاره چې د ثبوت په توګه منل کېږي، د ویرجینیا د موټر چلولو جواز ادارې (DMV) وېبپاڼې ته لاړ شئ. 

یادونه: ځینې ایالتونه اوس د موټر چلولو جواز تر لاسه کولو لپاره په متحده ایالاتو کې د قانوني شتون ثبوت ته اړتیا نه لري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د National Conference of State Legislatures وېبپاڼې ته لاړ شئ. 

دوهم ګام: 

د سترګو د لید ازموینه (که تاسې عینکې یا لینزونه استعمالوئ نو ځان سره یې راوړئ) بیا په DMV کې په دوه برخو کې لیکل شوی د پوهې ازموینه کامیابه کړئ. مخکې له دې چې تاسې د DMV د مشتریانو د خدماتو چمتو کوونکو مرکز ته ورشئ، د زده کړو او پر امتحان د ځان پوهولو لپاره د ویرجینیا د DMV ویبپاڼې ته ورشئ او د هغو ژبو لیست هم وګورئ کومه کې چې ازموینه شتون لري: https://www.dmv.virginia.gov/drivers/#know_exam.asp. 

وروسته له دې چې تاسې دا مرحلې په بریالیتوب سره بشپړې کړئ DMV به تاسې ته د بل موټر چلوونکي سره د موټرو تمرین اجازه هغه ادرس ته درولیږي چې تاسې په غوښتنلیک کې لیکلي. که تاسې بل ځای ته کډه کوئ نو باید سمدستي DMV ته خبر ورکړئ ځکه چې د متحده ایالاتو پوستی خدمتونه د DMV خطونه په خپل سر ستاسې نوي کور ته نه لیږي. 

یادونه: د ویرجینیا د قانون له مخې که تاسې په مؤقت ډول په متحده ایالاتو کې د اوسیدو اجازه ولرئ، نو تاسې کولای شئ چې د محدودې مودې د زده کوونکي اجازه تر لاسه کړئ، کومه چې تر هغې د استعمال وړ وي تر څو چې تاسې ته په متحده ایالاتو کې د قانوني اوسیدلو اجازه وي. د موټر چلولو اجازې اخر تاریخ به همغه وي کوم چې تاسې په متحده ایالاتو کې د مؤقتي هستوګنې اخري تاریخ وضع شوی وي. که تاسې په متحده ایالاتو کې د غوښتنلیک د استولو له ورځ څخه تر ۳۰  ورځو کم وخت لپاره پاتې کیږئ نو تاسې ته د موټر چلولو اجازه نه درکول کیږي. 

کله چې تاسې د زده کوونکي اجازه تر لاسه کړئ 

وروسته له دې چې تاسې د زده کوونکي اجازه تر لاسه کړئ نو تاسې دوه اختیارونه لرئ چې له لارې یې کولای شئ پروسېته دوام ورکړئ  تر څو د موټر چلوونکو جواز تر لاسه کړئ. 

لومړی اختیار 

تاسې کولای شئ د دولت لخوا تصویب شوی د موټر چلولو د زده کړې برنامې لپاره پیسې ورکړئ او په بریالیتوب سره یې بشپړ کړئ، د بشپړیدو سند تر لاسه کړئ بیا DMV ته ورشئ او د خپل جواز لپاره غوښتنه وکړئ. 

دوهم اختیار 

تاسې کولای شئ د زده کوونکي جواز د ۶۰ ورځو لپاره وکاروئ. بیا کولای شئ چې DMV ته ورشئ او د سړک پر سر د موټر چلولو امتحان ورکړئ. تاسې باید DMV ته د امتحان لپاره موټر درسره ورولئ او هم درسره د تیرو ۶۰ ورځو  پر سړک د مهارتونو  تر لاسه کولو سند یو سئ چې هغه جواز لرونکي موټر چلوونکي یې درته چمتو او امضاء کوي چې تاسې ته یې تمرین درکړی. په ویرجینیا کې د موټر چلولو امتحان پر مهال ژباړونکي شتون لري او هم په ځینو DMV مرکزونو کې ژباړونکي شته دی.  په دې اړه معلومات د ویرجینیا د DMV پر ویبپاڼه درسره وګورئ https://www.dmv.virginia.gov/general/#skillstest.asp. 

په ویرجینیا کی د موټر چلولو جواز لپاره غوښتنلیک واستول 

که تاسې د زده کوونکي جواز تر لاسه کړی وي او ټول شرایط مو پوره کړی وي نو تاسې باید د ویرجینیا DMV د پیرودونکو خدمتونو چمتو کوونکي مرکز ته مراجعه وکړئ او لاندې مواد ورته وسپارئ: 

  • په ویرجینیا کې د موټر چلولو د لایسنس غوښتنلیک 

  • ټول اړین اسناد 

  • د موټر چلولو د زده کړو تکمیلولو سند 

د دې پروسې په بشپړولو سره د ویرجینیا موټر چلولو جواز به تاسې ته ۸ کلونو لپاره د موټر چلولو اجازه درکړي چې تاسې به یې په مېل کې د پوستې له لارې تر لاسه کړئ. که تاسې په متحده ایالاتو کې د مؤقتي هستوګنې اجازه لرئ نو تاسې به (د محدودې مودې موټر چلولو جواز) تر لاسه کړئ کوم به چې تر هغې تاسې ته د موټر چلولو اجازه درکړي تر څو چې تاسې په متحده ایالاتو کې د هستوګنې اجازه لرئ.  

یادونه: که تاسې ۱۸ کلن یاست او د متحده ایالاتو د بل ایالت څخه د اعتبار وړ جواز لرئ نو تاسې باید یواځې د ویرجینیا د موټر چلولو جواز لپاره غوښتنلیک بشپړ کړئ، مناسب اسناد یې وسپارئ، فیس یې ورکړئ او د سترګو د لید ازموینه مو ورکړئ. تاسې اړ نه یاست چې له سره د موټر چلووونکي شرایط پوره کړئ.  

په یاد ولرئ، هر ایالت خپله ویبپاڼه، مقررات، فیسونه، او اړتیاوی لري. موږ ویرجینیا د مثال په توګه کارولی تر څو تاسې سره ستاسې په ایالت کې د غوښتنلیک عمومي پروسې په پوهیدو کې مرسته وکړي.  

آیا د خپل ایالت پر شرایطو پوهېدلو کې مرستې ته اړتیا لرئ؟ د Settle In ټیم سره اړیکه ونیسئ

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0