په متحده اياالتو کې هستوګنه

د استوګنې (کور موندنې) مرسته
په متحده ایالتونو کې د استوګنې (کورموندنې) مرسته محدوده وي او ډېری وخت د انتظار لستونه لري. یاد مرستندویه پروګرامونه عموماً د ایالت یا سیمهییزو ادارو له لوري یې مدیریت او پرمخ وړل کېږي. د دې پروګرامونو لپاره شرایط توپیر لري، او خلک باید یادو مرستو ته د منل کېدو او د شرایط وړ کېدو په موخه د عوایدو ټاکل شوي معیارونه پوره کړي. په پیل کې، که ستاسو عواید محدود وي، نو کېدای شي ستاسو لومړی کور ستاسو د خوښې مطابق نه وي. خو کله چې تاسو باثباته عواید پیدا کړئ، نو کولی شئ داسې کور وټاکئ چې ستاسو اړتیاو او بودیجې سره ښه برابر وي.


د کور دننه وسایل
د کور دننه وسایلو برابرول کېدای شي یو څه ستونزمن وي، خو په متحده ایالتونو کې د نویو راغلیو وګړو لپاره بیلابیلې لارې او سرچینې شتون لري چې کولای شي پدې برخه کې مرسته وکړي. یادې سرچینې کېدای شي د فرنیچر یا د کور د وسایلو بانکونه ( فرنیچربانکونه یا غیرانتفاعي ادارې)، ارزانه دوکانونه (thrift stores)، آنلاین بازارونه، او ټولنیزې یا خیریه ادارې وي. یادې ادارې یا مرکزونه له یوه ښار څخه بل ښار ته توپیر لري، نو د لګښتونو د کموولو دپاره د خپلې سیمې د امکاناتو په اړه پلټنه او پوهېدل ډېر اړین دي. په یاد ولرئ چې ستاسو د کور ډېری لومړني توکي دوهم لاس (استعمال شوي) وي. خو کله چې تاسو یو ثابت عاید ترلاسه کړی، نو کولای شئ داسې شیان واخلئ چې ستاسو د خوښې او بودیجې سره برابر وي.

د استوګنې لګښتونه
په متحده ایالتونو کې استوګنځایونونه (کورونو) ګران دي، اوهمداراز د استوګنې ځای موندل ډیری وخت ستونزمن وي. د خلک دپاره د کورونو یا اپارتمانونو په کرايه نیول یوه عادي خبره ده. د کور کرایه له یوه ایالت، ښار او سیمې څخه بلې ته ډېر توپیر لري. دا اړینه نده چې تاسو چېرته اوسیږی، خو ستاسو د کور کرایه به ستاسو تر ټولو ستر میاشتنی لګښت وي. که چېرې تاسو پرېکړه وکړه چې له یوه ځای څخه بل ځای ته کډه وکړی نو د خپل کرایې د تړون مطابق باید خپل د کور مالک ته مخکې له مخکې خبر ورکړۍ. کډه کول هم زیات لګښت لري، نو مخکې له دې چې خپله کډه وکړۍ نو ډاډ ترلاسه کړئ چې د کډه کوولو او د کرایې د ورکړې وړتیا او توان لری.
د استوګنې حقوق او مسئولیتونه

په متحده ایالتونو کې کرایه ورکوونکی او د کور مالک دواړه خپل مسولیتونه لري. کله چې تاسو یو کور یا اپارتمان په کرایه نیسئ، نو باید یو هوکړه لیک لاسلیک کړئ چې ورته تړون ویل کېږي. په دغه تړون کې، تاسو د کرایه دار په توګه پېژندل کېږئ، او موافقه کوئ چې د ټاکلي وخت لپاره ملکیت په کرایه ونیسئ، کرایه او د برېښنا، اوبو، او نورو خدماتو بیلونه پر وخت ورکړئ، او ملکیت پاک او سم وساتئ. که تاسو له وخت مخکې (د تړون تر پای ته رسېدو وړاندې) له کور څخه وځئ، نو دا د تړون ماتول ګڼل کېږي ا جرمانه پرو کېدای شي چې تاسو جرمانه هم پرې کړی او ستاسو د کریډیټ (د اعتبار)درجه (credit rating) ته زیان ورسوي. که تاسو کډه کوئ، نو ځینې مهم کارونه دي چې باید ترسره شي، لکه د امریکا حکومت اړونده ادارې، د پوست خونه (Post Office)، او نورو داسې اړونده ادارو ته خبر ورکول دي.
د جایداد یا د کور د مالک مسئولیتونه
د کور یا جایداد قوانین پر دواړو، هم د کور یا جایداد پر مالک او هم پر کرایه ورکوونکي پلي کېږي. د کور یا جایداد مالک باید ډاډ ترلاسه کړي چې د کرایې کورونه د خوندیتوب او نظافت (پاکوالي) له ټاکل شوو معیارونو سره سمون ولري. د کور یا جایداد مالک باید ډاډ ترلاسه کړي چې د کور برېښنا، د وبو نلکۍ (پایپونه) اود تودوخې سیسټمونه په ښه حالت کې وي. د کور یا جایداد مالک باید په کور کې د لوګي کشف کوونکي (smoke detectors) برابر کړي او همداراز باید ډاډ ترلاسه کړي چې په کورکط هېڅ ډول خزندې یا حشرې نه وي. د کورونو قانون دا هم وايي چې مالک نشي کولای د کرایې ورکولو څخه د خلکو د نژاد، تابعیت، دین، جنس، کورني وضعیت، یا فزیکي او رواني حالت له امله انکار وکړي.
ښه ګاونډیتوب
یو ښه ګاونډی په متحده ایالاتو کې هغه څوک وي چې د خپلو شاوخوا خلکو خیال ساتي، که هغه په اپارتمان کې ژوند کوي یا په کور کې. یو ښه ګاونډی هڅه کوي چې د اپارتمان عامه ځایونه یا خوا او شا پاک وساتي. که څوک په کور کې اوسېږي، باید خپل زرغونه ساحه پاک او منظم وساتي، او کثافات یوازې د کثافاتو د ټولولو په ورځو کې بهر کښېږدي. د یو مهربانه او بافکره ګاونډي معنا دا ده چې د شپې لخوا باید شور او غږ کم وساتي ترڅو خپل ګاونډیان ونه ځوروي.

