بړبوکۍ لپاره څنګه چمتو شئ

بړبوکۍ د هوا څخه جوړی شوی پیاوړی عمودي ګردش ته وایي چې د وریځو څخه را کوزیږي او د ځمکې پر سر تاویږي. د بړبوکۍ پراخولی له څو فوټو څخه تر یو میل پوری وي. دا هغه وخت را منځته کیږي کله چې سړه او ګرمه هوا سره یو ځای شي. سره له دې چې دا د کال په هر فصل کې واقع کیدای شي مګر په پسرلي، دوبي او مني کې یې امکان زیات وي. په ۲۰۲۲ کال کې په متحده ایالاتو کې ډیری د بړبوکۍ پیښې د مارچ، اپریل، مۍ، جون او نومبر په میاشتو کې ثبت شوي. ډېری پېښې د راکي غرونو ختیځ لورته په لویو میدانو Great Plains، منځنی لویدیځ، او سویل ختیځ کې واقع کیږي. په ټولو ۵۰ ایالاتونو کې هم د بړبوکۍ راپورونه ورکړل شوي. په متحده ایالاتو کې هر کال د بړبوکۍ شاوخوا زر پیښې کیږي. دا نقشه درسره وګورئ چې په متحده ایالاتو کې د بړبوکۍ د خطر په اړه معلومات پکې ځای پر ځای شوي.
د بړبوکۍ په اړه خبرداری
بړبوکۍ کیدای شي چې خطرناکه او ویجاړونکي وي. د بړبوکۍ په اړه دوه ډوله خبرتیاوې شتون لري چې تاسې باید ورسره آشنا شئ. د بړبوکۍ څار او د بړبوکۍ خبرداری. کله چې تاسې د بړبوکۍ څار په اړه واورئ، هدف یې دا وي چې کیدای شي ستاسې په سیمه یا شاوخوا کې د بړبوکۍ پیښه وشي. په داسې حالت کې د پناه ځای لپاره چمتو اوسئ. کله چې د بړبوکۍ پیښیدو خبرداری تر لاسه کړئ نو معنی یې دا وي چې بړبوکۍ ستاسې په سیمه کې لیدل شوی او باید ژر پناه ځای ته ځان ورسوئ.
په کور کې خوندي پاتې کېدل
په کور کې تر ټولو خوندي ځای د بېسمېنټ (زېرزمیني) منځنۍ برخه ده. که بېسمېنټ ته لاسرسی نه وي، نو د کور په دننه کې یوې خونې ته لاړ شئ چې کړکۍ ونه لري او د کور په تر ټولو ټیټې پوړ کې وي. دا ځای کېدای شي د کور منځنۍ دهلېز، تشناب، یا الماری (کلازېټ) وي.
په هغه ځای کې د پناه اخیستلو ډډه وکړئ چیرې چې ستاسې پورته په مځکه درانه شیان شتون ولري لکه یخچال. داسې شیان کیدای شي ستاسې پر کور د بړبوکۍ د راتګ پر مهال پر تاسې را پریوځي.
د لا زیات خونديتوب لپاره د پراخه قوي مادې لاندې پټ شئ لکه دروند میز یا د کار میز. خپل بدن مو په کمپله، د خوب په خلته کې یا میټریس لاندې پټ کړئ او سر مو هر څنګه چې ممکن وي پټ یې کړئ حتی په لاسو مو هم سر پټولای شئ.
د کړکیو څخه لیری اوسئ. د شیشو الوتل کولای شي سخته ژوبله یا حتی مرګ رامنځته کړي.
که تاسې د کټ یا چوکۍ څخه نشئ خوځیدلای، ځان مو په کمپل یا بالښتو کې پټ کړئ تر څو مو د توکو را پریوتو پر مهال له ژوبل کیدو وژغوري.
که تاسې بهر یاست او بړبوکۍ پیښیدونکي وي، نو کوښښ وکړئ چې ژر په داسې ودانۍ کی پناه ځای پیدا کړئ چې پیاوړی تهداب ولري. که پناه ځای نه وي، نو داسې ځای پیدا کړئ چې لاندې وي، لکه کنده. د هغه ځای څخه لیری شئ چیرې چې ډیری ونې شتون ولري. اوږد وغځیېږئ، او سر او څټ مو په خپلو لاسو او مټو پټ کړئ تر څو د توکو د پریوتو پر مهال مو سر او څټ وژغورل شي.
په کار کې خوندي پاتې کیدل
تر ټولو ټیټ منزل ته ورشئ او داسې کوټه یا سالون کې پټ شئ چې کړکۍ ونه لري.
د لویو خلاصو ځایونو لکه جیمونه او آډیوټوریمونو څخه ډډه وکړئ.
لفټ مه کاروئ.
په فرش څملۍ او سر مو پټ وساتئ.
د کړکیو لیری اوسئ.
د سخت موسم لپاه د سرپناه ځایو لټون وکړئ.
د (عاجلې مرستې بکسه) جوړه کړئ
د بړبوکۍ پېښېدو وروسته تاسې ممکن د یوې مودې لپاره اوبو، خوراک، برق او نورو د اړتیا وړ موادو ته لاسرسی ونه لرئ. د هغه توکو لپاره چې باید د عاجلې مرستې په بکسه کې شامل شي زموږ د Settle In دا مقاله درسره ولولئ.
د بیړنیو اړیکو پلان جوړ کړئ
داسې یو پلان جوړ کړئ چې که چیرې مو د کورنۍ غړي د بړبوکۍ پیښیدو پر مهال یو له بله جدا شي نو باید څه وکړئ. ممکن کوچنیان په ښوونځۍ کې او لویان په کار کې وي.
د بیړني حالت څخه وروسته، سیمییزی تیلیفوني شبکې شاید ډیری مصروفي وي ځکه چې ډیری خلک به یې د خپلوانو په اړه د ځان خبرونې لپاره استعمالوي. خلک به خپلو اقرباو سره تیلیفوني اړیکه نیسي یا به پیغام ورلیږي. لیری سیمو ته زنګ وهل شاید اسانه وي. که تاسې په بل ایالت کې ملګري یا خپلوان لرئ نو ورڅخه وغواړئ چې ستاسې د کورنۍ عاجلې اړیکې په توګه مرسته وکړي. ډاډ تر لاسه کړئ چې د کورنۍ غړي مو د هغې نوم او اړیکی په اړه معلومات ولري.
د بړبوکۍ پیښیدو وروسته باید څه وکړئ
د بړبوکۍ پیښیدو وروسته، خورا مهمه ده چی خوندي ځای ته ځان ورسوئ. که یې امکان وي نو د عاجلې مرستې بکسه مو درسره یوسئ. ټپونه او خطرونه درسره وګورئ او بیا د نورو سره مرسته وکړئ. کله چې تاسې خوندي ځای ته ورسیږئ نو هغه پلان چې تاسې د بیړنیو اړیکو لپاره جوړ کړی و عملي کړئ او د کورنۍ غړو او خپلوانو سره مو اړیکه ونیسئ.
تیلیفون مو د یوې وسیلې په توګه وکاروئ
ستاسې د تیلیفون لپاره ډیری وړیا د هوا ایپونه شتون لري چې کولای شي تاسې ته د بړبوکۍ اخطارونو خبرداری درکړي. د متحده ایالاتو سور صلیب یو اپلیکیشن وړاندې کوي چې Emergency ورته وایی او دواړه ایپل او انډرایډ لپاره جوړ شوی. داسې اپلیکیشنونه تاسې ته د سخت هوا، په شمول د بړبوکۍ، په اړه خبرتیاوې در کوي او هم درته اجازه درکوي چې بړبوکۍ وڅارئ او د بړبوکۍ د څار او خبرتیاوې څخه په خپله سیمه کې خبر اوسئ.