د ریزیومی لیکلو لپاره هغه سپارښتنې چې د ښې دندې په موندلو کې مرسته کوي

:تازه یا آپډېټ شوي8/28/2025
ریزیومی ستاسې لپاره دا فرصت دی چې کار ورکونکو ته وښایئ چې تاسو څه کولای شئ — نو هڅه وکړئ چې ښه یې جوړ کړئ. دا مقاله ساده لارښوونې شریکوي چې تاسې سره مرسته کوي یو واضح او قوي ریزیومی جوړه کړئ چې پام ورته وشي.
Image
دوو کسانو په دندې مرکې کې یو بل ته لاس ورکوي، او یو کس ریزومه لولي.

​​ریزیومی ستاسې د مهارتونو، زده کړې، او کاري تجربې یوه پاڼه لنډیز ته وایي. تاسې به خپله ریزیومی ګومارونکي ته وړاندې کوئ نو ځکه باید د ریزیومی په جوړلو، بیا ځلي کتلو، ایډیټ کولو، او په بشپړولو یې وخت تېر کړئ تر څو د نورو کاندیدانو تر منځ ښه وځلېږئ.  

​یوه پیاوړی ریزیومی د ښې دندې لپاره اړینه ده. ځان مه تېر باسئ بلکه ښه کار پرې وکړئ. ډېر ځلی ګومارونکي د یوې دندې لپاره په سلهاو ریزیومی تر لاسه کوي، او وخت نه لري چې توجه سره هره ریزیومی لغت پر لغت ولولي. دا په دې معنی چې په لنډو الفاظو کې یوه قوي ریزیومی جوړل مهمه ده. 

​ستاسې ریزیومی باید ستاسې او ستاسې د مهارتونو څخه په بهتره توګه نمایندګی وکړي. 

​د قوي ریزیومی د جوړولو لپاره لارښوونې

  • ​ریزیومی مو لنډه، واقعی، او مثبته جوړه کړئ. 

  • ​ټولې زده کړې، کاري سابقه، او لاس ته راوړنې مو په کې ولیکئ.  

  • ​ډاډ تر لاسه کړئ چې ریزیومی مو صحیح لیکل شوی او له چا څخه وغواړئ چې درته یې وګوري ځکه چې کېدای شي ستاسې یوه املایي تېروتنه، یوه نقطه غلطي، یا ګرامري تېروتنه د ګمارونکي توجه له لوستلو څخه بل لور ته واړوي.  

  • ​ریزیومی مو یو مخ ته محدوده کړئ.  

  • ​د پاڼې شاوخوا یو انچ حاشیه او د کرښو تر منځ خالي ځای پرېږدئ ترڅو متن لوستل یې اسانه شي او لږ تر لږه د لیکلو فانټ مو د ۱۰ پر اندازه وکاورئ. 

  • ​هغه مهارتونه او وړتیاوې مو پکې روښانه کړئ چې د دندې لپاره مناسب دي. 

​​ ​د ریزیومی یوه نمونه درسره لاندې وګورئ: 

Image
د ریزومې نمونه
ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0