د تعلیم ویب پاڼې متن
عامه ښوونځي وړیا دي. د عامه ښوونځیو په تړاو قوانین او مقررات شتون لري. د ځینې عمرونو ماشومانو لپاره ښوونځي اجباري دي. د اجباري تعلیم لپاره دقیق عمرونه د هر آیالت لخوا ټاکل کیږي. د والدین څخه تمه کیږي چې د خپلو ماشومانو تعلیم کې د کارونو په کولو سره دخیل اوسي لکه د دې ډاډ ترلاسه کول چې ټولګي ته حاضر شي.


لویان
امریکایان باور لري چې یو څوک هېڅکله دومره زوړ یا دومره ځوان نه وي چې نوي شيان زده نهشي کړای. د مشرانو او ځوانانو لپاره د زدهکړې ډېر فرصتونه شته، خو نوې راغلي وګړي باید د زدهکړې او کار ترمنځ د ګټو او زیانونو په اړه فکر وکړي. زدهکړه کېدای شي په راتلونکي کې د ښه کار فرصتونه برابر کړي، خو نوي راغلي وګړي باید د خپل ځان او کورنئ د پالنې او ساتنې دپاره سمدستي کار وکړي، او د لويانو زدهکړه په امریکا کې ډېره ګرانه تمامېږي. د ډېرو نویو راغلو وګړو لپاره ښايي تر ټولو ښه لاره دا وي چې پوره ورځ کار وکړي او په ورته وخت کې نمیه ورځ د زدهکړې دپاره ښوونځي ته ولاړ شي.
ډیری ټولنې د لویانو لپاره بیلابیل تعلیمي فرصتونه وړاندې کوي پشمول د:
د انګلسي ژبې او سواد زده کړې ټولګي
د روزنې کورسونه د کمپیوټر ټیکنالوژي، بهرنیو ژبو، او سکرتریت مهارتونو په څير برخو کې
د هغه لویانو لپاره د عمومي تعلیم د پراختیا (GED) ډیپلوم ټولګي څوک چې د لیسې ډیپلوم نلري
حرفه ای او تخنیکي ښوونځي
د ټولنې کالجونه (عمومآ 2 کلن پروګرامونه)
کالجونه یا پوهنتونونه (عمومآ 4 کلن پروګرامونه)
د لوړو زده کړو ښوونځي چې په ډیری برخو کې عالي سندونه ورکوي.
د دې ټولګیو، ښوونځیو، او کالجونو لګښت سره ډیر توپیر لري. ډیری ښوونځي هغه زده کونکو ته یوڅه مالي مرسته وړاندې کوي څوک چې ورته اړتیا لري.
کلتوري سازګاري
د امریکا متحده آیالاتو ښوونځي عمومآ ډیر مشارکتي او تعاملي ټولګي چاپیریال لري، د لیکچر او شرحې ښوونې میتودونو برخلاف کوم چې په ځینې نورو هیوادونو کې کارول کیږي. همدارنګه دلته اصلي فکر کولو او انفرادي هڅې ته هم لوړ ارزښت ورکول کیږي. ګروپي کار مهم دی، مګر زده کونکي ترډیره د هغوی خپلو لاسته راوړنو پربنسټ ارزول کیږي.
د ماشومانو د زده کړو او د هغوی څخه د ملاتړ په موخه د والدینو دپاره ډېرې لارې شتون لري حتی د محدود انګلیسي ژبې پوهېدو سره هم د خپلو ماشومانو مرسته او ملاتړ وکړي. دلته ځینې لارې دي چې والدین کولی شي د هغو څخه په ګټې احېستنې سره د خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي.
- معلوم کړي چې آیا ښوونځی د ښوونځي پیل کیدو نه مخکې په اوړي کې د ښوونځي سفرونه یا لارښود وړاندې کوي.
- د خپل ماشوم نه پوښتنه وکړي چې پدغه ورځ یې په ښوونځي کې د څه شي په اړه زده کړه وکړه.
- د خپل ماشوم نه پوښتنه وکړي چې د کورنۍ دندې لپاره څه لري یا د هغوی د کار کتاب یا کورنې دندې فولډر چیک کړي.
- د خپل ماشوم ښوونځي کې د ESL ټولګیو کې ګډون وکړي که وړاندې شي.
- د والدین ښوونکي کنفرانسونو کې ګډون وکړي.
- د تعلیمي نصاب نه بهر فعالیت کې ورسره مرسته وکړي لکه د ښوونځي د سپورت ټیم یا د هنر کلب.
- ستاسې د ماشوم ټولګي کې رضاکار.
- خپل ماشوم بس یا ښوونځي ته ورسوي.
- د خپل ماشوم سره د هغه/هغې کورنۍ دنده باندې کار وکړي.

ماشومان او ځوانان
عامه ښوونځي په ټول هیواد کې وړیا دي. د قانون له مخې، عامه ښوونځي هیڅ مذهبي تړاو نشي درلودلی. په ډیری سیمو کې شخصي ښوونځي هم شتون لري او ځینې یې مذهبي تړاو لري. شخصي ښوونځي فیس اخلي چې ډیر ګران یا قیمت کیدی شي.
د امریکا متحده آیالاتو کې د ماشومانو لپاره څلور تعلیمي سطحې دي. په عامه ښوونځیو کې هلکان او انجلۍ ګډو ټولګیو ته ځي.
د ښوونځي دمخه. دا د 3 نه تر 5 کلونو پورې عمر لرونکي ماشومانو لپاره سطح ده. د قانون له مخې دا لازمي نده، او عمومآ وړیا نه وي.
لومړنی ښوونځی دا سطح د وړکتون (5 کلنۍ) سره پیلږي او تر پنځم یا شپږم ټولګي (12 کلنۍ) پورې دوام کوي.
مینځنی ښوونځی یا د کشرانو لیسه. پدې سطح کې عمومآ د 12 نه تر 14 کلونو پورې عمر لرونکي ماشومانو لپاره د شپږم یا اوم نه تر اتم یا نهم ټولګي پورې شامل دي.
لیسه. پدې سطح کې عمومآ د 14 نه تر 18 کلونو پورې ماشومانو لپاره د نهم یا لسم نه تر دولسم ټولګي پورې شامل دي. هغه زده کونکي چې پدې سطح کې د ښوونځي شرایط بشپړ کړي هغوی د لیسې شهادتنامه یا ډیپلوم ترلاسه کوي.
د لیسې شهاتنامه او د ښه اکاډمیک ریکارډ لرونکي زده کونکي اکثر په کالج یا پوهنتون کې خپل تعلیم ته دوام ورکوي، مګر لوړې زده کړې وړیا ندي. د ثانوي دمخه حرفه ای روزنه هم شتون لري او د کالج او پوهنتونونو پرتله ارزانه یا لږ قیمت ده.