د سختې یخنۍ پر مهال خوندي پاتې کېدل

:تازه یا آپډېټ شوي8/28/2025
د سختې یخنۍ پر مهال د خوندیتوب لپاره لاندې لارښوونې درسره تعقیب کړئ.
Image
د یخنۍ په حالت کې د یو اپارتمان پر چت یخونه (آیسکۍ) جوړ شوي دي.

کله چې د ژمی په میاشتو کې د تودوخې درجه ټیټه وي نو کیدای شي چې د لږ وخت لپاره سخته یخني او یخ باد هم د انسان ژوند لپاره ګواښوونکی وي. د ژمي طوفانونه، او یخ بادونه کولای شي چې د برېښنا قطع کېدو لامل شي او کور مو بې برېښنا او یخ پاتې شي. که تاسې په داسې ځای کې مېشت یاست چې هلته ژمی ډیر یخ نه وي نو هم باید د تودوخې د ناڅاپه کمېدو لپاره چمتو اوسئ او  پوه اوسئ چې څنګه د برېښنا قطع کېدو پر مهال ګرم پاتې شئ. د سختې یخنۍ پر مهال د خوندیتوب لپاره لاندې  لارښوونې درسره تعقیب کړئ.   

د کور د ګرمولو پر مهال خوندیتوب 

  • هېڅکله د منقل په ګرمولو کور مه ګرموئ.  

  • د انتقال وړ بخارۍ یا هیټر مو تل د هغو شیانو لیرې وساتئ چې اور اخیستلای شي لکه کالي یا جامې. کله چې په کوټه کي نه یاست نو منقل مو بند کړئ.  

  • هېڅکله مو د موټر اینجن په ګراج یا بند ځای کې مه چالانوئ. موټر یو بې بوی او بې رنګه کاربن مونو اکساید زهرجن ګاز خارجوي چې حتی کېدای شي د مړینې سبب هم شي.  

  • هېڅکله د کور دننه اور مه بلوئ پرته له هغه بخاریو چی قانوني وي او د لرګیو سوځولو اجازه ولري.   

که چېری مو برق ولاړ شي یا مو بخارۍ کار نه کوي نو څه باید وشي؟ 

  • په یوه کوچني ځای کې د خپلې کورنۍ او څارویو لپاره مو یو (سرپناه) جوړه کړئ چې د باد څخه خوندي وي.  

  • د (سرپناه) کوټي کړکۍ مو په کمپلو، درنو ټوکرانو، دستپاکونو، یا پر پلاستیکونو وپوښئ. ټول سره نږدۍ کښېنۍ تر څو د وجود تودوخه مو یو بل سره شریکه کړئ. 

  • څومره چې ممکن وي، د ژمي جاکټونه، کمپلې، واسکټونه او د خوب خلتې را ټول کړئ. که خیمه لرئ نو کولای شئ چې هغه په خونه کې هم تنظیم کړئ.  

  • په ټولو نلونو کې لږ څاڅکې څاڅکې اوبه پرېږدئ او د سینک یا ظرفونو پریمنځلو د ځای لاندې کړکۍ مو خلاصه پرېږدئ تر څو پایپونه ښکاره شي. دا کار کولای شي چې د اوبو پایپونه د یخ یا کنګل څخه وژغوري.   

د ژمي طوفان څخه د خوندیتوب په اړه نورې لارښوونې 

  • ځان خبر ساتئ. سیمییزو خبري سرچینو ته پام وکړئ تر څو ډاډه شئ چې د اړتیا په صورت کي د هر ډول بیړني خبر په اړه مو معلومات تازه وي. د بېلګی په توګه، ځینې وختونه په ټولنو کې د بیړنیو حالاتو پر مهال کله چې برېښنا نه وي نو لنډمهاله ګرم ځایونه جوړېږي تر څو پکې خلک خوندي وي.  

  • تیلیفونونه مو چارج کړئ.  

  • لاسي چراغونه، یو رادیو، او اضافي بیټریاني درسره وساتۍ تر څو ورته په اسانه لاسرسي ولرئ.  

  • ډاډ تر لاسه کړئ چې د اونۍ په ترڅ کې د څو ورځو لپاره پاکو اوبو ته لاسرسي ولرئ. خالي بوتلونه د نل د اوبو څخه ډک کړئ چې د پایپونو د یخ یا کنګل کېدلو په صورت کې یې وکاروئ. 

  • که تاسې باید د ډیری یخی هوا پر مهال بهر ووځئ نو کوښښ وکړئ چې بهر لږ وخت تیر کړئ، ډبل او څو پوښه لباس واغوندئ، دسکشې پر لاسو کړئ او خصوصأ خولۍ پر سر کړئ (د وجود ۴۰ سلنه تودوخه د سر څخه وتلای شي). په یخه هوا کي پاتې کېدل ممکن د هایپوترمیا د ناروغتیا سبب شي (دا حالت کیدای شي چې د انسان د مرګ سبب شي کله چې د بدن تودوخه له ۹۵ فارنهایټ درجې څخه ښکته وي). زاړه خلک په ځانګړي ډول د هایپوترمیا په مقابل کې حساس دي. د منفي ۲۰ فارنهایټ درجې یخه هوا کولای شي چې په ۳۰ دقیقو کی انسان د جدي طبي حالت سره مخ کړي چې ورته یخ وهل وایي. یخ وهل کیدای شي چې د انسان پوستکي او غړو ته جدي دایمي زیان ورسوي. 

  • د ژمی د طوفانونو پرمهال موټر مه چلوئ. سړکونه خطرناک دي او که په سړه هوا کې بند پاتې شئ نو کیدای شي چې د یخ له امله د مرګ ګواښ سره مخ شئ. 

  • انرژي خوندي کړئ. 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0