د ماشومانو لپاره د اوړي فعالیتونه او کمپونه

اوړی د ځوانانو لپاره ښه وخت دی چې نوې فعالیتونه تجربه کړي، نوې مهارتونه زده کړي، او ښې خاطرې جوړې کړي.
په متحده ایالاتو کې د ماشومانو او ځوانانو لپاره له کنډرګارټن (kindergarten) څخه تر دولسم ټولګي پورې ډېر ډولونه د اوړي پروګرامونه شته. ځینې پروګرامونه وړیا دي یا ډېر لږ لګښت لري، او ځینې بیا په ځانګړو مهارتونو تمرکز کوي او کیدای شي ډېر لګښت ولري. دا لارښود به درسره مرسته وکړي چې پوه شئ ستاسو کورنۍ کوم ډول پروګرامونه موندلای شي.
وړیا او لږ لګښت لرونکي پروګرامونه
په دولتي ښوونځیو کې پروګرامونه او د اوړي زده کړه
ډېر محلي دولتي ښوونځي د اوړي پروګرامونه وړیا یا په لږ لګښت وړاندې کوي. دا پروګرامونه هغو زده کوونکو سره مرسته کوي چې په درسي مضامینو کې اضافي ملاتړ ته اړتیا لري یا غواړي خپله انګلیسي ښه کړي. ځینې ښوونځي وړیا خواړه او تر پروګرام پورې او بېرته د تګ راتګ لپاره ترانسپورت (لکه بس) هم برابروي.
کتابتونونه او ټولنیز مرکزونه
عامه کتابتونونه او ټولنیز مرکزونه ډېری وخت د اوړي لپاره وړیا فعالیتونه وړاندې کوي. پدې کې د لوستلو پروګرامونه، د ساینس او ټکنالوژۍ په اړه ورکشاپونه (چې کله ناکله STEM بلل کېږي)، د هنر ټولګي، او نور داسې پروګرامونه شامل دي چې ماشومان پکې ګډون کولای شي.
YMCA او د هلکانو او نجونو کلبونه
دا په ټول متحده ایاالتو کې مشهور سازمانونه دي. دوی د اوړي د ورځې کمپونه په مناسب لګښت وړاندې کوي. د ورځې کمپ داسې پروګرام دی چې ماشومان ورځي او ماښام کور ته راګرځي. دغه سازمانونه مالي مرسته هم وړاندې کوي. د پیسو اندازه ممکن د کورنۍ عاید پورې اړه ولري (دا کله ناکله "sliding scale fee" بلل کېږي). پروګرامونه اکثره وخت سپورټ، هنر، ساینس، او داسې فعالیتونه لري چې د ماشومانو د مشرتابه وړتیاوې پیاوړې کوي.
ښاري پارکونه او د تفریح څانګې
ستاسې د ښار حکومت ممکن د ورځې کمپونه، سپورټ ټیمونه، او بهرني فعالیتونه وړیا یا په لږ لګښت وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د هغه ښار اوسېدونکو لپاره.
منځني او لوړ لګښت لرونکي پروګرامونه
دغه پروګرامونه عموماً زیات لګښت لري، خو اکثره وخت د ډېرو تخصصي کمپونو په پرتله ارزانه وي.
د خصوصي ډلو یا ښوونځیو د ورځې کمپونه
دغه ورځې کمپونه په ځانګړو علاقو تمرکز کوي، لکه ورزش، هنر او تیاتر، کوډینګ یا روبوټونه (کمپیوټر پروګرام کول یا روبوټ جوړول)، او د طبیعت اړوند فعالیتونه. لګښتونه بېلابېل وي، خو اکثره د هغو کمپونو په پرتله ارزانه دي چې ماشومان پکې شپه تېروي.
مذهبي یا کلتوري کمپونه
ځینې کلیساګانې، جوماتونه، کنیسې، او کلتوري مرکزونه د اوړي پروګرامونه وړاندې کوي. دا پروګرامونه ممکن په ارزښتونو، دودونو، یا یوې ځانګړې ژبې په زده کړه تمرکز وکړي. دوی اکثراً هڅه کوي چې بیې د کورنیو لپاره مناسبې وساتي.
تخصصي غیرانتفاعي پروګرامونه
ډلې لکه H-4، Girl Scouts، او Boy Scouts دننه او بهر فعالیتونه وړاندې کوي. دا پروګرامونه د یوه ورځې نیولې تر یوې بشپړې اونۍ پورې وي. دوی زیاتره وخت په ټیټه بیه اختیارونه لري او کیدای شي مالي مرسته هم وړاندې کړي.
د شپې کمپونه (Sleepaway Camps)
دغه کمپونه دودیز بهرني فعالیتونه وړاندې کوي، لکه کوه کې ختل، لامبو، او ډلهييز سپورټونه. ځینې یې یوه اونۍ دوام کوي، او ځینې ټول اوړی روان وي. که څه هم عموماً ګران وي، ډېری یې د لګښت په برخه کې مالي مرسته هم وړاندې کوي.
اکادمیک او د پوهنتون د چمتووالي پروګرامونه
دا پروګرامونه د پوهنتونونو یا خصوصي ښوونځیو له خوا وړاندې کېږي. دوی په ځانګړو مضمونونو لکه لیکنه، STEM (ساینس، ټکنالوژي، انجنیرۍ، ریاضي)، یا تجارت تمرکز کوي. دا پروګرامونه زیاتره د منځنۍ او لېسې زده کوونکو لپاره دي. که څه هم لګښت یې لوړ وي، خو د پوهنتون لپاره چمتووالي او د ریزومي جوړولو لپاره ډېر مهم دي.
تخصصي کمپونه (ادایي هنرونه، ټکنالوژي، پرمختللی سپورټ)
دا کمپونه هغو ماشومانو لپاره دي چې په یوه ځانګړي مهارت کې ژوره علاقه لري، لکه نڅا، تیاتر، پرمختللی کوډینګ، مسلکي سپورټ روزنه، یا ای-سپورټ (سیالتي ویډیو ګېمونه). دا کمپونه اکثره وخت ګران وي، ځکه چې پکې متخصص ښوونکي او ځانګړي وسایل برابریږي.
مالي مرسته او د لګښتونو کمولو لارې (سکالرشپونه)
ډېر کمپونه — حتی خصوصي یا ګران کمپونه — مالي مرسته یا د عاید په اساس بیه ټاکل وړاندې کوي. تل د کمپ له کارکوونکو څخه په مستقیم ډول وپوښتئ که دوی لاندې وړاندیز کوي:
مالي مرسته (د فیسونو ورکولو لپاره مرسته)
د وروڼو او خویندو تخفیف (که له یوې کورنۍ څخه څو ماشومان ولېږئ، بیه ټیټېږي)
د وختي ثبت لپاره ټیټه بیه (چې کله ناکله ورته "وختي ثبت تخفیف" ویل کېږي)
څنګه نوملیکنه (ثبت نام) وکړئ
هر کمپ یا پروګرام د کورنیو لپاره خپله ځانګړې د نوملیکنې طریقه لري. عموماً، تاسې باید لاندې کارونه وکړئ:
د کمپ وېبپاڼې ته لاړ شئ. تاسو دا ډېری وخت د کمپ د نوم په انټرنیټ کې په لټولو سره پیدا کولی شئ.
د "نوملیکنې فورم" یا "غوښتنلیک فورم" ولټوئ. دا هغه فورم دی چې تاسو یې د خپل ماشوم د ثبت لپاره ډکوئ.
پیدا کړئ چې غوښتنلیک تر کومې نېټې پورې باید وسپارئ (د غوښتنلیک وروستۍ نېټه).
دا زده کړئ چې فیسونه څنګه ورکړئ. ځینې پروګرامونه کېدای شي لاندې اسناد وغواړي:
طبي فورمې (د ماشوم د روغتیا په اړه معلومات)
د استوګنې ثبوت (یو سند چې ښيي تاسې په ټاکلې سیمه کې اوسېږئ، لکه د برېښنا بل یا د کرایې تړون). کمپ به تاسې ته ووایي چې کوم سندونه منل کېږي.
تل ښه ده چې که ممکن وي، ژر نوملیکنه وکړئ. مشهور کمپونه ژر ډک کېږي، او تاسې غواړئ ډاډه شئ چې ستاسې ماشوم ته ځای ورکړل شي.