په امریکا کې د معلولیت د حقونو او ملاتړ په اړه د نوي راغلو کسانو لارښود

:تازه یا آپډېټ شوي6/30/2026
نوي هېواد ته کډه کول ډېر بدلونونه او ستونزې راولي. هغه نوي راغلي کسان چې معلولیت لري، د امریکا له ژوند سره د عادت کېدو پر مهال کېدای شي نورې او سختې ستونزې هم ولري. د Settle In دا لارښود د معلولیت لرونکو نوي راغلو کسانو لپاره د معلولیت حقونه، مناسبې آسانتیاوې، او هغه خدمتونه بیانوي چې ښايي تاسو ته موجود وي. دا لارښود د مرستې موندلو او د ملاتړ غوښتلو لپاره عملي مشورې هم درکوي.
Image
A Newcomer’s Guide to Disability Rights and Support in the U.S.

 

د معلولیت لرونکو خلکو لپاره ډېر خدمتونه شته، خو کېدای شي تاسو نه پوهېږئ چې دا خدمتونه شته، یا څنګه یې پیدا او وکاروئ. ښايي تاسو داسې پوښتنې ولرئ: 

• که زه د خپل معلولیت خبره وکړم، ایا زما د کډوالۍ پر حالت اغېز کوي؟ 

• د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره له کوم ځایه مرسته اخیستلای شم؟ 

• زما حقونه څه دي؟ 

• ایا زه د مرستې غوښتنه کولای شم؟ 

• که زه انګلیسي ښه نه شم ویلای، څه وکړم؟ 

• ایا خلک به زما اړتیاوې درک کړي؟ 

تاسو یوازې نه یاست. ډېر کډوال او نوي راغلي کسان چې معلولیت لري، په نویو ټولنو کې د ځای پر ځای کېدو او په امریکا کې د سیسټمونو د کار کولو د پوهېدو پر مهال ورته پوښتنې لري. 

  

د معلولیت پېژندنه 

په امریکا کې، معلولیت په قانون کې داسې تعریف شوی چې یو جسمي یا ذهني ستونزه ده او د ورځني ژوند یو یا څو مهم کارونه ډېر محدودوي. 

 

خلک معلولیت په بېلابېلو ډولونو تجربه کوي. ځینې معلولیتونه ښکاره وي، او ځینې نور نه ښکاري. 

 

که یو کس معلولیت ولري، کېدای شي په تګ، اورېدلو، یا لیدلو کې ستونزه ولري. یا ښايي اوږدمهاله درد، د زده کړې ستونزې، د حافظې ستونزې، د ودې معلولیتونه، د رواني روغتیا ستونزې، یا نورې روغتیايي اندېښنې ولري. 

 

ځینې خلک خپل ځان د معلولیت لرونکي کس په توګه پېژني. نور کسان ښايي لا هم زده کوي چې د خپل معلولیت په اړه څنګه فکر وکړي، یا د خپلو شخصي، کلتوري، یا دیني باورونو له امله دا کلمه نه کاروي. 

 

خپل حقونه پېژنئ 

په امریکا کې، د معلولیت لرونکو امریکایانو قانون (ADA) او ډېر نور ایالتي او فدرالي قوانین معلولیت لرونکي خلک په ډېرو ځایونو کې له تبعیض څخه ساتي، لکه ښوونځي، کار، کور، ټرانسپورټ، او روغتیايي پاملرنه. د دې قانون له مخې، معلولیت لرونکي خلک حق لري چې د کار لپاره غوښتنلیک ورکړي، ښوونځي ته لاړ شي، او د ټولنې په ژوند کې برخه واخلي. 

 

په امریکا کې معلولیت لرونکي خلک ښايي د مرستې یا مناسبو آسانتیاوو حق ولري، د کډوالۍ له حالت څخه پرته. ډېر سازمانونه او عامه خدمتونه باید معلولیت لرونکو خلکو ته مناسبې آسانتیاوې او مساوي لاسرسی برابر کړي. دا کېدای شي پکې شامل وي: 

• د ژباړې خدمتونه 

• ویلچېر ته لاسرسی 

• په غټو تورو لیکل شوي مواد 

• د ازموینو یا ملاقاتونو لپاره زیات وخت 

• د ننوتلو اسانه لارې 

• د خدمت حیوان د ننوتلو اجازه 

• په ودانیو کې د لاسرسي روښانه نښې 

• یادونه: ځینې نوي راغلي کسان چې معلولیت لري، ښايي د امریکا د تابعیت په پروسه کې د آسانتیاوو یا معافیتونو حق هم ولري 

که د ملاقات یا غونډې پر مهال معلومات روښانه نه وي، تاسو حق لرئ چې پوښتنې وکړئ. 

 

د مرستې او مناسبو آسانتیاوو غوښتنه 

مناسبه آسانتیا یو بدلون یا مرسته ده چې له یو کس سره مرسته کوي چې په ورځني ژوند کې ښه برخه واخلي. بېلابېل خلک بېلابېلو آسانتیاوو ته اړتیا لرلای شي، لکه د ناستې مناسب ځای، لیکلې لارښوونې، ارامه کوټه، یا د ډاکټر د ملاقاتونو لپاره له کاره وقفې. 

 

که مخکې مو د معلولیت اړوند مرسته نه وي ترلاسه کړې، یا له داسې ځایه راغلي یاست چې هلته د معلولیت او رواني روغتیا په اړه په ښکاره خبرې نه کېږي، ښايي د مرستې غوښتل یا د خپلو اړتیاوو په اړه خبرې کول درته سخت احساس شي. 

 

په امریکا کې د مرستې غوښتل عادي او منل شوې خبره ده. ښايي تاسو اړتیا ولرئ چې پوښتنې وکړئ یا خپله خبره وکړئ، ترڅو هغه مناسبې آسانتیاوې ترلاسه کړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ. دلته د هغو خبرو ځینې بېلګې دي چې تاسو یې ویلای شئ: 

 

• «زه ویلچېر کاروم. ایا داسې دروازه شته چې زه یې وکاروم؟» 

• «زه ښه نه شم لیدلای. ایا غټ لیکلی متن لرئ؟» 

 

ډېر نوي راغلي کسان غواړي چې معلومات په خپلې خوښې ژبه ترلاسه کړي، ځکه دا ورته اسانه وي. په ډېرو حالتونو کې، تاسو حق لرئ چې مهم معلومات په هغه ژبه ترلاسه کړئ چې تاسو یې په خبرو یا لیکلو کې غوره ګڼئ. روغتیايي خدمتونو ورکوونکي، ښوونځي، او حکومتي دفترونه ښايي ژباړونکي یا د ژبې د ملاتړ خدمتونه برابر کړي. 

 

که تاسو کاڼه یاست یا ښه نه اورئ، تاسو د اشارې ژبې ژباړونکي یا د اړیکې نیولو بل ملاتړ هم غوښتلای شئ. د اشارې ژبې په بېلابېلو هېوادونو کې فرق لري. که تاسو د اشارې ژبه کاروئ، خپل خدمت ورکوونکي ته ووایئ چې کومه اشاروي ژبه کاروئ او څنګه اړیکه نیول غوره ګڼئ. 

Image
Two people smile and use sign language in a busy office lobby.

 د خدمتونو او ملاتړ موندل 

ځینې نوي راغلي کسان سمدستي د معلولیت اړوند خدمتونو او ملاتړونو په اړه نه پوهېږي. له همدې امله، ښايي د داسې مرستې فرصتونه له لاسه ورکړي چې ورځنی ژوند یې اسانه کولی شي. 

 

د اړتیا له مخې، ملاتړ په دې برخو کې موجود کېدای شي: 

• روغتیايي پاملرنه 

• ټرانسپورټ 

• کارموندنه 

• کور او استوګنځای 

• مالي مرسته 

• خپلواک ژوند 

 

د بېلګې په توګه، ځینې خلک ښايي نه پوهېږي چې که یوه ملاقات یا دفتر ته تلل ستونزمن وي، مناسبې آسانتیاوې یا بله مرسته موجوده کېدای شي. 

 

حتی که تاسو پوهېږئ چې خدمتونه یا قانوني ساتنې شته، د مرستې موندل او د سیسټمونو د کار کولو پوهېدل بیا هم ستونزمن یا ګډوډوونکی احساس کېدای شي. 

 

په امریکا کې ډېر پروګرامونه او سازمانونه د معلولیت لرونکو خلکو ملاتړ کوي. تاسو ښايي د دې ځایونو له لارې مرسته پیدا کړئ: 

• د بیا مېشتېدو خدمت ورکوونکي 

• ټولنیز سازمانونه 

• ښوونځي 

• روغتیايي خدمت ورکوونکي 

• د معلولیت د حقونو ملاتړي سازمانونه 

• د دیني ټولنې ډلې 

• د ځایي حکومت دفترونه 

• د قانوني مرستې سازمانونه 

که نه پوهېږئ له کوم ځایه پیل وکړئ، له باوري خدمت ورکوونکي، کېس ورکر، یا ټولنیز سازمان څخه لارښوونه وغواړئ. تاسو همدارنګه ADA.gov، Benefits.gov، یا د ILRU Centers for Independent Living directory ته ورتلای شئ، ترڅو مرسته ومومئ او خپل نږدې خدمتونه پیدا کړئ. 

 

Switchboard د دې لیکنې د منځپانګې او بیاکتنې په برخه کې مرسته کړې ده. 

 

سرچینې 

• د معلولیت لرونکو امریکایانو قانون (ADA): د معلولیت لرونکو امریکایانو قانون پېژندنه 

• ټولنیز سازمانونه او د معلولیت د حقونو ملاتړ سرچینې 

• Mustafa Rfat: د معلولیت او د کډوالو د بیا مېشتېدو څېړنه او لارښوونه 

• د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونه (USCIS): د عامو خلکو لپاره د معلولیت آسانتیاوې 

خبرتیا: د دې وېبپاڼې منځپانګه د Settle In له خوا جوړه شوې، عامه ملکیت دی، او بیا خپرېدای شي. دا لیکنه د معلوماتو لپاره عمومي لارښوونه وړاندې کوي. د معلولیت ځانګړې تګلارې او کړنې د ایالت او ښار له مخې توپیر لرلای شي. 

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
0
0