د سوشیل سیکیوریټي (SSN) شمېره څه ده او څنګه یې تر لاسه کړم تر څو وکولای شم چې په متحده ایالاتو کې کار وکړم؟
د سوشیل سیکیوریټي شمېره یوه ځانګړی د نهه اعدادو شمېره ده چې د متحده ایالاتو لخوا صادریږي چې په عمومي ډول د دولت لخوا د افرادو د عایداتو او مالیاتو د تعقیبولو په موخه کارول کېږي. د متحده ایالاتو ټول اتباع، ګرین کارت لرونکي، او غیر اتباع چې په متحده ایالاتو کی کار کوي باید د سوشیل سیکیوریټي شمېره ولري. کله چې دنده پیل کوئ نو تاسې به د سوشیل سیکیوریټي شمیرې ته اړتیا ولرئ. په همدی ډول که غواړئ چي پور واخلئ، کریډیټ کارت ته غوښتنه وکړئ او یا مو د کریدت سابقه جوړه کړئ او یا هم کور په کرایه ونیسئ نو باید د سوشیل سیکیوریټي شمېره ولرئ.
د کډوال په توګه، تاسو په قانوني ډول اجازه لرئ چې په متحده ایالاتو کې له رسیدو سره سم کار وکړئ. ځینې کارګمارونکي ممکنه پدې اړه نه پوهیږي او ممکنه ستاسو د کار ګمارلو دمخه ستاسو د کار کولو رسمي اجازې لیک (EAD) یا ټولنیز امنیت کارت وګوري. دا د دندې موندل ستونزمن کولی شي پداسې حال کې چې تاسو د خپلو اسنادو رسیدو په انتظار کې یاست.
پخوا له کډوالو غوښتل کېده چې متحده ایالاتو ته له رسېدو څه موده وروسته، د سوشیل سیکیورټي شمېرې لپاره په حضوري توګه د سوشیل سیکیورټي ادارې (SSA) سیمهییز دفتر ته ورشي او غوښتنلیک ورکړي. خو هغه کډوال چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۶مه یا له هغې وروسته راځي، د دوی د سوشیل سیکیورټي شمېره به په اتوماتيک ډول د کار د اجازې د غوښتنلیک، یعنې فورمې I-765 له لارې چې امریکا ته له رسېدو دمخه ډکه شوې وي، وغوښتل شي. کله چې د امریکا د تابعیت او مهاجرت خدماتو اداره (USCIS) ستاسو غوښتنلیک ومني، تاسو ته به دوه سندونه درسېږي: د کار د اجازې سند (EAD) چې د «USCIS I-766 کارت» یا «د کار جواز» په نامه هم پېژندل کېږي، او په بل پاکټ کې ستاسو د سوشیل سیکیورټي کارت (پر کارت به ستاسو نوم او د سوشیل سیکیورټي شمېره لیکل شوې وي). دواړه سندونه به ستاسو سیمهییزې بیامېشتېدنې ادارې ته وسپارل شي، یا که تاسو د ورچوال (مجازي) بیامېشتېدنې پروګرام له لارې ځای پرځای کېږئ، نو ستاسو امریکایي اړیکې (U.S. Tie) ته به ارسال شي. په یاد ولرئ چې د کار د جواز د انتظار وخت اوږد کېدای شي. تاسو کولای شئ اوسنی د انتظار وخت د USCIS د غوښتنلیکونو د بهیر د وخت وسیلې له لارې وګورئ.
که چېری تاسې د I-485 فورمې له لارې ګرین کارت ته اپلای کوئ په اکثر مواردو کې د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره به ستاسې په اړه معلومات په اټومات ډول سوشیل سیکیوریټي دفتر یا SSA ته ولېږدوي. کله چې SSA دفتر ستاسې په اړه معلومات تر لاسه کړي نو تاسې ته به د سوشیل سیکیوریټي نمره، یا هم بدیل کارت یې درکړي. د کډوالۍ د دفتر او د سوشیل سیکیوریتي دفتر تر منځ دا همکاري به ستاسې د I-485 پر فیس اغیز نه لري.
که تاسو د خپلو سندونو په اړه پوښتنې لرئ، نو د خپلې سیمې د بیامېشتېدنې خدماتو چمتو کوونکي سره اړیکه ونیسئ. هغوی کولای شي په دې کې مرسته وکړي چې پر بهیر پوه شئ او له نورو ملاتړي خدماتو سره مو وصل کړي.
مهمه ده چې د سوشیل سیکیوریټي نمره مو خوندي وساتئ. که غله او درغلچیان ورته لاسرسی پیدا کړي نو کولای شي چې په غیر قانوني ډول ستاسې پر نوم ګټی او پورونو لپاره غوښتنه وکړي یا یی په نورو جرمونو کې استعمال کړي. یواځی په داسې صورت کې یی له ځانه سره واخلئ کله مو چې ورته اړتیا وه، کنه نو په کور کې یی خونډي وساتئ. تاسې باید هر هغه اسناد چي ستاسې سوشیل سیکیوریټي نمبر ولري خوندي وساتئ او هر هغه بریښنایی سندونه چي ستاسې سوشیل سیکیوریټي شمېره لري هم یی خونډي کړئ.
که څه هم هر څوک کولای شي چې د سوشیل سیکیوریټی نمره مو درڅخه وغواړي، اما عمومأ تاسې یی یواځی د کار ګومارونکي، دولتي اداری یا بانک ته ورکړئ که چېری ستاسې د پور، نغدي حساب یا د سپما حساب یا هم د کارت اخیستلو لپاره یی درڅخه وغواړي.