د روغتیايي بیمې یا په ټیټ لګښت د روغتیايي پاملرنې ترلاسه کولو لپاره شپږ لارې: د نوو راغلو کسانو لپاره لارښودنې

:تازه یا آپډېټ شوي10/20/2026
که تاسو د مېډیکېډ یا د CHIP لپاره د وړتیا شرایط نه پوره کوئ، یا که ستاسو پوښښ پای ته ورسیږي، تاسو د روغتیايي بیمې ترلاسه کولو یا په ټیټ لګښت د روغتیايي پاملرنې د ترلاسه کولو لپاره نورې لارې لرلې شي. د نورو معلوماتو لپاره دا مقاله ولولئ.
Image
medical provider holding tablet with health icons displayed

 

په متحده ایالاتو کې، روغتیايي بیمه د طبي پاملرنې د لګښتونو په ورکړه کې مرسته کوي. روغتیايي بیمه د حکومت د یوه پروګرام، ستاسو د دندې، یا د شخصي بیمې د یوه پلان له لارې ترلاسه کېدای شي. ځینې روغتیايي کلینیکونه هغو کسانو ته هم وړیا یا په ټیټ لګښت د روغتیايي پاملرنې خدمتونه وړاندې کولې شي چې روغتیايي بیمه نه لري. 

که تاسو د مېډیکېډ یا د ماشومانو د روغتیايي بیمې پروګرام CHIP لپاره د وړتیا شرایط نه پوره کوئ، یا که ستاسو پوښښ پای ته ورسیږي، تاسو د روغتیايي بیمې ترلاسه کولو یا په ټیټ لګښت د روغتیايي پاملرنې د ترلاسه کولو لپاره نورې لارې لرلې شي. ستاسو لپاره انتخابونه ستاسو د کډوالۍ وضعیت، عاید، عمر، د کورنۍ د غړو شمېر، دندې او هغه ایالت پورې اړه لري چېرته چې تاسو پکې ژوند کوئ. 

که تاسو اوس مهال د مېډیکېډ یا د CHIP غړیتوب لرئ، ستاسو د ایالت مېډیکېډ یا CHIP اداره باید ستاسو د وړتیا شرایط بیاکتنه وکړې او ستاسو د روغتیايي بیمې د پوښښ له بدلولو یا پای ته رسیدو څخه مخکې به تاسو ته خبرتیا درولېږي. ډاډ ترلاسه کړئ چې اداره ستاسو د اړیکو اوسني معلومات لري، او هرې خبرتیا ته د ټاکل شوې نېټې تر پای ته رسیدو مخکې ځواب ورکړئ. د نورو معلوماتو لپاره، د مېډیکېډ او CHIP پروګرامونو کې بدلونونه ولولئ: د نوو راغلو کسانو لپاره لارښودنې.  

دا لارښودنې د روغتیايي بیمې د موندلو یا د روغتیايي پاملرنې د لګښتونو د کمولو لپاره شپږ انتخابونه تشریح کوي. قواعد له یوه ایالت څخه بل ایالت ته توپیر لري او پر هر شخص بېلابېزې اغېزې لرلې شي. له یوه باوري د روغتیايي بیمې لارښودنه کوونکې یا د بیا مېشتېدو د خدمتونو له وړاندې کوونکي څخه وپوښتئ چې تاسو ته کوم انتخابونه شتون لري. د روغتیايي بیمې لارښودنه کوونکې روزل شوي کسان دي چې تاسو ته د روغتیايي بیمې د پوښښ شتون انتخابونه تشریح کوي او له تاسو سره د وړیا غوښتنلیک په سپارلو کې مرسته کوي. 

1. د کډوالو لپاره طبي مرستې 

د کډوالو د طبي مرستو پروګرام، چې ډېری وخت د RMA په نوم یادېږي ځینو نویو راغلو کسانو ته د لنډې مودې لپاره روغتیايي بیمه چمتو کوي. تاسو مستحق کېدای شي که تاسو د کډوالو د بیا مېشتېدو د دفتر (ORR) له لارې د خدمتونو د ترلاسه کولو شرایط پوره کولو لپاره وړتیا لري، د مېډیکېډ لپاره مستحق نه یاست، او لا هم په هغه ټاکلې موده کې یاست چې د RMA د ترلاسه کولو وړ یاست. 

د 2026 کال د اکتوبر له 1، نېټې څخه، د کډوالو د بیا مېشتېدو دفتر (ORR) د RMA لپاره د وړتیا موده له 8 میاشتو څخه 12 میاشتو پورې زیاته کړه. دا بدلون عموماً پر هغو وړ کسانو تطبیقېږي چې د ORR له مخې د وړتیا نېټه یې د 2026 کال د جنورۍ 1 نېټه یا له هغې وروسته وي  

که یو کس د هغو میاشتو په هره یوه کې د مرستې مستحق و، نو ایالت باید د مرستې اضافي میاشتې یا د تېرو میاشتو پیسې ورته چمتو کړي. دا مودې غځول په هر ایالت کې په اتومات ډول نشې کېدای.  د دې معلومولو لپاره چې چیرته او څنګه غوښتنلیک وسپارئ له خپل د بیا میشتیدنې چمتو کونکي یا د کډوالو د روغتیا په چارو کې د ایالتي همغږي کونکي سره اړیکه ونیسئ.  ژر تر ژره غوښتنلیک وسپارې ځکه چې دRMA یوازې د محدودې مودې لپاره شتون لري. 

له خپل د کډوالو د بیا مېشتېدو د خدمتونو له وړاندې کوونکي یا د خپل ایالت د کډوالو د روغتیايي پروګرام څخه پوښتنه وکړئ: 

  •  آیا زه د RMA لپاره مستحق یم؟ 

  •  زما د وړتیا موده کله پیلیږي او کله پای ته رسیږي؟ 

  •  کوم ډاکټران، درمل او خدمتونه تر پوښښ لاندې دي؟ 

2. د ماشومانو او امیندوارو کسانو لپاره مېډیکېډ یا د CHIP پروګرام 

حتی که ستاسو په کورنۍ کې یو بالغ کس د مېډیکېډ وړتیا له لاسه ورکړي، بیا هم ماشوم یا د کورنۍ امیندواره غړی د مېډیکېډ یا د CHIP لپاره مستحق کېدای شي. د وړتیا شرایط او د پروګرامونو نومونه له یوه ایالت څخه بل ایالت ته توپیر لري. 

له خپل ایالتي مېډیکېډ یا د CHIP له ادارې سره اړیکه ونیسئ ترڅو وپوښتئ چې ایا ستاسو ایالت د CHIPRA 214 په نوم د یوه اختیار له لارې په قانوني ډول مېشتو ماشومانو یا امیندوارو کسانو ته روغتیايي بیمې پوښ وړاندې کوې او څنګه ورته غوښتنلیک سپارل شئ. په Medicaid.gov وېب پاڼه کې وګورئ چې کوم ایالتونه دا ډول روغتیايي بیمې پوښ وړاندې کوې. 

3. د دندې له لارې روغتیايي بیمه 

ستاسو کارورکوونکی یا ستاسو د مېرمن/مېړه یا والدینو کارورکوونکی روغتیايي بیمه وړاندې کولې شي. له کارورکوونکي یا د هغه د بشري سرچینو (HR) له څانګې څخه پوښتنه وکړئ: 

  •  د روغتیايي بیمې د پلان د لګښت لپاره به له هر معاش څخه څومره پیسې کسر کېږي؟ 

  •  د بیمې د مجرايي وړ لګښت څومره دي، یا زه باید څومره پیسې ورکړم مخکې له دې چې پلان د ډېرو خدماتو لپاره پیسې ورکول پیل کړي؟ 

  •  ایا زه د خپلو اوسنیو ډاکټرانو سره لیدنو ته دوام ورکول شم، او ایا زما درمل د بیمې تر پوښښ لاندې دي؟ 

  •  که زه د مېډیکېډ یا د CHIP پروګرام وړتیا له لاسه ورکړم نو زه کله نوم‌لیکنه کولې شم؟ 

  • نوې روغتیايي بیمه به کله پیل کېږي؟ 

د مېډیکېډ یا د CHIP پروګرام د وړتیا له لاسه ورکول تاسو ته د محدودې مودې لپاره فرصت درکولې شي چې د خپل کارورکوونکي د روغتیايي بیمې په پلان کې نوم‌لیکنه وکړئ، نو هرڅومره ژر چې تاسو خبرتیا ترلاسه کړې چې ستاسو روغتیايي بیمه پای ته رسېږي له خپل کارورکوونکي سره اړیکه ونیسئ. 

4. د روغتیايي بیمې د انتخاب ځای پلانونه 

د روغتیايي بیمې د انتخاب ځای هغه ځای دی چې خلک پکې د انلاین له لارې د شخصي روغتیايي بیمې پلانونه سره پرتله کوي او اخلي. ډېری ایالتونه د HealthCare.gov وېب پاڼه کاروي؛ ځینې ایالتونه د روغتیايي بیمې د انتخاب ځای لپاره خپلې ځانګړې وېب پاڼې لري. 

ستاسو د کډوالۍ وضعیت تاسو ته اجازه درکولې شي چې د روغتیايي بیمې د انتخاب ځای له لارې د بیمې پلان واخلئ. د 2027 کال د جنورۍ له 1 نېټې څخه، د ځینو هغو کسانو لپاره چې د متحده ایالاتو اتباع نه دي د روغتیايي بیمې انتخاب ځای پلان کې به د لګښتونو په ورکړه کې د فدرالي مرستې ترلاسه کولو شرایط بدل شي. دا چې آیا تاسو د دې مرستې ترلاسه کولو وړ یاست ستاسو په کډوالۍ وضعیت، د کورنۍ په عاید او نورو شرایطو پورې اړه لري. 

یوه غوښتنلیک ډک کړئ یا د روغتیایی بیمې له یوه لارښودنه کوونکې سره خبرې وکړئ ترڅو معلومه کړئ چې څه شی پر تاسو پلي کیږي. د HealthCare.gov د سیمه ییزې مرستې موندلو وسیلې په کارولو سره خپلې سیمې ته نږدې مرسته ومومئ. 

که تاسو د مېډیکېډ یا د CHIP پروګرام وړتیا له لاسه ورکړئ، نو د نوم‌لیکنې له عادي مودې څخه بهر د روغتیايي بیمې د انتخاب ځای په یوه پلان کې د نوم‌لیکنې وړتیا درلودل شي. دې ته یو د نوم‌لیکنې ځانګړې موده ویل کېږي. خپل روغتیايي پوښښ ته د دوام ورکولو لپاره ژر تر ژره غوښتنه وکړئ. 

د مرستې لپاره، HealthCare.gov وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ یا پر 1-800-318-2596 شمېره زنګ ووهئ (د TTY خدمت لپاره: 1-855-889-4325). د ژبې وړیا مرستې شتون لري. 

5. د ټولنې روغتیایی مرکزونه او نور ټیټ لګښت کلینیکونه 

حتی که تاسو روغتیايي بیمه هم نه لرئ تاسو وړیا یا په ټیټ لګښت روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو وړتیا درلودل شي. د ټولنې روغتیايي مرکزونه داسې خدمتونه وړاندې کوي لکه عمومي معاینات، د عامو روغتیايي ستونزو درملنه او هغه پاملرنه چې د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي. هغوی ستاسو د عاید او د کورنۍ د غړو د شمېر له مخې د خدمتونو لګښتونه کمولې شي. 

د HRSA د روغتیایی مرکز موندلو وسیلې په کارولو سره یو نږدې ټولنیز روغتیایی مرکز ومومئ. تاسو د وړیا او خیریې کلینیکونو ملي ټولنې د کلینیک موندلو وسیلې په کارولو سره یو وړیا یا د خیریې کلینیک هم لټولې شي. 

ستاسو په سیمه کې دا ډول خدمتونه هم شتون لرلې شي: 

  •  د کاونټي یا ښار د عامې روغتیا کلینیکونه 

  •  د دیني بنسټونو لخوا چلېدونکي کلینیکونه 

  •  ګرځنده روغتیايي کلینیکونه 

  •  د روغتونونو هغه پروګرامونه چې ممکنه د روغتیايي پاملرنې لګښتونه کموي یا یې ورکوي 

  •  د غاښونو، سترګو، امیندوارۍ، رواني روغتیا یا د ډاکټر د نسخې له مخې د درملنې لپاره پروګرامونه 

 

تاسو 211 شمېرې ته هم زنګ یا د انلاین له لارې د خپلې سیمې د 211 خدمت موندل شي ترڅو تاسو ته نږدې د ټولنې د روغتیايي کلینیکونو او نورو روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.  

 

د ملاقات له وخت څخه مخکې، وپوښتئ چې ایا کلینیک ستاسو د روغتیايي پاملرنې لګښت کمولای شي یا نورې مالي مرستې درکولې شي، او همدارنګه دا چې کوم اسناد باید له ځان سره راوړئ. 

6. د ډاکټر د نسخې له مخې د درملو د لګښت په ورکړه کې مرسته 

که د کوم درملو لګښتونه ډېره لوړه وي، خپل ډاکټر یا درملتونوال ته ووایاست. پوښتنه وکړئ چې آیا: 

  •  د درملو یوه ارزانه بڼه، چې جنریک ورته ویل کیږي، شتون لري 

  •  کلینیک یا درملتون یو داسې پروګرام لري چې د درملو د لګښت په ورکولو کې مرسته کولی شي 

  •  هغه شرکت چې درمل جوړوي د درملو د لګښت په ورکړه کې د مرستې لپاره یو پروګرام وړاندې کولې شي 

  •  که تاسو د روغتیايي بیمې پرته د درملو پیسې ورکوئ نو د نسخې د درملو د تخفیف کارت د درملو بیه کمولې شي 

که بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا ولرم نو څه باید وکړم؟ 

که تاسو له داسې بیړني حالت سره مخ شئ چې ژوند مو له خطر سره مخ کوي 911 ته زنګ ووهئ یا د بیړنیو روغتیايي خدمتونو څانګې ته لاړ شئ. د بیړني مېډیکېډ لپاره د غوښتنلیک د ورکولو په موخه بیړنۍ روغتیايي پاملرنه مه ځنډوئ. 

ځینې کسان چې د خپل کډوالۍ د وضعیت له امله د مېډیکېډ بشپړې مرستې نشي ترلاسه کولې د بیړني مېډیکېډ لپاره مستحق کېدای شي. د مستحق کیدو لپاره، تاسو باید د خپل ایالت نورې اړتیاوې پوره کړئ، لکه د عاید او استوګنې په اړه قواعد. بیړنی مېډیکېډ یوازې د ځینو ځانګړو بیړنیو روغتیايي خدمتونو لګښتونه ورکوي. له روغتون یا د خپل ایالت د مېډیکېډ له ادارې څخه وپوښتئ چې څنګه او کله غوښتنلیک وسپارې او کوم روغتیايي خدمتونه تر پوښښ لاندې راتلل شي. 

تاسو لا هم انتخابونه لرئ 

که ستاسو د مېډیکېډ یا د CHIP پروګرام پوښښ پای ته ورسېږي، تاسو د بل ډول روغتیايي بیمې یا په ټیټ لګښت د روغتیايي پاملرنې د ترلاسه کولو لپاره مستحق کیدلې شي. کله چې تاسو ته داسې خبرتیا درکړل شي چې ستاسو پوښښ پای ته رسیږي نو ژر تر ژره د خپلو انتخابونو په لټه کې شئ. د روغتیايي بیمې لارښودنه کوونکې، د بیا مېشتېدو د خدمتونو وړاندې کوونکی یا ایالتي اداره له تاسو سره ستاسو د انتخابونو په پوهېدو او د غوښتنلیک په سپارلو کې مرسته کولې شي. 

دا مقاله عمومي معلومات وړاندې کوي او قانوني یا طبي مشوره نه ده. د روغتیايي بیمې اړوند قواعد بدلېدلې شي او له یوه ایالت څخه بل ایالت ته توپیر لري. د خپلې ځانګړې قضیې په اړه د مشورې لپاره، د خپل ایالت د مېډیکېډ یا د CHIP پروګرام له ادارې، د روغتیايي بیمې له لارښودنه کوونکې، یا د بیا مېشتېدو د خدمتونو له وړاندې کوونکي سره اړیکه ونیسئ

ایا دا مقاله ګټوره وه؟
1
0