مرحله 5: سفر
مرحله 5: سفر
مخکې لدې چې تاسې خپل لوازم خرڅ کړئ، خپله دنده پریږدئ یا خپل کور پریږدئ باید تر هغه وخت پورې انتظار وکړئ چې ستاسې د سفر تفصیلات د IOM لخوا تایید شي.
د سفري ترتیباتو په تړاو به تاسې لاندې مرستې ترلاسه کړئ:
- د سفري اسنادو ترلاسه کول پشمول د وتلو اجازه، هرکله چې ممکن وي، او د ټرانزیټ او ننوتلو ویزې.
- د وتلو نه مخکې لارښود:
ستاسې د کلتوري لارښود روزنه کې ورکول کیدونکي سفر پورې تړلي معلوماتو سربیره، تاسې د الوتنې مهالویشونو، د هوای لیکې مقرراتو، د ګمرک شرایطو، او د ځانګړې مرستې په تړاو اضافي معلومات ترلاسه کوئ چې تاسې یې په ټرانزیټ کې د ترلاسه کولو تمه کوئ او کله چې تاسې د امریکا متحده آیالاتو ته راورسیږئ.
- هوایی ډګرونو ته ټرانسپورټیشن او الوتکې ته ختلو کې مرسته:
اسې سره به د الوتنې چیک این یا کتنه کې مرسته وشي، او همدارنګه په هوایی ډګر کې د ګمرګ او مهاجرت رسمي مواردو کې.
- عملیاتي او طبي ملتیاوې:
د سفر پرمهال ځانګړې مرستې ته اړتیا لرونکي مسافرینو ته به د اړتیا پرمهال مرسته برابریږي.
- په ټرانزیټ کې مرسته:
تاسې سره به د IOM یا د IOM لخوا قرارداد شوي خدمت وړاندې کونکو لخوا د نښلونکي الوتنو په اړه لارښود، لازمي بوکینګ تنظیماتو، او د اړتیا په صورت کې د ټرانزیټ پرمهال خواړو او استوګنې په برخه کې تاسې سره مرسته کیږي.
- د راتګ مرسته:
د امریکا متحده آیالاتو ته ننوتلو بندر کې به د IOM کارمندان تاسې سره وګوري او د نښلونکي الوتنو د لوري پشمول د ننوتلو رسمي مواردو کې به درسره مرسته وکړي. د امریکا متحده آیالاتو کې ستاسې اخرني منزل کې به د با میشتیدنې ادارې استازی تاسې سره وګوري.