مرحله 1:: دمخه ارزونې مرکه

مرحله 1: دمخه ارزونې مرکه
د RSC کیس کارکونکی به ستاسې د هویت اسناد وګوري او ستاسې لپاره به د کیس دوسیه جوړه کړي (او ستاسې د کورنۍ لپاره هم که چیرې تاسې یوځای غوښتنه کوئ). هغه به تاسې نه پدې اړه مهمې پوښتنې وکړي چې څنګه او ولې د خپل هیواد نه تښتیدلي یې، او د پیلیز امنیتي ارزونو لپاره به اړین بیوګرافیک معلومات سره راټول کړي. هغه به تاسې نه ستاسې د ډیری خپلوانو په اړه د بیوګرافیک معلوماتو ورکولو غوښتنه هم وکړي، حتی که هغوی تاسې سره نه وي بیاهم. د دې لیدنې پرمهال به د RSC یو کارمند ستاسې عکس هم واخلي.
ستاسې دمخه ارزونې مرکې وروسته به د امنیتي ارزونو لپاره ستاسې معلومات د امریکا متحده آیالاتو حکومتي ادارو ته ولیږل شي. دا ادارې ستاسې لخوا ورکړل شوي معلوماتو پلټنه کوي ترڅو ډاډ لاسته راوړي چې رښتیني او صحیح دي. ځینې وختونه، امنیتي ارزونې بشپړیدل میاشتې وخت اخلي، او ځینې مواردو کې ممکن د امریکا متحده آیالاتو حکومت لخوا امنیتي ترخیص ورنکړل شي.
د RSC کیس کارکونکی د مهاجر په حیث د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره ستاسې د غوښتنلیک په تړاو معلوماتو راټولولو مسؤلیت په غاړه لري. ستاسې دمخه ارزونې مرکې پرمهال، د کیس کارکونکی د دې دلایلو په اړه ستاسې کیسه ثبتوي چې تاسې ولې خپل هیواد پریښود او تاسې ولې احساس کوئ چې تاسې نشئ کولی اوس بیرته خپل هیواد ته ستون شئ.
که چیرې د کیس کارکونکی په ستاسې ژبه نشي غږیدلی، د RSC لخوا به یو ژباړونکی موجود وي. د RSC ژباړونکي عالي روزل شوي او مسلکي دي. د ژباړونکي مسؤلیت دا دی چې تاسې او ستاسې د کیس کارکونکي سره په خبرو او ارتباط کې مرسته وکړي. ژباړونکی به ستاسې کیسه کې هیڅ شی اضافه نکړي یا هیڅ کومه برخه به یې پرې نږدي. هغوی به ټول هغه څه ژباړي چې تاسې او د کیس کارکونکی یې وایی او ستاسې د لفظونو معني کولو کې به هیڅ کوم څه بدل نکړي. که تاسې د ژباړې په اړه کومې اندیښنې لرئ، مهرباني وکړئ په اړه یې ووایی. د دې مرکې پرمهال هروخت تاسې هروخت پوښتنې کولی شئ یا غوښتنه وکړئ چې د کیس کارکونکی پوښتنه تکرار کړي یا په بل ډول یې بیان کړي که چیرې تاسې ورباندې پوهه نشئ یا کوم څه واضح نه وي. تاسې همدارنګه کولی شئ د RSC کارمندانو سره هم وغږیږئ که چیرې د راحتۍ احساس نه کوئ یا احساس نه کوئ چې کولی شئ د خپل ژباړونکي سره په ښه ډول وغږیږئ.
تاسې مکلف یې چې صادق اوسئ. تاسې باید تل صحیح او ریښتیني تفصیلات وړاندې کړئ. ځوابونه هیڅکله مه جوړوئ. که چیرې تاسې د یوې پوښتنې ځواب نه پوهیږئ، تاسې باید ووایی چې نه پوهیږئ. ستاسې ځوابونه باید د امکان ترحد پورې مشخص، صحیح، او بشپړ وي. د کیس کارکونکی به د مهاجر دریځ لپاره ستاسې د ادعا څرنګوالی یا حکایت ثبت کړي، په ځانګړي توګه هغه دلایل چې ستاسې د خپل هیواد پریښودو لامل شوي او تاسې اړ کوي چې بیرته ستون نشئ. دا معلومات به ستاسې دوسیه کې ساتل کیږي کومه چې د امریکا متحده آیالاتو د تابعیت او مهاجرت خدمتونو، یا USCIS ته سپارل کیږي.
محرمیت: د RSC د کیس کارکونکي سره ستاسې ټولې خبرې محرم دي او د امریکا متحده آیالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره ملاحظه کیدو موخو لپاره دي. ژباړونکو لوړه کړې ده چې ستاسې د مرکې په جریان کې بحث کیدونکي معلوماتو محافظت به کوي. د RSC کیس کارکونکي او ژباړونکي ستاسې د کیس پایله باندې هیڅ اغیزه نلري. یوازې USCIS کولی شي پریکړه وکړي چې آیا تاسې د بیا میشتیدنې لپاره په شرایطو برابر یې.