د انګلسي ژبې زده کول
د انګلسي ژبې زده کول
که تاسې په انګلسي ژبه نه غږیږئ، د امریکا متحده آیالاتو کې میشت کیدل ممکن ویرونکي وبریښي. یو چیرته تلل، د دندې موندل، حتی د خوراکي توکو پیرل هم په انګلسي ژبې باندې غږیدو محدود وړتیا سره مشکل دي. په هرصورت، د انګلسي ژبې زده کول په نهایت کې تاسې سره مرسته کوي خپله نوې ټولنه کې په بریالیتوب سره جذب شئ. ستاسې د عمر یا جنډر په پام کې نیولو پرته په انګلسي ژبه د غږیدو او پوهیدلو لپاره زده کړه تاسې سره مرسته کوي لاډیر په ځان بسیا شئ، د ښه معاش لرونکې دنده پیدا کړئ، او د نوي ملګرو او ګاونډیانو سره راشه درشه وکړئ. تاسې ممکن د دندې موندلو نه مخکې د انګلسي ژبې زده کړې لپاره ډیر وخت ونلرئ، مګر کله چې تاسې دنده ومومئ، تاسې اړ یې انګلسي ژبې زده کړه او کار په ورته وخت کې وکړئ. تر هغه وخت پورې چې ستاسې انګلسي ژبه ښه کیږي، د هغو خلکو لپاره چې اړتیا لري د روغتونونو او محکمو په څیر ځایونو کې د ژباړونکي خدمتونه موجود دي.
د انګلسي ژبې زده کولو ګټې
ګلسي ژبه د امریکا متحده آیالاتو کې ډیره عام کارول کیدونکې ژبه ده او د امریکا متحده آیالاتو کې ډیری خلک به ونشي کړی تاسې سره وغږیږي یا ستاسې په خبره پوهه شي که تاسې انګلسي ژبه زده نکړئ. د انګلسي ژبې زده کول ستاسې لپاره مهم دي چې ژوند وکړئ او وده وکړظ. که تاسې ماشومان لرئ نو په انګلسي ژبه پوهیدل به تاسې سره مرسته وکړي چې د خپلو ماشومانو ښوونځي سره ښکیل اوسئ. علاوه لدې، تاسې اړ یې انګلسي ژبه زده کړئ ترڅو په هغه ښار او آیالت کې چیرې چې تاسې اوسیږئ وصل اوسئ او باخبر اوسیدونکی اوسئ. تاسې اړ یې انګلسي ژبه زده کړئ ترڅو ټیسټ پاس کړئ کله چې د امریکا متحده آیالاتو تابعیت لپاره غوښتنه کوئ.
که تاسې د ژبې زده کولو لپاره قوي لیوالتیا ولرئ تاسې به انګلسي ژبه ډیره په چټکۍ سره زده کړئ. دلته ځینې دلایل دي چې د انګلسي ژبې زده کول ولې مهم دي:
د دندې ترلاسه کولو او په دنده کې د بریالیتوب لپاره.
د خپلو ماشومانو د ښوونکو سره ارتباط نیولو لپاره.
پدې د پوهیدلو لپاره چې ستاسې ماشومان او لمسیان څه وایی.
ترڅو خپلواک اوسئ: د عامه ټرانسپورټیشن کارولو او د خپل ځان او خپلې کورنۍ لپاره پیرود کولو لپاره.
د خپلو ګاونډیانو سره د غږیدلو لپاره.
د تلویزیون، ورځپاڼو، او انټرنیټ له لارې د دې نه خبریدو لپاره چې په نړۍ کې څه تیریږي.
د امریکا متحده آیالاتو د تابعیت ازموینې پاس کولو لپاره ترڅو وکولی شئ د امریکا متحده آیالاتو تبعه شئ.
د همکارانو سره او په ټولنه کې د نورو خلکو سره د غږیدلو لپاره.
د ډاکټرانو سره د ملاقاتونو اخیستلو لپاره او دغه ملاقاتونو ته د ژباړونکي پرته ورتللو لپاره.
د انګلسي ژبې ټولګي
ډیری ټولنې هغه مهاجرینو او کډوالو ته د انګلسي ژبې ټولګي وړاندې کوي څوک چې پدې وروستیو کې د امریکا متحده آیالاتو ته راغلي وي. ځینې یې وړیا دي او ستاسې د بیا میشتیدنې اداره به تاسې سره مرسته وکړي چې تاسې ته څیرمه د انګلسي ژبې د زده کړې موجود فرصتونه پیدا کړئ.
د انګلسي ژبې تولګیو کې د مختلف عمرونو، تعلیم، او ملیتي شالید لرونکي نارینه او ښځې یوځای کښیني. د پیلي سطحې ټولګیو کې زده کونکي عمومآ ساده، عملي انګلسي ژبه زده کوي چې نوی راغلی فرد ورته شاوخوا ګرځیدو کې اړتیا لري. د مثال په توګه، تاسې کولی شئ د انګلسي ژبې عبارتونه زده کړئ چې تاسې سره په پلورنځي کې د شیانو پیرلو، د بس مهالویش لوستلو یا د دندې لټون کې مرسته وکړي. ځینې ټولګي د ټاکلي دندو لپاره اړین انګلسي ژبې ښوونه کوي؛ لکه په یوه هوټل کې کار کول یا په طبي مسلک کې کار کول. د لوړې سطحې ټولګیو کې زده کونکي د انګلسي ژبې ګرامر، لوست او لیک ته ډیره توجه کوي. د انګلسي ژبې داسې ټولګي هم شته چې زده کونکي د کالج لپاره چمتو کوي.
د انګلسي ژبې زده کولو نورې لارې
انګلسي ژبې زده کولو لپاره ډیرې بیلابیل لارې شتون لري. اکثر د څو لارو ترکیب ډیر اغیزناک وي. لاندې د ټولګي نه بهر د انګلسي ژبې زده کولو لپاره د لارو چارو مثالونه دي:
په کار کې د انګلسي ژبې زده کول. کله چې تاسې دنده واخلئ، تاسې ممکن د انګلسي ژبې هغه لغتونه او اصطلاحات زده کړئ چې د دغه دندې لپاره ګټور وي. تاسې به همکاران او د امکان له مخې مراجعین او پیرودونکي ولرئ چې په انګلسي ژبه غږیږي. د هغوی سره غږیدل به تاسې سره مرسته وکړي چې خپله انګلسي ژبه ښه کړئ.
په خپله ټولنه کې د انګلسي ژبې زده کول. ټولنیز اوسئ او د نوي خلکو سره لیدلو لیواله اوسئ. په پلورنځیو کې د نا آشنا خلکو سره غږیدل او د ملګرو یا ګاونډیانو سره د انګلسي ژبې تمرین کول په پیل کې مشکل کیدی شي، مګر د ډیری خلکو خوی به دوستانه او ګټور وي. په خپل ګاونډ کې د انګلسي ژبې یا کلتوري تبادلې کلب سره یوځای شئ یا پیل یې کړئ او یوازې په انګلسي ژبه د غږیدو لپاره منظم سره وګورئ. د ډلې سره هغه فعالیتونه پلان کړئ چې تاسې ورنه خوند اخلئ لکه میوزیم ته تلل یا په پارک کې پلي تګ کول. دا د نورو هغه خلکو سره چې ژبه زده کوي یا څوک چې واردمخه په انګلسي ژبه غږیږي د هغوی سره په انګلسي ژبې د غږیدو تمرین کولو غوره لاره ده. دا همدارنګه د امریکایی کلتور او دودونو په اړه د زده کړې لپاره هم ښه لاره کیدی شي.
په خپلواک ډول زده کړه کول. خپل ځان وهڅوئ چې هرکله او هرچیرې تاسې وکولی شئ انګلسي ژبه زده کړئ. تاسې کولی شئ دا کار د انګلسي ژبې فلمونو یا تلویزیوني برنامو په کتلو سره وکړئ، یا هم په راډیو کې د انګلسي ژبې پروګرامونو په اوریدلو سره. د نوي لغتونو چې تاسې یې زده کوئ لست وساتئ او د هغه انګلسي د لوستلو هڅه وکړئ چې تاسې یې خپل شاوخوا د کوڅو نښو باندې، په بسونو باندې، او د پلورنځیو کړکیو کې ګورئ.
د کورنۍ په توګه یې زده کړئ. ستاسې کورنۍ کې هرڅوک به تاسې سره انګلسي زده کوي. د انګلسي ژبې لوبو لوبیدو او په کور کې هره ورځ د “یوازې انګلسي” وخت درلودو په واسطه د دې نه د کورنۍ د ساعتیرۍ فعالیت جوړ کړئ. په ټولګي کې یا په ځانګړي برنامو کې د مرستې لپاره رضاکارۍ له لارې د خپل ماشوم ښوونځي کې دخیل شئ. ماشومان نوې ژبه ژر زده کوي، نو د هغوی سره سم تلل مهم دي.
د انګلسي ژبې زده کول وخت اخلي
په پيل کې ممکن ستاسې لپاره د انګلسي ژبې زده کول سخت وي او د نا امیدئ احساس وکړئ. دا ډول احساس کول نورمال دي. هر شخص مختلف سرعت او په مختلف طریقه زده کړه کوي. تاسې باید د بیلابیل طریقو هڅه وکړئ ترڅو پیدا کړئ چې څه شی ستاسې لپاره غوره کار کوي. د نوې ژبې زده کولو کلي هره ورځ تمرین کول دي. حتی که تاسې په ورځ کې یوازې لس دقیقې هم په انګلسي ژبه راډیو ته غوږ شئ یا تلویزیون وګورئ نو مرسته درسره کولی شي. د وخت او تمرین سره به تاسې په اسانۍ سره انګلسي ژبه باندې خبرې کوئ او دا به د امریکا متحده آیالتو کې ستاسې د سازګارۍ پروسې اسانولو کې تاسې سره مرسته وکړي. دا به وخت واخلي مګر که تاسې هڅه کولو ته دوام ورکړئ نو اسانه کیږي.